بازتاب نیوز

کندوز: نامعلومو وسله والو لسګونه مسافر برمته کړي

کندوز: نامعلومو وسله والو لسګونه مسافر برمته کړي

١١ ساعتونه بی بی سی بی بی سی

د افغانستان د شمال ختیځ کندوز ولایت چارواکي وايي، وسله والو کسانو د کندوز - تخار پر لویه لاره لسګونه مساپر له ځان سره بېولي دي. دغه کسان د طالبانو تر ولکې لاندې سیمه کې تښتول شوي، خو تر اوسه لا طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

شاه امان الله خان او د افغانستان خپلواکي

شاه امان الله خان او د افغانستان خپلواکي

١ ورځ بی بی سی بی بی سی

د ۱۲۹۸ کال د زمري ۲۸مه، د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته اخیستو د اعلان ورځ ده. له نن څخه پوره ۹۹ کاله وړاندې پر همدې ورځ د خپلواکۍ د بېرته اخیستو اعلان نه یوازې افغانانو ته ډېر ارزښت درلود بلکې د اسیا ځینو هېوادونو ته هم الهام بخښونکې و.

"طالبانو د فاریاب بلچراغ ولسوالي نیولې"

"طالبانو د فاریاب بلچراغ ولسوالي نیولې"

١ ورځ بی بی سی بی بی سی

یوې امنیتي سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، بي بي سي ته وویل، تېره شپه شاوخوا اوه بجې وسله والو طالبانو د فاریاب د بلچراغ ولسوالي تر خپل کنټرول لاندې راوستلې ده. د سرچینې په خبره یو شمېر افغان امنیتي کسان وسله والو طالبانو ته تسلیم شوي دي.

سولې شورا: حکومت او طالبان دې د اختر ورځو کې اوربند وکړي

سولې شورا: حکومت او طالبان دې د اختر ورځو کې اوربند وکړي

١ ورځ بی بی سی بی بی سی

د افغانستان د سولې عالي شورا او د افغانستان د علماوو شورا له حکومت او طالبانو غوښتي چې د اختر په ورځو کې اوربند وکړي. سرچینې وايي، طالبان له اوربند سره موافق دي او افغان حکومت هم وايي، په دې اړه يې سلا مشورې کړې دي.

د پاکستان پوځ د غزني له جګړې د ټپیانو ور وړل رد کړل

٢٧ زمری ١٣٩٧ بی بی سی بی بی سی

د پاکستان پوځ د افغان ولسمشر هغه څرګندونې ناسمې وبللې چې په پاکستان کې يې د غزني د جګړې د ټپيانو د درملنې په تړاو کړې وې. د پاکستان د پوځ اعلاميه د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د پرون ورځې (د زمري د ۲۶مې) د خبرو غبرګون کې خپره شوې.

غني: د غزني جګړه د سولې خبرو کې د ډېر امتیاز غوښتو لپاره وه

٢٦ زمری ١٣٩٧ بی بی سی بی بی سی

افغان ولسمشر محمد اشرف غني پر غزني د وسلوالو طالبانو برید د سولې خبرو کې د ډېر امتیاز ترلاسولو لپاره بولي. ولسمشر غني د جمعې په ورځ غزني ته تللی. نوموړي خپلو خبرو کې د پاکستان د پوځ پر لوی درستیز غږ وکړ چې ولې طالبان د دغه هېواد روغتونونو کې درملېږي.

افغانستان کې د معلوماتو ډيجیټلي بهیر

٢٥ زمری ١٣٩٧ بی بی سی بی بی سی

په افغانستان کې د وګړو ډیجیټلي مالوماتو ثبتولو یا بایومټریک بهیر ورځ تر بلې چټکېږي. تېرو لسو کالونو کې د شاوخوا پنځه میلیونه کسانو معلومات په دې هېواد کې بایومټریک شوي

کابل کې "د ملي امنیت پر روزنیز مرکز" برید

٢٥ زمری ١٣٩٧ بی بی سی بی بی سی

د کابل ښار شمال لوېډیځ ته پنځمه امنیتي حوزه کې ډزې اورېدل کېږي. د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند حشمت ستانکزي بي بي سي ته وویل، چې وسلوال یوې نیم کاره ودانۍ ته ننوتلي او د ملي امنیت پر یوه روزنیز مرکز ډزې کوي.

کابل: دشت برچي کې "ښوونیز مرکز ته څېرمه" ځانمرګی برید شوی

کابل: دشت برچي کې "ښوونیز مرکز ته څېرمه" ځانمرګی برید شوی

٢٤ زمری ١٣٩٧ بی بی سی بی بی سی

د کابل امنیتي چارواکي وايي، د ښار د ۱۸مې امنیتي حوزې اړوند د دشت برچي په سیمه کې " یوه ښوونیز مرکز ته څېرمه" ځانمرګی برید شوی دی. تر اوسه پورې د برید له امله د پېښې شوې مرګژوبلې په اړه کره معلومات نه شته.

کابل کې نارسمي ټیکسیانې

٢٤ زمری ١٣٩٧ بی بی سی بی بی سی

کابل ښار کې د مېشتو وګړو په ډېرېدو سره د رسمي ټیکسي سربېره د نا رسمي ټیکسیانو شمېر هم په ډېرېدو دی. عصمت بهیر د کابل ښار د ټکسیانو ګڼې ته په دې رپوټ کې کتنه کړې.