بازتاب نیوز

بلخ کې یوه صنعتي شرکت نوي موټر او رېکشاوې تولید کړي

٣٩ دقیقې پژواک خبري اژانس پژواک خبري اژانس

By جاويد احمد on 26 February 2020 مزارشريف (پژواک، ۷ کب ۹۸): بلخ ولايت کې يوه صنعتي شرکت نوي موټر او ريکشاوې توليد کړي خو مسوولين يې وايي چې د پلېټ په برخه کې ستونزې لري او حکومت بايد ورسره همکاري وکړي. د ياد شرکت مسوولين وايي چې څلور کاله وړاندې يې د نقليه وسايطو جوړولو په برخه کې پانګونه پيل کړې وه چې اوس د برېښنايي او تيلي... read more

په وروستیو څلورو ورځو کې په هېواد کې وسله وال بریدونه ۹۴ سلنه کم شوي

١ ساعتونه پژواک خبري اژانس پژواک خبري اژانس

By احمدشاه عرفانیار on 26 February 2020 کابل (پژواک، ۷ کب ۹۸): د تاوتریخوالي د کمښت اوونۍ له پیل وروسته په وروستیو څلورو شپو او ورځو کې د تېرې اوونۍ د همدې وخت په پرتله ۹۴ سلنه وسله وال بریدونه کم شوي دي. په قطر کې د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې له شاوخوا یو کال خبرو وروسته د تېرې شنبې ورځې د شپې له ۱۲ بجو وروسته د په ټول هېواد کې د... read more

د ننګرهار پوليسو شپږنيم ټنه نشه يي او چاودېدونکي توکي ترلاسه کړي

١ ساعتونه پژواک خبري اژانس پژواک خبري اژانس

By ببرک اميرزاده on 26 February 2020 جلال اباد (پژواک، ٧ کب ٩٨): د ننګرهار د امنیې قوماندانۍ پولیسو ۶۳۶۹ کیلو ګرامه چاودېدونکي او نشه یې توکي او ۱۶۹ میله بېلابېلې وسلې ترلاسه کړي دي . دغه راز له یادو توکو سره په تړاو یې ۲۹ کسان نیولي هم دي. نیول شوي کسان، وسلې او توکې د کب په ۷مه د امنیې په قوماندانۍ کې رسنيو وښودل شول چې پر... read more

ارګ : د لا ښه چمتووالي په موخه د لوړې مراسم د کب ١٩مې ته ځنډول شوي

١ ساعتونه پژواک خبري اژانس پژواک خبري اژانس

By جاويد هميم کاکړ on 26 February 2020 کابل (پژواک، ٧ کب ٩٨) :  د ولسمشرۍ ماڼۍ ومنله چې د ولسمشر اشرف غني د لوړې مراسم د کب تر ١٩ مې نېټې ځنډول شوي، څو دې مراسمو ته نور ښه چمتووالى ونيول شي. له ارګ څخه دکب په ٧مه،پژواک خبري اژانس ته په يوه استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني له تخنیکي برخو، د هېواد په کچه سیاسي... read more

"سیاستوال دې خپلمنځي اختلافات د سولې پروسې خنډ نه ګرځوي"

١ ساعتونه پژواک خبري اژانس پژواک خبري اژانس

By عبدالرقیب سایل , ناهید بشردوست on 26 February 2020 کابل (پژواک، ۷ کب ٩٨): د هوتخېلو قومي شورا وایي، د تاوتریخوالې کمېدو افغانان تلپاتې سولې ته هیله من کړي، له افغان سیاستوالو غواړي چې خپل منځي اختلافونه ودروي؛ ځکه چې دوام یې د سولې بهیر له خنډ سره مخ کولای شي. په قطر کې د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې له شاوخوا یو کال خبرو وروسته، د کب له... read more

سږ کال د ځمکو غصب په تړاو نږدې ۱۶۰۰ کسان عدلي او قضايي ارګانونو ته ورپېژندل شوي

١ ساعتونه پژواک خبري اژانس پژواک خبري اژانس

By بهشته ارغند on 26 February 2020 کابل (پژواک، ۷ کب ۹۸): د ‌ځمکې او ښار جوړونې وزارت وايي چې سږ کال نږدې ١٦ سوه کسان د ځکمو د غصب په تړاو عدلي او قضايي ارګانونو ته ور پېژندلي شوي دي. دغه څرګندونې د ځمکې او ښار جوړونې سرپرست وزير محمد جواد پيکار د حکومت له لوري ملت ته د حساب ورکولو په غونډه کې وکړې. پيکار وويل چې د امنيتي... read more

په ننګرهار کې د اوبو ٣٠ واړه بندونه جوړېږي

٤ ساعتونه پژواک خبري اژانس پژواک خبري اژانس

By ببرک اميرزاده on 26 February 2020 جلال اباد (پژواک، ٧ کب ٩٨): چارواکي وایي، د ننګرهار ولایت په بېلابېلو سیمو کې د ۳۰ چک ډیمونو یا د اوبو وړو بندونو د سروې او ډیزاین چارې بشپړي کړي او د قراردادونو د منظورۍ په موخه یې مرکز ته استولي دي . د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي پژواک اژانس ته وويل چې دغه څرګندونې د ننګرهار والي... read more

امریکا: په افغانستان کې د موازي بنسټونو له جوړولو دې ډډه وشي

امریکا: په افغانستان کې د موازي بنسټونو له جوړولو دې ډډه وشي

١٥ ساعتونه پژواک خبري اژانس پژواک خبري اژانس

By جاويد هميم کاکړ on 25 February 2020 کابل (پژواک، ۶ کب ۹۸) : دامریکا د بهرنیو چارو وزارت له افغان حکومت څخه مننه کړې چې د ولسمشر غني د لوړې مراسم یې ځنډولي دي. د بهرنیو چارو وزارت لخوا د افغان ولسمشریزو ټاکنو په اړه له هیلو بر خلاف په ځنډ سره نن د کب په ۶مه، د شپې ناوخته خبرپاڼه خپره شوه. په خبرپاڼه کې راغلي چې دوی هم د... read more

د هرات د عامې روغتیا مسوولینو د اسلام قلعه بندر پر بیا پرانیستلو اندېښنه وښوده

٢٠ ساعتونه پژواک خبري اژانس پژواک خبري اژانس

By ستورى کريمي on 25 February 2020 هرات ښار (پژواک، ۶ کب ۹۸): د هرات د عامې روغتیا اداري مسوولینو هېواد ته د بېرته راستنېدونکو پر مخ د اسلام قلعه د بندر په بیا پرانيستې اندېښنه ښودلې ده. د هرات د عامې روغتیا رییس عبدالحکیم تمنا چې نن یې د عامې روغتیا د معین او هرات والي سره په ناسته کې خبرې کولې، د اسلام قلعه د بندر بېرته... read more

د ابوظبۍ ولیعهد اشرف غني ته په ټاکنو کې د بریا مبارکي وویله

٢١ ساعتونه پژواک خبري اژانس پژواک خبري اژانس

By محمد آصف احمدزى on 25 February 2020 کابل (پژواک ٦ کب ٩٨): د ابوظبۍ ولیعهد شیخ محمد بن زاید آل نهیان، جمهور رئیس غني ته په ټاکنو کې د بیا ځلې بریا مبارکي وویله. له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ابوظبۍ ولیعهد او د متحده عربي اماراتو د وسله وال پوځ اعلی سرقومندان مرستیال والاحضرت شیخ محمد بن زاید آل... read more

ټرمپ: په سيمه کې به تلپاتې استخباراتي شتون ولرو

٢١ ساعتونه پژواک خبري اژانس پژواک خبري اژانس

By پژواک on 25 February 2020 کابل (پژواک ٦ کب ٩٨): د امريکا ولسمشر وايي، دا چې دا سيمه (افغانستان او ګاونډ) د ستونزو ځاله ده، نو امريکا به په دې سيمه کې همېشنى استخباراتي موجوديت ولري. نوموړي دغه خبرې، نن (سه شنبه) په نوي ډيلې کې په خبره ناسته کې وکړې. د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وويل، له افغان طالبانو سره د امریکا د... read more

د ملخانو سيلونو د خوست کروندګر اندېښمن کړي

٢٣ ساعتونه پژواک خبري اژانس پژواک خبري اژانس

By یوسف منگل on 25 February 2020 خوست ښار (پژواک، ۶ کب ۹۸): د خوست د يو شمېر سيمو کروندګر اندېښمن دي چې د ملخانو د سيلونو په ورتګ سره يې کروندو ته زيان ورسيږي. له تېرو دوو ورځو راهيسې د خوست باک، عليشېر، ګربز او د مرکز اړوند ځينو سيمو ته د ملخانو سيلونه ورغلي چې کروندګر يې سخت اندېښمن کړي دي. د هغوی په وينا، دغو ملخانو که څه... read more

والي: په لوګر کې سلګونه پروژې بشپړې شوې دي

٢٣ ساعتونه پژواک خبري اژانس پژواک خبري اژانس

By عبدالمقصود عزيزي on 25 February 2020 پل علم (پژواک، ٦ کب ٩٨): د لوګر والي وايي چې په روان کال کې په دغه ولايت کې د ١،٥ ميليارده افغانيو په لګښت سلګونه پروژې بشپړې شوي چې زرګونو کسانو ته يې په بېلابېلو برخو کې اسانتياوې برابرې کړې دي. دغه څرګندونې د لوګر والي انور خان اسحاق زي د کب په شپږمه په مرکز پل علم کې د يوې خبرې غونډې پرمهال... read more

منظور پښتين خوشې شو

٢٣ ساعتونه پژواک خبري اژانس پژواک خبري اژانس

By جاوید همیم کاکړ on 25 February 2020 کابل (پژواک، ٦ کب ٩٨) : د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين د خيبر پښتونخوا د ډېره اسماعيل خان له زندان څخه خوشې شو. هغه يوه مياشت مخکې د پېښور ښار له تاکال سيمې څخه د پاکستانيو پوليسو له خوا نيول شوى او شپږ  قضيې يې پرې جوړې کړې وې. د دغه غورځنګ مرکزي غړې مېرمن ثناء اعجاز د کب په ٦مه... read more

د پکتیکا په برمل کې د سلیمانخېلو او وزیرو پنځه کلنه شخړه هواره شوه

١ ورځ پژواک خبري اژانس پژواک خبري اژانس

By رحيم خان خوشحال on 25 February 2020 ښرنه (پژواک، ٦ کب ٩٨): د پکتيکا په برمل ولسوالۍ کې د سليمانخېلو او وزيرو قومونو ترمنځ پنځه کلنه شخړه پاى ته ورسېده او دواړو لورو يو د بل سوداګريزو موټرو ته د انګور اډې پر لويه لار د تګ راتګ اجازه ورکړه. د پکتيکا د مدني ټولنو د همغږۍ دفتر مشر خورشيد امان ګټوازي د کب په شپږمه پژواک خبري اژانس ته... read more

کندوز کې د جمعیت ګوند غړو له ولسمشر غني ملاتړ اعلان کړ

١ ورځ پژواک خبري اژانس پژواک خبري اژانس

By اجمل کاکر on 25 February 2020 کندوز ښار (پژواک، ٦ کب ٩٨): په کندوز ولايت کې د جمعيت ګوند سلګونو غړو د يوې غونډې په ترڅ کې له ولسمشر محمد اشرف غني او د ټاکنو له وروستيو پايلو ملاتړ اعلان کړ. دغه غونډه د کب په شپږمه د کندوز په مرکز کې د جمعيت اسلامي ګوند د رهبرۍ غړي امر مير علم خان کندوزي په نوښت جوړه شوې وه. په دې غونډه کې... read more

ګیلاني د حکومت د مشرانو ترمنځ د اختلاف د هواري غوښتونکی شو

١ ورځ پژواک خبري اژانس پژواک خبري اژانس

By بهشته ارغند on 25 February 2020 کابل (پژواک، ۶ کب ۹۸): د افغانستان د ملي محاذ ګوند مشر د ملي يووالي حکومت د مشرانو ترمنځ د سياسي اختلافاتو پر حل ټينګار کوي او وايي چې دغه روان کړکېچ د سولې پروسه له ننګونو سره مخ کوي. د افغانستان د ملي محاذ ګوند مشر حامد ګیلاني د کب په ٦مه کابل کې د يوې خبري غوندې پر مهال وويل، اوس یې وخت را... read more

د کونړ لپاره د داعش مرستيال والي او نظامي مسوول وژل شوي

١ ورځ پژواک خبري اژانس پژواک خبري اژانس

By خان ولى سالارزى on 25 February 2020 اسعد اباد (پژواک، ٦ کب ٩٨): ځايي چارواکي وايي چې د يوه هوايي بريد په ترڅ کې د کونړ ولايت لپاره د داعش مرستيال والي او نظامي مسوول وژل شوي دي. د کونړ د والي وياند  عبدالغني مصمم د کب په ٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه هوايي بريد نن سهار شاوخوا لس بجې د څوکۍ ولسوالۍ اړوند د دېوه ګل درې په... read more