بازتاب نیوز

د افغانستان په اړه د ژنیو کنفرانس غونډه جوړه شوه

د افغانستان په اړه د ژنیو کنفرانس غونډه جوړه شوه

١ ورځ سلام وطندار سلام وطندار

نن په کابل کې د افغانستان په اړه د ژنیو کنفرانس پر لور د څارنې او همغږۍ بورډ غونډه جوړه شوه. غونډې ته په افغانستان کې د ملګرو ملتونو لوی منشي ځانګړي استازي تادامیچي یاماموتو وویل چې د ژنیو کنفرانس ته باید په ۶ برخو کې چمتووالی ونيول شي

د ټاکنو کمېسیون غزني کې د ټاکنو نه کېدو په اړه اندېښنه څرګندوي

د ټاکنو کمېسیون غزني کې د ټاکنو نه کېدو په اړه اندېښنه څرګندوي

١ ورځ سلام وطندار سلام وطندار

د ټاکنو خپلواک کمېسیون کمېشنر سیدحفیظ‌الله هاشمي کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، سره له‌دې چې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې د میزان په ۲۸مه کېږي؛ خو د ټاکنو پر سر لا په غزني کې ستونزې نه‌دي حل شوي او په‌دې تړاو یو پایلې ته د رسېدلو په پار خبرې روانې دي.

یوازې ۲۳ سلنه واده‌شوې ښځې د اومیندوارۍ مخنیوي وسایل کاروي

یوازې ۲۳ سلنه واده‌شوې ښځې د اومیندوارۍ مخنیوي وسایل کاروي

٢٦ چنګاښ ١٣٩٧ سلام وطندار سلام وطندار

د عامې روغتیا وزارت معین احمدنعیم خان کابل کې د نفوسو نړۍوالې ورځې په مناسبت مراسمو کې وویل، نږدې ۹۰ سلنه واده‌شوې ښځې د اومیندوارۍ د مخنیوي لارو چارو په اړه پوهاوی لري؛ خو یوازې ۲۳ سلنه یې له دغو وسایلو نه ګټنه کوي.

«له ایرانه په زور ویستل شوي افغان‌کډوال وهل شوي هم دي»

«له ایرانه په زور ویستل شوي افغان‌کډوال وهل شوي هم دي»

٢٦ چنګاښ ١٣٩٧ سلام وطندار سلام وطندار

د کډوالو او بېرته راستنېدونکیو چارو وزارت مطبوعاتي سلاکار حفیظ‌الله میاخېل سلام‌وطندار ته وویل، د تېرو دوو اوونیو په پرتله له ایرانه افغانستان ته په‌خپله خوښه او اجباري ډول د کډوالو راستنېدنکیو افغانانو کچه لوړه شوې‌ده.