بازتاب نیوز

د ټاکنو د خپلواک کميسيون مشرې د ناټو له ملکي سفير سره د ټاکنو د امنيت په اړه خبرې اترې وکړې

٢ غويی ١٣٩٨ د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون

د ټاکنو د خپلواک کميسيون مشرې د ناټو له ملکي سفير سره د ټاکنو د امنيت په اړه خبرې اترې وکړې

د ټاکنو د خپلواک کميسيون مشرې ميرمن حوا علم نورستانۍ نن يکشنبه د روان کال د غويي په لومړۍ نيټه په خپل کاري دفتر کې د ناټو له ملکي سفیر ( سرنيکولاس کی) سره د ټاکنو د امنيت او خونديتوب په اړه خبرې اترې وکړې.

په پيل کې د کميسيون مشرې په افغانستان کې د ناټو د امنيتي همکاريو په تيره بيا د ټاکنو د خونديتوب له پاره مننه وکړه، وروسته يې د ترسره شويو فعاليتونو په اړه معلومات وړاندې کړل، هغې زياته کړه "له دولتي بنسټونو لکه امنيتي ارګانونو او د ښځو چارو له وزارت سره تفاهم ليکونه لاسليک شوي. او د احصايې د مرکزي ادارې په همکارۍ او د کميسيون په مالکيت د نوم ثبتونې تقويتي پروګرام پيليږي. او په رای پاڼو کې د ولسمشريزو ټاکنو د کانديدانو د نوملړ پچه اچونه او د ټاکنيزو شکايتونو د کميسيون له خوا د ټاکنو خپلواک کميسيون ته د نوملړ سپارل به پر همدې اونۍ کې ترسره شي. دا رنګه د اصلاحاتو او سمونونو په لړ کې د کارکونکو حاضري بايومتريک شوې او ټولې هڅې د عملياتي پلان سره سمې پر مخ ځي."

د ناټو ملکي سفیر نیکولاس کی د کميسيون په مشرتابه کې د ښځو حضور وستايه او ژمنه يې وکړه. چې ناټو به د ټاکنو په خونديتوب او ولايتونو ته به د ټاکنيزو توکو په ليږد کې مرسته او همکاري کوي، هغه په ټاکنو کې رڼښت او د خلکو پراخه ونډه اخيستنه د خلکو او سياسي بهيرونو موخه وبلله، په پای کې دواړو غاړو د متقابلو همکاريو او په ټاکنو کې پر روڼوالي او بې پرې توب ټينګار وکړ.

اصلي اړیکې: http://iec.org.af/ps/2012-06-23-06-41-38/news-media-ps/1646-nato-meeting-20190421-ps

د اصلي پاڼې خلاصول

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading