Baztab News

د رأی ورکوونکو د نوملیکنې بهیر څخه د بامیان د علماؤ ملاتړ

د رأی ورکوونکو د نوملیکنې بهیر څخه د بامیان د علماؤ ملاتړ

٢٨ وری ١٣٩٧ د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون

روان کال د حمل په ۲۷مه نیټه، د بامیانو د ټاکنیزو چارو په ریاست کې، د بامیانو ښار د علماؤ او د جوماتونو د امامانو له لوري د خلکو د راټولو او همغږۍ غونډه ترسره شوه. په پیل کې، د بامیانو ولایت د ټاکنیزو چارو رئیس ټولو علماؤ او د غونډې ګډونوالو ته ښه راغلاست وویل او د کمیسیون د مشرتابه پیغام یی ور واورول.ښاغلي مصباح د نوملیکنې بهیر د پیل، ددې بهیر د اهمیت او پدې برخه کې د علماؤ د رول په اړه خبرې وکړې.

ټاکنو خپلواک کمیسیون او اړونده بنسټونو ترمنځ د همغږۍ ناسته ترسره شوه

ټاکنو خپلواک کمیسیون او اړونده بنسټونو ترمنځ د همغږۍ ناسته ترسره شوه

٢٧ وری ١٣٩٧ د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون

نن د روان کال د وري په ۲۰مه نیټه، د کمیسیون د غونډو په تالار کې، د کمیسیون د غړي داکتر رفیع الله بیدار، د دارالانشاء چارسمبالې آغلې شهلا "حق"، د پوهنې وزارت د تعلیمې نصاب پرمختګ مرستیال ښاغلي محقق جهاني، د حج او اوقافو وزارت استازي ښاغلي سراجي او د نفوسو د احوالو د ثبت ادارې چارواکو ترمنځ ګډه ناسته ترسره شوه.

د کونړ ولايت د رأی ورکونکو د نوملیکنې د لومړي پړاؤ د کارمندانو د دریمې روزنې پیل

د کونړ ولايت د رأی ورکونکو د نوملیکنې د لومړي پړاؤ د کارمندانو د دریمې روزنې پیل

٢٧ وری ١٣٩٧ د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون

نن ورځ دوشنبه د روان هـ ش کال د حمل د مياشتي په ٢٠مه نيټه د رأی ورکونکو د نوم ليکني د لومړي پړاؤ کارکوونکو د ښوونيزو پروګرامونو په لړۍ کې روزنه پيل شوه چې ټولټال ٤٥ تنو پکي ګډون کړى ؤه چې ٣٠ تنه يى نارينه او ١٥ تنه يې ښځينه دي. د يادولو وړ ده چي ښځینه او نارینه لپاره جلا جلا ودانۍ ترتیب شوې وې او د ٦ روزونکو لخوا ورته روزنه ورکړل شوه.

رسنیزه خبرتیا

٢٧ وری ١٣٩٧ د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون

د قدرمنو رسنیو د پام وړ!السلام علیکم ورحمة الله و برکاتهټاکل شوېده د ټاکنو خپلواک کمیسیون د نوملیکنې بهیر د پیلیدو او د رأی ورکوونکو د نوملړ چمتو کولو په پلمه مطبوعاتي کنفرانس ترسره کړي.له همدې امله ټولو رسنیو ته بلنه ورکؤو چې پدې غونډه کې مونږ سره ګډون وکړئ.

په مرکز او ولایتونو کې د نوملیکنې بهیر او د رأی ورکوونکو د نوملړ چمتو کول پیل شول

په مرکز او ولایتونو کې د نوملیکنې بهیر او د رأی ورکوونکو د نوملړ چمتو کول پیل شول

٢٧ وری ١٣٩٧ د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون

دغه خبره، نن د روان کال د وري په ۲۵مه نیټه، د کمیسیون د رسنیو په مرکز کې، د ټاکنو خپلواک کمیسیون رئیس ښاغلي عبدالبدیع صیاد له لوري د یوه مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې څرګنده شوه. ښاغلي صیاد زیاته کړه چې: د تلې په ۲۸مه د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو ترسره کولو ته قوي اراده لري. نوموړي وویل: کمیسیون د سمونو راوستو ته ژمن دی له همدې امله یی د هیواد په ۳۴ ولایتونو کې د نوملیکنې بهیر پیل کړیدی، د رأی ورکوونکو د نوملړ په چمتو کولو به هر رأی ورکوونکی له یوه ځانګړي مرکز سره ونښلول شي او هملته به رأی اچوي.

په تخار ولایت کې د علماؤ غونډه ترسره شوه

په تخار ولایت کې د علماؤ غونډه ترسره شوه

٢٧ وری ١٣٩٧ د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون

وړمه ورځ د تخار د ټاکنیزو چارو په ولایتي دفتر کې د ولایت د مقام په همغږۍ سره د ولایتي شورا د رئیس، حج او اوقافو ریاست، د امنیی قومندانۍ د امنیت آمر او همدارنګه د تخار د والي مرستیال په ګډون د ولایت د غونډو په تالار کې د رأی ورکوونکو د نوملیکنې د ملي بهیر لپاره د علماؤ لویه غونډه ترسره شوه. ددې غونډې په ترڅ کې، د رأی ورکوونکو د نوملیکنې بهیر د پیلیدو له امله د تخار د علماؤ د سراسري شورا رئیس او غړو یی خوښي څرګنده کړه او ددې بهیر څخه د هر اړخیز ملاتړ لپاره د لازم چمتووالي څخه خبر ورکړ.

د کونړ ولایت د رأی ورکوونکو د نوم ثبتونې د مرکزونو کتنه

د کونړ ولایت د رأی ورکوونکو د نوم ثبتونې د مرکزونو کتنه

٢٧ وری ١٣٩٧ د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون

پرون د ١٣٩٧ هـ ش کال د حمل د مياشتې پر ٢٥ نېټه د کونړ د ټاکنو دفتر رئيس، عملياتي مدير او امنيت مدير د کونړ د مرکز اسعداباد د رأی ورکوونکو د نوم ثبتونې ټول مرکزونه او په مرکزونو کې شته ستونزې يې حل کړې. د کونړولایت اسعداباد اړوند په بېلابېلو ساحو کې د رأی ورکوونکو د نوم ثبتونې لپاره عامه پوهاوي روان دي.

په باميانو کې د نوم ثبتونې د بهير پيل

٢٧ وری ١٣٩٧ د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون

د روان کال د حمل پر ۲۵مه نېټه د رأی روکوونکيو د نوم ثبتنوې بهير په باميانو کې د يوه خبرې کنفرانس په ترڅ کې چې محلي مقاماتو، عالمانو، د ولايتي شورا وکيلانو، متنفذانو، د مدني ټولنې د مؤسسو استازيو، ښځو، د سياسي ګوندونو استازيو او ځايي خلکو په کې شرکت کړی و، د ټاکنو د خپلواک کميسيون د ولايتي رئيس له لوري رسماً اعلان شو.  د باميانو مرکز کې د نوم ثبتونې ۳۲ مرکزونه فعاليت کوي چې د روان کال د ثور تر ۲۳مې نېټې پورې دوام لري.  

له امنیتي ارګانونو او اړونده ادارو سره ګډه ناسته ترسره شوه

له امنیتي ارګانونو او اړونده ادارو سره ګډه ناسته ترسره شوه

٢٧ وری ١٣٩٧ د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون

د ټاکنو خپلواک کمیسیون رئیس عبدالبدیع صیاد د ناستې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د ټاکنو امنیتي او تخنیکي راپورونه یی ترې واوریدل. د نوملیکنې عملیاتي بهیر او د رأی ورکوونکو د نوملړ چمتو کولو راپورونه ښئيي چې د حکومتي لوړ پوړو چارواکو او غیرحکومتي چارواکو په ګډون په زرګونو هیوادوالو د نوملیکنې مرکزونو ته لاړل او نوملیکنه یی وکړه. امنیتي چارواکو وضعیت د قناعت وړ وبلل او د ښځو چارو وزارت مرستیال د رأی اچونې په مرکزونو کې د ښځینه تالاشي کوونکو او پلټوونکو د ګمارنې، روزنې او کار پیلولو په اړه معلومات ورکړل.

Loading