بازتاب نیوز

ایا د امریکا او طالبانو خبرې د سولې هر اړخیزې هوکړې مقدماتي پړاو دی؟

ایا د امریکا او طالبانو خبرې د سولې هر اړخیزې هوکړې مقدماتي پړاو دی؟

٢٦ سلواغه ١٣٩٨ بی بی سی بی بی سی

په میونخ کې له کلني امنیتي کنفرانسه ټولې څرګندې شوې اشارې ښيي چې ښايي امریکا او طالبان به په څو راتلونکو ورځو کې یوه هوکړه اعلان کړي چې ورسره به د افغانانو تر منځ مذاکراتو ته لاره هواره شي، خو اصلاً، پر کومو مسایلو خبرې شوې دي؟ ایا دا روغه جوړه افغانستان شموله ده؟

"د امریکا او طالبانو ترمنځ هوکړه به ژر عملي شي"

"د امریکا او طالبانو ترمنځ هوکړه به ژر عملي شي"

٢٦ سلواغه ١٣٩٨ بی بی سی بی بی سی

د امريکا يوه جگپوړي چارواکي ويلي دي چې په افغانستان کې د اووه ورځني اوربند په اړه د امريکا د متحده ايالاتونو او طالبانو ترمنځ شوې هوکړې عملي کېدل به ډېر ژر پيل شي او کېدى شي چې د امريکايي پوځيانو وتلو ته لار هواره کړي .

ننګرهار په سره ردو کې هوايي برید مرګژوبله اړولې

ننګرهار په سره ردو کې هوايي برید مرګژوبله اړولې

٢٥ سلواغه ١٣٩٨ بی بی سی بی بی سی

د افغانستان له ختیځ ننګرهار ولایته رسېدلي رپوټونو کې ویل شوي، د جلال اباد ښار په لویدیځ سرخ رود ولسوالۍ کې په یوه هوايي برید کې یو موټر په نښه شوی او مرګژوبله پکې رامنځته شوې ده. د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوږیاڼي بي بي سي ته وویل، په دې برید کې نهو کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.

جنرال دوستم افغانستان کې د 'موازي حکومت' جوړولو ګواښ کړی

جنرال دوستم افغانستان کې د 'موازي حکومت' جوړولو ګواښ کړی

٢٤ سلواغه ١٣٩٨ بی بی سی بی بی سی

د افغان ولسمشر لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم خبرداری ورکړی چې دده په ټکو، که "جعلي حکومت" راشي، دوی به هم "موازي حکومت" اعلان کړي. ښاغلي دوستم له پیله د ملي یووالي حکومت له جوړېدو سره له ولسمشر سره اختلاف کې و.‌

''د سولې هوکړې لاسلیکېدو ځای او وخت ژر اعلانېږي''

''د سولې هوکړې لاسلیکېدو ځای او وخت ژر اعلانېږي''

٢٤ سلواغه ١٣٩٨ بی بی سی بی بی سی

ټاکل شوي، په قطر کې د طالبانو او امریکايي مرکچي پلاوي استازي ډېر ژر د سولې هوکړه لیک جزیات خپاره کړي. په دې خبرو کې ښکېلې یوې سرچینې بي بي سي ته وویل، د دواړو لوریو په دې ګډ بیان کې به د سولې هوکړه لیک د وخت او ځای معلومات هم وي.

افغانستان کې واورې ښویېدو او سړې هوا ۷۲ کسان وژلي

افغانستان کې واورې ښویېدو او سړې هوا ۷۲ کسان وژلي

٢٤ سلواغه ١٣٩٨ بی بی سی بی بی سی

طبیعي پېښو ته د رسېدو افغان وزارت وايي، په دایکندي ولایت کې تېر څلورویشته ساعته د واورې ښویېدو له کبله د ۱۶ کسانو له وژل کېدو سره، په تېره یوه میاشت کې افغانستان کې د ورښتونو او سړې هوا له کبله د وژل شویو شمېر ۷۲ کسانو ته رسېدلی.

ناټو: افغانستان د بین الافغاني خبرو پیلېدو کې همکاري کوو

ناټو: افغانستان د بین الافغاني خبرو پیلېدو کې همکاري کوو

٢٤ سلواغه ١٣٩٨ بی بی سی بی بی سی

په برسلز کې د ناټو غړو هېوادونو د دفاع وزیرانو غونډې په درشل کې، د ناټو عمومي سرمنشي یان ستولټنبرګ ویلي، د افغانستان د ټاکنو پایلې او له امریکا سره د طالبانو د سولې مسلې له یوې او بلې سره 'ټکر کې نه' دي او ناټو د دغو خبرو ملاتړ کوي. نوموړي وویل، "موږ د بین الافغاني خبرو پیلېدو په اړه له امریکا سره له نژدې سلامشورې کوو."

د افغانستان پوهنې وزارت ۵۰ زره مسلکي ښوونکو ته اړتیا لري

د افغانستان پوهنې وزارت ۵۰ زره مسلکي ښوونکو ته اړتیا لري

٢٣ سلواغه ١٣٩٨ بی بی سی بی بی سی

د افغانستان د پوهنې وزارت وايي، لاهم شاوخوا پنځوس زره مسلکي ښوونکو ته اړتیا ده. په مرکزي ولایتونو کې دا نیمګړتیا تر څلوېښت سلنې رسېدلې. په غزني ولایت کې نژدې ۳ زره ښوونکي نا مسلکي دي، چې د یو شمېر نورو يې زدکړې لا تر دوولسم ټولګي هم ټیټې دي.

بشري حقونو کمېسيون: د افغان ځواکونو په ليکو کې د ښځينه کارکوونکو ځورونه ټکان ورکوونکې ده

بشري حقونو کمېسيون: د افغان ځواکونو په ليکو کې د ښځينه کارکوونکو ځورونه ټکان ورکوونکې ده

٢٣ سلواغه ١٣٩٨ بی بی سی بی بی سی

د افغانستان د بشرحقونو خپلواک کمېسیون په راپور کې راغلي، زیات شمېر مېرمنو ویلي، چې د دندې پر مهال د خپلو نارینه همکارانو او کله هم قومندانانو له لوري ځورول شوې دي. د افغانستان د بشر حقونو د خپلواک کمېسون د راپور له مخې، د افغانستان د امنيتي او دفاعي ځواکونو په ډله کې ۴ سلنه یې ښځي دي.

په ایټالیا کې افغان سفیره او مستشار له دندو ګوښه کړل شوي

په ایټالیا کې افغان سفیره او مستشار له دندو ګوښه کړل شوي

٢٣ سلواغه ١٣٩٨ بی بی سی بی بی سی

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت تایید کړه چې په ایټالیا کې افغان سفیره هلینا ملکیار او د سفارت مستشار زبیر جوینده له دندو ګوښه کړل شوي دي. مېرمن ملکیار درې میاشتې وړاندې په ایټالیا کې د افغانستان د سفیرې په توګه ګومارل شوې وه.

امریکايي رسنۍ؛ امریکا څو ورځو کې له طالبانو سره جوړجاړی اعلانوي

امریکايي رسنۍ؛ امریکا څو ورځو کې له طالبانو سره جوړجاړی اعلانوي

٢٣ سلواغه ١٣٩٨ بی بی سی بی بی سی

امریکايي رسنۍ وايي، د دغه هېواد حکومت هڅه کوي، راروانې څو ورځې افغانستان کې د سولې لپاره له وسله والو طالبانو سره یو جوړجاړی اعلان کړي. په ورته وخت کې د افغانستان لپاره د جرمني ځانګړي استازي ویلي چې هېڅ یوه ښکېله غاړه باید د سولې خبرې په خطر کې وانه چوي چې بین الافغاني خبرو اترو ته لار اواره شي.

غني: پومپیو له طالبانو سره د سولې خبرو کې 'د پام وړ' پرمختګ خبر راکړ

غني: پومپیو له طالبانو سره د سولې خبرو کې 'د پام وړ' پرمختګ خبر راکړ

٢٢ سلواغه ١٣٩٨ بی بی سی بی بی سی

افغان ولسمشر په دې تړاو د ټویټر یوه لړۍ پیغامونو کې ویلي'' خوښ یم چې ښاغلي پومپیو نن ټيلیفون راته وکړ او له طالبانو سره د سولې په روانو خبرو کې یې د پام وړ پرمختګ خبر راکړ. وزیر پومپیو راته په تاو تریخوالي کې د پام وړ او تلپاتي کموالي راوستلو په تړاو د طالبانو د وړاندیز په هکله معلومات راکړل.

سندرغاړی شهسوار د دیني تبلیغ ترڅنګ بیا سندرې وایي

سندرغاړی شهسوار د دیني تبلیغ ترڅنګ بیا سندرې وایي

٢٢ سلواغه ١٣٩٨ بی بی سی بی بی سی

د پښتو وتلي ځوان سندرغاړي شهسوار چې د دیني تبلیغ له امله یې له سندرو لاس اخېستی و، ویلي چې یو ځل بیا د سندرو ویل پيلوي. پر خواله رسنیو خپور شوي ویډیویي پيغام کې شهسوار پر خلکو نیوکه کوي چې هېڅوک یې پوښتنې ته نه دي ورغلي چې دی خپل ورځنی ژوند څنګه تیروي؟

د نجونو کور په کور کمپاین؛ "بچیان مو ښوونځيو ته شامل کړئ"

د نجونو کور په کور کمپاین؛ "بچیان مو ښوونځيو ته شامل کړئ"

٢٢ سلواغه ١٣٩٨ بی بی سی بی بی سی

د افغانستان سوېل ختیځ خوست ولایت کې د ښوونځیو له پیل وړاندې یوه ډله نجونې کور په کور ګرځي او په ښوونځیو کې خلک د خپلو بچیانو شاملولو ته هڅوي. دا نجونې وايي، هڅه یې دا ده چې هره جمعه ورځ به کور په کور او کلي په کلي د زدکړو کمپاین کوي.

د عکسونو البوم: کابل کې ځانمرګی برید

د عکسونو البوم: کابل کې ځانمرګی برید

٢٢ سلواغه ١٣٩٨ بی بی سی بی بی سی

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي نن سه شنبه سهار په ۷ بجو یوه ځانمرګي بریدګر د کابل پنځمې حوزې اړوند قمبر څلور لارې ته نږدې برید کړی چې په پایله کې دوه ملکیان او څلور پوځیان وژل شوي او د پنځو ملکیانو په ګډون ۱۲ تنه ټپیان دي.