بازتاب نیوز

امریکا پر هغه هېوادونو بندیزونه لګوي، چې له ایران تېل اخلي

٢ غويی ١٣٩٨ ټاټوبی نيوز

امریکا په یوه تازه ګام کې هغه هېوادونو ته چې له ایرانه تېل اخلي خبرداری ورکړی دی چې نور له دغه هېواده د تیلو اخیستل ودروي کنه نو له سختو بندیزونو سره به مخ شي.

د اسوشیټیډ پریس خبري اژانس د خبر له مخې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو پلان لري چې نن ورځ دغه اعلان په رسمي ډول وکړي.

له ایران  څخه چین، جاپان، جنوبي کوریا، ترکیه او هند تېل اخلي.

دا لا معلومه نه ده چې دې پنځو هېوادونو ته به نور وخت ورکړل شي چې له یاد هېواد سره خپل حسابونه تصفیه کړي او که به په سملاسي ډول د امریکا له بندیزونو سره مخ شي.

The post امریکا پر هغه هېوادونو بندیزونه لګوي، چې له ایران تېل اخلي appeared first on ټاټوبی نيوز.

اصلي اړیکې: https://tatobaynews.com/امریکا-پر-هغه-هېوادونو-بندیزونه-لګوي،/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading