بازتاب نیوز

د سولې جرګې تشه څوکۍ؛ د یوه وژل شوي غړي عکس به پکې کیښودل شي

٢٨ وری ١٣٩٨ ټاټوبی نيوز

د سولې مشورتي لویې جرګې د جوړیدو کمیسون وایي د جرګې د یوه ټاکل شوي او وژل شوي غړي څوکۍ به په دغه جرګه کې تشه پریږدي.

د کمیسون ویاند عبدالرشید ایوبي وایي، دغې جرګې ته به د لغمان د الیشنګ ولسوالۍ څخه د ټاکل شوي او وژل شوي غړي شېرزاد صافي پرځای بل څوک ونه ټاکل شي.

ایوبي وایي د صافي پرڅوکۍ به د نوموړي عکس او ګلونه کېښودل شي.

شېرزاد صافی څو ورځې وړاندې په لغمان کې د وسله والو طالبانو له لورې ووژل شو.

The post د سولې جرګې تشه څوکۍ؛ د یوه وژل شوي غړي عکس به پکې کیښودل شي appeared first on ټاټوبی نيوز.

اصلي اړیکې: https://tatobaynews.com/د-سولې-جرګې-تشه-څوکۍ؛-د-یوه-وژل-شوي-غړي-ع/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading