بازتاب نیوز

د دوحې ناستې ته هیله مندي؛ محقق وایي د اوربند تمه ورته پیدا شوې

٢٨ وری ١٣٩٨ ټاټوبی نيوز

د حزب وحدت مردم افغانستان ګوند مشر حاجي محقق د قطر په دوحه کې له وسله والو طالبانو سره د افغان دولت او سیاسي ګوندونو کیدونکې ناستې ته هیله من دی.

هغه په کابل کې د ناټو سازمان له ملکي استازي نیکولاس کی سره د لیدنې پر وخت ویلي، چې تمه لری دا ناسته د اوربند او رسمي مذاکراتو پيلامه شي.

محقق دا خبرې به داسې حال کې کړي، چې نن ولسمشر غني او نورو سیاسي مشرانو یادې ناستې ته له افغانستانه د ورتلونکي دوه نیم سوه کسیز پلاوي له غړو سره لیدلي.

د ارګ په دغه نننۍ غونډه کې هم د رسمي مذاکراتو د پیل زمینه سازۍ ته هیله مندي ښودل شوې ده .

The post د دوحې ناستې ته هیله مندي؛ محقق وایي د اوربند تمه ورته پیدا شوې appeared first on ټاټوبی نيوز.

اصلي اړیکې: https://tatobaynews.com/د-دوحې-ناستې-ته-هیله-مندي؛-محقق-وایي-د-ا/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading