بازتاب نیوز

کروندګرو ته اسانتیا؛ د لغمان په قرغیو کې یې د توکیو د پلور مارکېټ جوړیږي

٢٨ وری ١٣٩٨ ټاټوبی نيوز

د پنځه ميليونه افغانېو په ارزښت د لغمان د  قرغيو ولسوالۍ  په سرخکانو سيمه کې د کرنېزو توکو دپلور لپاره دوه پوړيز مارکېټ د بنسټ ډبره کښودل شوه.

د قرغيو ولسوالۍ ښاروال زيارمل الکوزي د معلوماتو له مخې د سبزي جاتو د پلور دوه پوړيزه مارکېټ په پنځه جريبه ځمکه کې د ملي تجار شکرالله او قرغیو ښاروالۍ له لوري جوړیږي.

هغه زياته کړه په دغه مارکېټ کې به ۲۵ د سبزي جاتو او ټولو کرنېزو توکو لوي خونې جوړې شي، چې د لغمان سربیره به د ختيځ زون ولايتونو سبزي جات هم د پلورولو په توګه په دې مارکېټ کې ساتل کيږي.

ورپسې ملي تاجر شکرالله وويل، لغمان سره د مينې په خاطر په دې ولايت کې پانګه اچونه کوي.

نوموړي زياته کړه په دغه مارکېټ کې به د ختيځو ولايتونو سبزي جات د پلورنې په موخه ساتل کيږي.

په ورته مهال لغمان والي  محمد اصف ننګ د ملي تاجر شکرالله او قرغیو ښاروالۍ له مسوولینو څخه مننه وکړه، چې په لغمان ولايت کې د بزګرانو د سبزي جاتو د ساتنې په موخه د يو معياري مارکېټ په جوړولو کې پانګه اچونه کوي.

نوموړي زياته کې په همدې سيمه کې يو ستر مارکېټ به په راتلوونکي کې د حکومت لخوا هم جوړ شي.

والي ننګ وويل، پانګه لرونکي به لا نور پانګې اچونې ته تشويق کړو، ترڅو په راتلوونکي کې نور تاجران په دې ولايت کې سرمايه ګزاري وکړي.

هغه وويل، هغه سرمايه لروونکي، چې غواړي په لغمان ولايت کې پانګه اچونه وکړي، ولايتي اداره ورته ځمکه په واک کې ورکوي.

The post کروندګرو ته اسانتیا؛ د لغمان په قرغیو کې یې د توکیو د پلور مارکېټ جوړیږي appeared first on ټاټوبی نيوز.

اصلي اړیکې: https://tatobaynews.com/کروندګرو-ته-اسانتیا؛-د-لغمان-په-قرغیو-ک/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading