بازتاب نیوز

په پېژپاڼه کې د مور نوم لیکل ومنل شول

٢٨ وږی ١٣٩٩ آریانا نیوز آریانا نیوز

ولسمشر محمد اشرف غني د نفوسو د ثبت په قانون کې د تعدیل فرمان لاسلیک او توشیح کړ، چې نور به په پېژند پاڼه ( تذکره) کې د مور نوم د نورو فردي ځانګړتیاوو سره لیکل کیږي. د ولسمشرۍ ویاند صدیق صدیقي د پنجشنبې پر ورځ په یوه تویت کې په ډاګه کړه، چې د […]

پاکستان له افغانستان سره ۱۲ سرحدي بازارونه جوړوي

٢٨ وږی ١٣٩٩ آریانا نیوز آریانا نیوز

پاکستان له افغانستان او ایران سره د خپلو پولو په اوږدو کې ۱۸ بازارونه جوړوي. د پاکستان حکومت ویلي، چې د بازارونو له جوړولو موخه د درې واړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ وده او د قاچاقي توکو مخنیوی دی. دا پرېکړه تېره ورځ د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان په مشرۍ په یوه ناسته […]

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانانو له خپلمنځي خبرو هرکلی څرګند کړ

٢٨ وږی ١٣٩٩ آریانا نیوز آریانا نیوز

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانانو د خپلمنځي خبرو له پیل کیدو هرکلی کړی دی، امنیت شورا په یوه اعلامیه کې د افغانستان حاکمیت، خپلواکي، ځمکنی بشپړتیا او ملي یووالي ته خپله پوره  ژمنتیا بیا ډاډمنه کړه. په خبرپاڼه کې راغلي: تلپاتې سوله یوازې د افغانانو په مشرۍ د یو هراړخیز بهیر له لارې […]

له افغانستان څخه د امریکایي سرتېرو ایستل د ترمپ احمقانه سیاست دی- مک ماستر

٢٨ وږی ١٣٩٩ آریانا نیوز آریانا نیوز

د امریکا د ملي امنیت پخواني سلاکار ایچ آر مک ماستر څرګنده کړې، چې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو ایستل د ولسمشردونالد ترمپ احمقانه سیاست دی. له سي بي ایس نیوز سره په مرکه کې دغه متقاعد امریکایي جنرال ویلي، چې د ترمپ دغه نوې سیاسي تګلاره د افغان حکومت پر ضد له طالبانو […]

په کابل کې د امریکا سفارت پر میرمنو له احتمالي افراطي بریدونو خبرداری ورکوي

٢٨ وږی ١٣٩٩ آریانا نیوز آریانا نیوز

په کابل کې د امریکا سفارت خبرداری ورکړی، چې افراطي ډلې پر بېلابېلو موخو په ځانګړي توګه پر میرمنو د وسلوالو بریدونو د ترسره کولو په لټه کې دي. د امریکا سفارت تېره ورځ په یوه اعلامیه کې د افراطي ډلو له احتمالي بریده خبر ورکړ. سفارت ندي ویلي، چې کومې ډلې پر میرمنو د […]

اتمر او د تاجکستان ولسمشر د افغانستان پر سوله او اقتصادي همکاریو وغږېدل

٢٨ وږی ١٣٩٩ آریانا نیوز آریانا نیوز

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي حنیف اتمر د پنجشنبې پر ورځ له غرمې وروسته دغه هېواد ته د خپل سفر پر مهال د تاجکستان له ولسمشر امام علي رحمان سره وکتل او د افغانستان د سولې پر خبرو او اقتصادي همکاریو بحث او خبرې کړې دي. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د جمعې […]

Afghanistan, Tajikistan discuss Afghan peace, bilateral trade and economic ties

٢٨ وږی ١٣٩٩ آریانا نیوز آریانا نیوز

Acting Foreign Minister Hanif Atmar met with Tajikistan’s President Emomali Rahmon on Thursday afternoon and discussed the Afghan peace talks, and strengthening trade and economic cooperations. In a statement released on Friday, the Afghan Ministry of Foreign Affairs (MoFA) stated that Emomali Rahmon has welcomed the start of the long-waited intra-Afghan talks and assured Atmar of Tajik’s government support […]

هند په یوه ورخ کې د کرونا ویروس ۹۷۸۹۴ مثبتې پېښې ثبت کړي

٢٨ وږی ١٣٩٩ آریانا نیوز آریانا نیوز

د هند روغتیا وزارت په تېرو ۲۴ ساعتونو کې پر کرونا ویروس د اخته کسانو ۹۷۸۹۴  نوې مثبتې پېښې ثبت کړې دي. دا د دې هېواد په ورځنۍ احصائیه کې ترټولو لوړ شمېر دی. د احصائیو له مخې؛ په هندوستان کې په تېرو دوه اوونیو کې هره ورځ له کووید – ۱۹ ویروس څخه له […]

امریکا افغان اردو ته څلور ای- ۲۹ ډوله جنګي الوتکې وسپارلې

٢٧ وږی ١٣٩٩ آریانا نیوز آریانا نیوز

امریکا د افغانستان ملي اردو ته څلور ای – ۲۹ سوپرتوکانو جنګي الوتکې د افغانستان دفاع وزارت ته وسپارلې. د ملي دفاع وزارت چارسمبالي اسدالله خالد د دغو الوتکو د سپارلو أر مهال څرګنده کړې چې افغان ملي، امنیتي او دفاعي ځواکونه د وسلوالو مخالفانو سره د مخامخ کیدو وړتیا لري. نوموړي زیاته کړې، چې […]

دوه هسک کاڼي ځمکې ته نږدې خوندي تېر شول

٢٧ وږی ١٣٩٩ آریانا نیوز آریانا نیوز

ځمکې ته د نږدې شیانو څېړنیز مرکز ویلي؛ دوه هسک کاڼي، یو د بس او بل د موتر په کچه ځمکې ته نږدې خوندي تېر شوي دي. دغه بنسټ، چې د ناسا تر څارنې لاندې هڅې کوي وایي، چې دغه دوه هسک کاڼي د دوشنبې پر ورځ  یو له بله د دوه ګړیو په واټن […]

د خبرو اترو میز ته د رسیدو لپاره باید د پرېکړو زغم رامنځته شي

٢٧ وږی ١٣٩٩ آریانا نیوز آریانا نیوز

په افغانستان کې د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، چې روان پړاو ته د رسیدو لپاره افغان حکومت او امریکا خورا ستونزمنې، ان مایوسه کوونکي او له زغمه ډکې پرېکړې کړي دي. له الجزیرې سره په یوه مرکه کې زلمي خلیلزاد څرګنده کړې، چې امریکا او افغان حکومت دواړه له زغمه […]

وسلوالو طالبانو په ننګرهار کې ۲۰ امنیتي ځواکونه وژلي

٢٧ وږی ١٣٩٩ آریانا نیوز آریانا نیوز

د ننګرهار ولایت په  سویل کې وسلوالو طالبانو پر څو امنیتي پوستو بریدونه کړي او لږ تر لږه شل افغان ځواکونه یې وژلي دي. د ننګرهار والي ویاند عطاء الله خوږیاڼي آریانا نیوز ته ویلي، چې تیره شپه یو شمېر طالب جنګیالیو د دې ولایت د خوږیاڼو، حصارک او شېرزاد ولسوالیو په اړوند سیمو کې […]