بازتاب نیوز

د سږکال ای پي ایل درې غوره توپ وهونکي

٢٩ حمل ١٣٩٨ رادیو تلویزیون ملی افغانستان

د ۲۰‍۱۹ کال د هند کرکټ غوره لیګ دري تر ټولو غوره توپ وهونکو کې د حیدراباد لوبډلې ډيوډ وانر، د پنجاب لوبډلې، کی ایل راهول او درېم لوبغاړی هم د حیدراباد لوبډلې جوني بیسټو دی.

وانر چې د حیدراباد د لوبډلې پیليز توپوهونکی دی، تر دی مهاله یې په ۸ لوبو کې ګډون کړی، دوه ځلې ناسوزېدلی پاتې شوی.

په ۳۱۰ توپونو یې ۴۵۰ منډې کړي، چې په یوه پاڼۍ کې یې ۱۰۰ ناسوزېدلې غوره منډې دي. وانر ۷۵ اوسط لري او د منډو سرعت یې ۱۴۵.۱۶ دی، یوه سلیزه او څلور پنځوسيزې لري.

وانر د ۱۲ شپږيزو او ۴۴ څلوريزو په وهلو سره د خپلو مینوالو زړونه خپل کړي دي.

دوهم غوره توپوهونکی د پنجاب لوبډلې کی ایل راهول دی چې په نهه لوبو کې درې ځلې ناسوزېدلی پاتې شوی، د ۳۰۳ توپونو په مټ یې ۳۸۷ منډې جوړې کړي چې په یوه پاڼۍ کې یې غوره منډې ۱۰۰ ناسوزېدلې دي.

راهول د ۶۴.۵۰ اوسط او ۱۲۷.۷۲ د منډو سرعت سره لوبه کړې چې یوه سلیزه او څلور پنځوسیري لري.

راهول د ۱۳ شپږیزو او ۳۰ څلوريزو په مټ د ای پي ایل لوبې په زړه پورې کړې دي.

درېم مخکښ توپوهونکی هم د حیدراباد لوبډلې جوني بیسټو دی، چې تر دې مهاله یې په اته لوبو کې برخه اخیستې، په ۲۳۸ توپونو یې ۳۶۵ منډې کړې دي.

په یوه پانۍ کې یې تر ټولو غوره ۱۱۴ منډې دي او اوسط يې ۵۲.۱۴ دی.

بسټو یوه سلیزه او یوه پنځوسيزه لري او د ۱۵۳.۳۶ سرعت سره یې لوبه کړې چې ۱۴ یې شپږېزې او ۴۱ یې څلوريزې وهلي دي.

لینک اصلی: https://rta.af/sport-news/28542/

بازکردن لینک اصلی

بیشتر بخوانید از رادیو تلویزیون ملی افغانستان

آخرین خبر ها:

Loading