بازتاب نیوز

د پيسو نړيوال صندوق: د پاکستان اقتصاد مخ پر خرابېدو دی

٢٨ وری ١٣٩٨ ټاټوبی نيوز

د پيسو نړيوال صندوق ويلي دي، راتلونکي به د پاکستان اقتصادي وضعيت نور هم خراب شي او د خلکو توقعات نه شي پوره کولی.

ډان ورځپاڼې په يو راپور کې ويلي دي، پاکستان بايد د راکړې ورکړې نوې پاليسي او سوداګرۍ برخه کې دې ګړندۍ هڅې پيل کړي.

د پيسو نړيوال صندوق وايي، سږ کال به د پاکستان اقتصادي وده دوه اعشاريه نهه سلنه وي.

د ياد سازمان په خبره، دغومره اقتصادي وده د عمران خان توقعات نه شي پوره کولی.

پاکستان په دې وروستيو کې د خپل اقتصادي وضعيت د سمېدو په خاطر د پيسو نړيوال صندق سره خبرې پيل کړي دي.

The post د پيسو نړيوال صندوق: د پاکستان اقتصاد مخ پر خرابېدو دی appeared first on ټاټوبی نيوز.

اصلي اړیکې: https://tatobaynews.com/د-پيسو-نړيوال-صندوق-د-پاکستان-اقتصاد-مخ/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading