بازتاب نیوز

په شمالي وزیرستان کې درې پاکستاني عسکر وژل شوي دي

په شمالي وزیرستان کې درې پاکستاني عسکر وژل شوي دي

٢٢ لړم ١٣٩٨ کندهار ملي راډیو تلوېزیون کندهار ملي راډیو تلوېزیون

په شمالي وزیرستان کې په یوه بمي برید کې د پاکستان دری عسکر وژل شوي دي. د پاکستان پوځ په یوې اعلامیې کې ویلي په شمالي وزیرستان کې یې دری پوځیان هغه وخت ووژل شول چې د سړک غاړې ته یوه بمي چاودنه وشوه. په دغه پیښه کې یو عسکر زخمي شوی هم دی. د ... The post په شمالي وزیرستان کې درې پاکستاني عسکر وژل شوي دي appeared first on کندهار راډيو تلوېزيون.

په یوه وسله وال برید کې پنځه پاکستاني افسران وژل شوي دي

٢١ لړم ١٣٩٨ کندهار ملي راډیو تلوېزیون کندهار ملي راډیو تلوېزیون

د وسله والو په یوه برید کې د پاکستان پنځه استخباراتي او پوځي افسران وژل شوي دي. د راپورونو له مخې ناپېژانده وسله والو په پنجاب ایالت کې د پاکستاني استخباراتو د مامورینو پر موټر ډزې کړې دي. په دې پېښه کې د پاکستاني پوځ دوه افسران او ددغه هېواد د استخباراتي ادارې دوه افسران ... The post په یوه وسله وال برید کې پنځه پاکستاني افسران وژل شوي دي appeared first on کندهار راډيو تلوېزيون.

ټرمپ: د داعش ډلې نوی مشر هم له امریکا نه شي پټېدلی

ټرمپ: د داعش ډلې نوی مشر هم له امریکا نه شي پټېدلی

٢١ لړم ١٣٩٨ کندهار ملي راډیو تلوېزیون کندهار ملي راډیو تلوېزیون

ټرمپ چې د امریکايي سرتېرو په یوه غونډه کې یې وینا کوله ویلي د دوی ځواکونه بریالي شول چې د نړۍ د یوې سترې او خطرناکې ترهګرې ډلې مشر ووژني او په خبره یې ځایناستی یې هم د دوی له سرتېرو نه شي پټېدلی. نوموړي دغه راز د ترهګرۍ ضد مبارزه کې د خپلو ځواکونو ... The post ټرمپ: د داعش ډلې نوی مشر هم له امریکا نه شي پټېدلی appeared first on کندهار راډيو تلوېزيون.

امنیتي ځواکونو په عراق کې تازه څلور لاریون کوونکي وژلي

امنیتي ځواکونو په عراق کې تازه څلور لاریون کوونکي وژلي

١٩ لړم ١٣٩٨ کندهار ملي راډیو تلوېزیون کندهار ملي راډیو تلوېزیون

له اونیو راهیسې په عراق کې د حکومت پر ضد پراخ او له تاوتریخوالي ډک لاریونونه روان دي. تازه د عراق لومړي وزیر امر کړی دی چې د لاریون کوونکو پر ضد دې پراخ عملیات پيل شي او سړکونه دې د عادي ژوند لپاره تخلیه کړل شي. په همدې عملیاتو کې امنیتي ځواکونو څلور لاریون ... The post امنیتي ځواکونو په عراق کې تازه څلور لاریون کوونکي وژلي appeared first on کندهار راډيو تلوېزيون.

مولانا فضل الرحمان: حکومتي استازي دې خپلې استعفاوې له ځان سره راوړي

مولانا فضل الرحمان: حکومتي استازي دې خپلې استعفاوې له ځان سره راوړي

١٨ لړم ١٣٩٨ کندهار ملي راډیو تلوېزیون کندهار ملي راډیو تلوېزیون

د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان په اسلام اباد کې د لومړي وزیر عمران خان حکومت خلاف د یوه لاریون پر مهال، حکومتي استازو ته ویلي، چې خپلې استعفاوې له ځان سره راوړي. نوموړي په خپله وینا کې پر لومړي وزیر عمران خان نیوکې کړې او په وینا یې عمران خان ته ... The post مولانا فضل الرحمان: حکومتي استازي دې خپلې استعفاوې له ځان سره راوړي appeared first on کندهار راډيو تلوېزيون.

مولانا فضل الرحمن: اپوزېسیون یو موټی دی عمران خان به استعفا کوي

مولانا فضل الرحمن: اپوزېسیون یو موټی دی عمران خان به استعفا کوي

١٤ لړم ١٣٩٨ کندهار ملي راډیو تلوېزیون کندهار ملي راډیو تلوېزیون

 مولانا فضل الرحمن په خپله وینا کې وویل چې د اپوزېسیون ټول سیاسي له جمعیت علمای اسلام سره د حکومت پروړاندې دې مبارزه کې یوموټي ولاړ دي. په اسلام اباد کې د ‘ازادۍ مارچ’ ګډونوالو ته چې نن یې شپږمه ورځ ده، په اسلام اباد کې یې د لومړي وزیر عمران خان له خپلې څوکۍ ... The post مولانا فضل الرحمن: اپوزېسیون یو موټی دی عمران خان به استعفا کوي appeared first on کندهار راډيو تلوېزيون.

امریکا: پاکستان لا هم د ترهګرو ډلو پر وړاندې اقدام نه دی کړی

امریکا: پاکستان لا هم د ترهګرو ډلو پر وړاندې اقدام نه دی کړی

١٣ لړم ١٣٩٨ کندهار ملي راډیو تلوېزیون کندهار ملي راډیو تلوېزیون

امریکا وايي پاکستان لا هم په خپله خاوره کې د ترهګرو ډلو پر وړاندې اقدام نه دی کړی. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي لا هم ګڼې وسله والې ډلې په پاکستان کې مرکزونه لري، کسانو ته روزنه ورکوي، مالي امکانات ورته برابريږي او ترهګریز فعالیتونه ترسره کولی شي. د سرچینې په خبره پاکستان ... The post امریکا: پاکستان لا هم د ترهګرو ډلو پر وړاندې اقدام نه دی کړی appeared first on کندهار راډيو تلوېزيون.

په نظر پوښتنو کې جوبایډن تر ټرمپ مخکې دی

په نظر پوښتنو کې جوبایډن تر ټرمپ مخکې دی

١٣ لړم ١٣٩٨ کندهار ملي راډیو تلوېزیون کندهار ملي راډیو تلوېزیون

په امریکا کې د ټاکنیزو کشمکشونو په لړ کې تازه سروې ښيي چې د ټرمپ پلویان د تېرو نظرپوښتنو په پرتله راکم شوي دي. تازه نظرپوښتنه ښيي چې د ټرمپ سیال جوبایډن ۵۱ سلنه مثبتې رایې لري او ټرمپ بیا تر کمې رایې یعنې ۳۹ سلنه مثبتې رایې خپلې کړې دي. نظرپوښتنه ټرمپ ته نږدې ... The post په نظر پوښتنو کې جوبایډن تر ټرمپ مخکې دی appeared first on کندهار راډيو تلوېزيون.

تش په نوم خليفه ابودوا ووژل سو

تش په نوم خليفه ابودوا ووژل سو

١١ لړم ١٣٩٨ کندهار ملي راډیو تلوېزیون کندهار ملي راډیو تلوېزیون

د امريکا دفاع وزارت خبر ورکوي، چي له دې وروسته په داعش کي د ابودوا په نامه کس وجود نه لري. نوموړی ددغه ترهګري ډلي د مخکني مشر ابوبکر البغدادي ځای ناستی بلل کېده او باور دا وو، چي نوموړی به ډېر ژر ددغه ډلي د مشر په توګه اعلان سي. خو د امريکا دفاع ... The post تش په نوم خليفه ابودوا ووژل سو appeared first on کندهار راډيو تلوېزيون.

ایا رښتیا هم افغانستان د امریکا تر شیکاګو امن دی؟

٩ لړم ١٣٩٨ کندهار ملي راډیو تلوېزیون کندهار ملي راډیو تلوېزیون

د امریکا ولسمشر دونالډ ټرمپ د شیکاګو په ښار کې د تاوتریخوالي د پېښو زیاتوالي ته په کتو ویلي دي چې افغانستان تر شیکاګو ډېر امن دی. ولسمشر ټرمپ تل د شیکاګو ښار د نا امنیو او هلته د تاوتریخوالي په زیاتوالي انتقاد کړی دی. ټرمپ د شیکاګو د محلي حکومت په کارونو هم نیوکې ... The post ایا رښتیا هم افغانستان د امریکا تر شیکاګو امن دی؟ appeared first on کندهار راډيو تلوېزيون.

د مولانا فضل الرحمن په مشرۍ د حکومت ضد لاریون نن اسلام اباد ته رسېږي

٩ لړم ١٣٩٨ کندهار ملي راډیو تلوېزیون کندهار ملي راډیو تلوېزیون

په پاکستان کې د مولانا فضل الرحمن په مشرۍ “د ازادۍ مارش” به نن (اکټوبر ۳۱مه) اسلام اباد ته ورسېږي. د پاکستان د جمیعت علمای اسلام ف ګوند مشر مولانا فضل الرحمن پرون بیا د پاکستان پر صدراعظم عمران خان غږ وکړ چې استعفا وکړي. د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، په اسلام اباد ... The post د مولانا فضل الرحمن په مشرۍ د حکومت ضد لاریون نن اسلام اباد ته رسېږي appeared first on کندهار راډيو تلوېزيون.

مایک اسپر: موږ غوښتل بغدادي ژوندی ونیسو

٦ لړم ١٣٩٨ کندهار ملي راډیو تلوېزیون کندهار ملي راډیو تلوېزیون

د امریکا د متحدو ایالتونو د دفاع وزیر مایک اسپر وايي چې امریکایي ځواکونو غوښتل د داعش ډلې مشر ابوبکر البغدادي ژوندي ونیسي، خو د هغه دوژلو لپاره هم چمتوالی نیول شوی و. نوموړي د یکشنبې په ورځ (اکتوبر۲۷) وویل چې امریکایي ځواکونو هڅه وکړه چې ابوبکر البغدادي وهڅوي چې ځان تسلیم کړي. ښاغلي اسپر ... The post مایک اسپر: موږ غوښتل بغدادي ژوندی ونیسو appeared first on کندهار راډيو تلوېزيون.

امریکایي ځواکونو په سوریه کې د داعش ډلې مشر ابوبکر البغدادي وژلی

امریکایي ځواکونو په سوریه کې د داعش ډلې مشر ابوبکر البغدادي وژلی

٥ لړم ١٣٩٨ کندهار ملي راډیو تلوېزیون کندهار ملي راډیو تلوېزیون

امریکا دفاع وزات وایي، باور کیږي چې پرون شنبه  امریکایي ځواکونو د سوریې په شمال لویدیځ کې د داعش ډلې مشر ابوبکر البغدادي وژل شوی دی. د دغه وزارت لوړ پوړو چارواکو CNN خبري آژانس ته ویلي دي، چې اوسمهال د وژل شوي  تن پر جسد باندې DNA او بایومټریکي پلټنې روانې دي. د یاد ... The post امریکایي ځواکونو په سوریه کې د داعش ډلې مشر ابوبکر البغدادي وژلی appeared first on کندهار راډيو تلوېزيون.

د اردوغان او پوتین تر توافق وروسته؛ په سوریه کې د ترکي ځواکونو عملیات ودرول شول

د اردوغان او پوتین تر توافق وروسته؛ په سوریه کې د ترکي ځواکونو عملیات ودرول شول

١ لړم ١٣٩٨ کندهار ملي راډیو تلوېزیون کندهار ملي راډیو تلوېزیون

د روسیې او ترکیې ترمنځ تر یوې هوکړې وروسته په سوریه کې د ترکیې نظامي عملیات ودرول شول. د راپورونو له مخې د ترکیې ولسمشر له ویلادیمیر پوتین سره کتلي دي او تر شپږ ساعته مذاکراتو وروسته یې یوه هوکړه کړې ده چې پر بنسټ یې په سوریه کې د ترکي ځواکونو عملیات درېدلي دي. ... The post د اردوغان او پوتین تر توافق وروسته؛ په سوریه کې د ترکي ځواکونو عملیات ودرول شول appeared first on کندهار راډيو تلوېزيون.

روسیې د افغانستان پولې ته نږدې پراخ نظامي تمرینات پیل کړي

روسیې د افغانستان پولې ته نږدې پراخ نظامي تمرینات پیل کړي

٣٠ تله ١٣٩٨ کندهار ملي راډیو تلوېزیون کندهار ملي راډیو تلوېزیون

روسیې او ملګرو هېوادونو یې په تاجکستان کې د افغانستان پولې ته نږدې پراخ نظامي تمرینات پیل کړي دي. روسي رسنۍ وايي چې په دې نظامي تمریناتو کې شپږو هېوادونو برخه اخیستې ده او د افغانستان له پولې سره نږدې د تاجکستان په خاوره کې ترسره کېږي. روسیې دغه تمریناتو ته (د ۲۰۱۹ کال نه ... The post روسیې د افغانستان پولې ته نږدې پراخ نظامي تمرینات پیل کړي appeared first on کندهار راډيو تلوېزيون.

د پاکستان او هند ترمنځ تازه نښته کې شپږ پوځيان وژل شوي دي

د پاکستان او هند ترمنځ تازه نښته کې شپږ پوځيان وژل شوي دي

٢٩ تله ١٣٩٨ کندهار ملي راډیو تلوېزیون کندهار ملي راډیو تلوېزیون

پاکستان او هند دواړو پر یوه بل له اوربند د سرغړونې تورونه لګولي او پر کنټرول کرښه دواړو غاړو ته په بریدونو کې د دریو پوځيانو په ګډون شپږ تنه وژل شوي او يو شمېر نور ژوبل دي. دا په روان کال کې پر کنټرول کرښه تر ټولو خونړۍ نښته ده. پاکستان ادعا کوي، چې ... The post د پاکستان او هند ترمنځ تازه نښته کې شپږ پوځيان وژل شوي دي appeared first on کندهار راډيو تلوېزيون.

له اوربند سره سره د ترکیې او سوریې سرحد کې نښتې شوې

له اوربند سره سره د ترکیې او سوریې سرحد کې نښتې شوې

٢٨ تله ١٣٩٨ کندهار ملي راډیو تلوېزیون کندهار ملي راډیو تلوېزیون

له پنځه ورځني اوربند سره سره د ترکیې او سوریې په سرحد کې نښتې شوې دي. که څه هم د امریکا په منځګړیتوب شوی اوربند پر ځای دی خو د سوریې دیموکراتیکو ځواکونو ویلي، چې اوربند ناکام دی. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي امریکا له ترکیې سره ښه پرمخ ځي او سوریې سره د ... The post له اوربند سره سره د ترکیې او سوریې سرحد کې نښتې شوې appeared first on کندهار راډيو تلوېزيون.

نن پريکړه کيږي،چي پاکستان تور لیست ته شامل سي که نه؟

نن پريکړه کيږي،چي پاکستان تور لیست ته شامل سي که نه؟

٢٢ تله ١٣٩٨ کندهار ملي راډیو تلوېزیون کندهار ملي راډیو تلوېزیون

تاکل شوې ده نن دوشنبه د ( تلې ۲۲ ) له ترهګرۍ سره د مالي ملاتړ د مخنیوی نړیوال سازمان ایف ای ټي اف نن د پاکستان په هکله هم پریکړه وکړي، چې پاکستان به یا تور نوملړ (بلک لیسټ ) کیږي او یا به هم پر خپل ځای خړ نوملړ کې پاتې کیږي، خو ... The post نن پريکړه کيږي،چي پاکستان تور لیست ته شامل سي که نه؟ appeared first on کندهار راډيو تلوېزيون.