بازتاب نیوز

له کنګرې ګوند څخه د عمران خان ملاتړ د هند حکومت غوسه کړی

٢٨ وری ١٣٩٨ ټاټوبی نيوز

د هند ددفاع وزیرې نیرمالا سیتارامان د پاکستاني صدراعظم عمران خان وروستیو خبرو سخته غوسه کړې ده.

عمران خان ویلي، چې د هند تر پارلماني ټاکنو وروسته که د کنګرې ګوند ته واک ورسیږي، دوی به ورسره د کشمیر په موضوع د سولې خبرې وکړي.

د هند دفاع وزیره، چې د صدراعظم مودي د بي جي بي ګوند اړونده ده، وایي دا خبرې په دې مانا دي چې د هند دښمن د دوی له مخالف ګوند سره یو ځای د مودي د نسکورولو په هڅه کې دی.

د پاکستان دغو خبرو نور هندیان هم غوسه کړي.

کنګرې ګوند په دې اړه څه نه دي ویلي.

The post له کنګرې ګوند څخه د عمران خان ملاتړ د هند حکومت غوسه کړی appeared first on ټاټوبی نيوز.

اصلي اړیکې: https://tatobaynews.com/له-کنګرې-ګوند-څخه-د-عمران-خان-ملاتړ-د-هن/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading