Baztab News

چین له افغانستان سره په پوله د افغانستان ځواکونو یوه لوا تجهیز او اکمالوي

٤ ساعتونه کابل نیوز کابل نیوز

شنبه, 01 غويی د ملي امنیت شورا وایې چې چینایې چارواکو له حنیف اتمر په لیدنه کې منلي چې دغه هیواد به د ممکنه ګواښونو د مخنیوي لپاره د افغان ځواکونو هغه لوا تجهیز او اکمالوي چې ټاکل شوې په غرنیو سیمو کې ځای پر ځای شي. پوځي شنونکي او د ملي شورا غړي وایې د ترهګرۍ پر وړاندې روانه مبارزه کې باید ټول هیوادونه له افغان ځواکونو سره مرسته وکړي او دارنګه د ترهګرۍ په اصلي مراکز او تمویلونکو فشار راوړي. د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر چین ته د خپل سفر پر مهال د دغه هیواد له بهرنیو چارو وزیر او لوی درستیز سره پر پوځي، امنیتي او د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي. د ملي امنیت شورا وایې چې افغان لوري یو ځل بیا  له چین څخه غوښتي، چې د غرنیو ځواکونو د لیوا د تجهیز په برخه کې، له افغانستان سره مرسته وکړي او د چین لوی درستیز هم ددې لیوا د تجهیز او اکمالولو ژمنه کړې ده. د ملي امینت شورا وایې  د چین لوی درستیز د دواړو هیوادونو ترمنځ د ګډو امنیتي او پوځي همکاريو په ځانګړي توګه د افغان ځواکونو د تجهیزولو په برخه کې چمتوالی ښودلی دی. پوځي شنونکي او د ملي شورا غړي وایې د ترهګرۍ پر وړاندې روانه مبارزه کې باید ټول هیوادونه له افغان ځواکونو سره مرسته وکړي او دارنګه د ترهګرۍ په اصلي مراکز او تمویلونکو فشار راوړي. د ملي امنیت سکلاکار دارنګه  د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي سره هم لیدنه کړې ده او د افغانستان، چین او پاکستان تر منځ د درې اړخیزو ناستو پر دوام یې خبرې کړې دي او د ملي امینت شورا د معلوماتو له مخې دواړو خواو په نږدې راتلونکې کې د دریو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې په جوړولو سلا کړې ده.

د سي آی اې په زندانونو کې د وژل شوي افغان کورنۍ له امریکا د خپل مړي جسد غواړي

٤ ساعتونه کابل نیوز کابل نیوز

شنبه, 01 غويی د ګارډین ورځپاڼې د راپور له مخې ګل رحمان د ۲۰۰۲ ز کال په اکتوبر میاشت کې د پېښور د کډوالو له یوه کمپ څخه نادرکه شوی و او بیا کابل کې د سي آی اې یوه زندان ته وړل شوی و چې د همدې کال د نومبر په ۲۰ مه یې په خپله خونه کې د شکنجې له امله ساه ورکړې وه. د ورځپاڼې د معلوماتو له مخکې د ګل رحمان وراره  عبیدالله له سي آی اې څخه د خپل کاکا د جسد یا لږ تر لږه د خښېدو د ځای د ور ښودو غوښتنه کوي. د جینوا د کنوانسیون او نورو نړیوالو تړونونو له مخې، هغه بندیان چې د جګړې په جریان کې په بند کې مړه شي، په نښه شویو قبرونو کې دې خښ کړل شي، ثبت دې شي او له جګړې وروسته دې کورنیو ته خبر ورکړل شي.  

احمد ایشجي د افغانستان د خلکو نوي‌ جنبش ګوند د رییس په توګه وټاکل شو

٤ ساعتونه کابل نیوز کابل نیوز

شنبه, 01 غويی دې ګوند خپله کنګره اعلان کړه چې  د حکومت یو شمیر پخواني چارواکي ، د ملي شورا غړي ، د پوهنتون استادان او قومي مشران یې غړیتوب لري. ظاهراً دغه ګوند د ملي جنبش ګوند ، انشعابي برخه بلل کیږي او د احمد ایشجي په ګډون ډيری غړی یې د جنرال دوستم په مشرۍ د ملي جنبش ګوند پخواني غړي دي. د افغانستان د خلکو نوي جنبش ګوند د شنبې په ورځ خپله لومړی کنګره دایره کړه چې په ترڅ کې یې د ګوند رهبري او نور غړي وټاکل. ګوند په خپل مینځي ټاکنو کې د جنرال دوستم په مشرۍ د ملي جنبش ګوند پخوانی غړی ، احمد ایشجي د افغانستان د خلکو د نوي جنبش ګوند رهبر وټاکل شو. ددې ګوند غړي وایې چې د هیواد روان وضعیت ته په کتو یې یو کال مخکې وپتیله چې ګوند رامینځته کړي او پدې یو کال موده کې یې د ګوند ټول تشکیلات بشپړ کړي دي. د ګوند غړي د روان وضعیت په اړه اندیښنه ښيي او وایې چې حکومت په بیلابیلو برخو کې له خلکو سره کړې ژمنې ندي عملي کړي. دوي د ملي یوالي حکومت مسئولان د واک په انحصار تورنوي. بل خوا پدې ناسته کې یو شمیر شنونکي وایې چې افغانستان عملا د نیابتي جګړو په ډګر بدل شوی او باید افغانان یې مخینوی وکړي. دوي وایې چې د جګړې د کورنیو او بهرنیو عواملو له مینځه وړل ډير اړین دي. د یادولو ده چې د افغانستان د خلکو د نوي ملي جنبش ګوند کې چې ظاهراُ د جنرال دوستم په مشرۍ د ملي جنبش ګوند ، انشعابي برخه بلل کیږي د حکومت یو شمیر پخواني چارواکي ، د ملي شورا غړي ، د پوهنتون استادان او قومي مشران راټول شوي دي.

عطامحمد نور وایي، ټاکنو خپلواک کمېسیون خلکو ته د نوم ثبتونې په اړه پوهاوی نه دی ورکړی

٤ ساعتونه کابل نیوز کابل نیوز

شنبه, 01 غويی د بلخ پخوانی والي وایي، چې که کمېسیون خپلواک وای د شپږو ورځو په تېرېدو سره به خلکو د ټاکنو لپاره د نوم لیکنې مراکزو ته مراجع کړې وای. بل پلو په ولسي جرګه کې د بلخ د خلکو استازي له خلکو غواړي، څو په ټاکنو کې په ګډون سره د خپلې رایې له حق څخه استفاده وکړي. د بلخ پخوانی والي عطامحمد نور د شنبې په ورځ د بلخ له یوشمېر نورو چارواکو او وکیلانو سره یوځای د انتخاباتو لپاره د نوم ثبتونې په اړه جوړې شوې غونډه کې ګډون وکړ. عطا محمد نور په دې غونډه کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون پر کړنو نیوکه کوي او وایي، چې یوه اونۍ د ټاکنو لپاره د نوم لیکنې له بهیر څخه تیریږي، خو تر اوسه خلک د نوم لیکنې په اړه پوهاوی نه لري. نور وایي، چې تر اوسه په بلخ ولایت کې ۳ نیم زره کسانو په ټاکنو کې د ګډون لپاره خپل نومونه ثبت کړي دي. د بلخ پخوانی والي همداراز له خلکو غواړي څو په ټاکنو ګډون وکړي او د رای ورکولو له خپل قانوني حق څخه استفاده وکړي. بل لور ته په ولسي جرګه کې د بلخ د خلکو استازي له ټولو خلکو غواړي، څو په ټاکنو کې په ګډون سره د خپل سرنوشت په اړه خپله تصمیم ونیسي. د ټاکنو لپاره د نوم ثبتونې بهیر له پيلیدو یوه اونۍ اوړي، خو د بلخ په شمول د افغانستان په مختلفو ولایتونو کې د نوم ثبتونې مرکزونو ته د خلکو د اشتراک بڼه کمه ده. د بلخ سیمه ییز چارواکي وایي، چې په تېره یوه اونۍ کې ۶ زره کسانو تذکرې اخستي او ۳ نیم زره کسانو ټاکنو کې د ګډون لپاره نوم لیکنه کړې.

د پښتون ژغورنې غورځنګ وايي د دوي له بیا بیا غوښتنو سره سره د پنجاب حکومت په لاهور کې د غونډې اجازه نده ورکړې

٤ ساعتونه کابل نیوز کابل نیوز

شنبه, 01 غويی د یاد غورځنګ غړي وایې چې دوي د لاهور له پولیسو په وار وار غوښتنه کړې چې د اپرېل پر ۲۲مه د اعلان شوې جلسې اجازه ورکړي خو هغوی انکار کوي. د لاهور پولیسو هم اړوندو ادارو ته سپارښتنې کړې چې دې غونډې ته اجازه ورنکړي. خو د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین ویلي د قانون له مخې دوی حق لري چې سوله ییزې غونډې وکړي او د پولیسو له مخالفت سره سره به دغه کار کوي.

د یوې اونۍ په تیریدو سره لاهم د ټاکنو لپاره د رایه ورکونکو د نوم لیکنې بهیر پڅ روان دي

٤ ساعتونه کابل نیوز کابل نیوز

شنبه, 01 غويی په پلازمینه کابل او ولایتونو کې ډير کم خلک د نوم لیکنې مرکزونو ته ځي او د حکومت یوشمیر سیاسي مخالفین وايي، چې په حکومت کې ځیني کړۍ شته چې غواړي راتلونکې ټاکنې محدودي او له درغلیو ډکې ترسره شي. خو د ولسي جرګې غړي وايي، چې د هیواد اوسنیو شرایطو ته په کتو سره ناشونې ده چې راتلونکې ټاکنې ترسره شي او له بحراني وضعیت نه د وتلو یوازېنۍ لاره د لوې جرګې رابلل دي. د شنبې په ورځ هم د نورو ورځو پڅېر د راتلونکو ټاکنو لپاره د نوم لیکنې بهیر سوړ وو او محدود شمیر کسانو د راتلونکو ټاکنو لپاره نوم لیکنه کوله او د ټاکنو په ډیریو مرکزونو کې کارکونکي بیکاره ناست وو. خو دلته بیا د حکومت یو شمیر سیاسي مخالفان هم راغلي ترڅو د رایه ورکونکو د نوم لیکنې په بهیر کې ګډون وکړي. دوي تور پورې کوي په حکومت کې ځیني کړۍ شته چې غواړي په لوي لاس راتلونکې ټاکنې محدودي او له درغلیو ډکې ترسره شي تر څو له دې لارې یو ځل بیا واک ته ورسیږي. د دولت له سیاسي مخالفینو سره سربیره د ټاکنو لپاره د نوم لیکنې بې خونده پروسې او په ټاکنو کې د شفافیت نشتون د ولسي جرګې غړو له جدي غبرګون سره مخ دی. د ولسي جرګې غړي وايي، چې د هیواد اوسنیو شرایطو ته په کتو سره ناشونې ده چې راتلونکې ټاکنې ترسره شي او له بحراني وضعیت نه د وتلو یوازېنۍ لاره د لوې جرګې رابلل دي. د ټاکنو په اړه د ولسي جرګې غړو او د حکومت سیاسي مخالفینو نیوکې داسې مهال دي، چې خلک او په ټاکنو څارونکي بنسټونه وایې چې د ټاکنو لپاره په شرایطو برابرو کسانو له جملې څخه ښایې یوه کمه فیصدي یې چې ډيری به یې دولتي مامورین ویي په ټاکلې نیټه کې نوم لیکنه وکړي او نور خلک به ترې پاتې شي.

ولسې جرګې د شنبې په ورځ د ټاکنو خپلواک کمېسیون او د ثبت او احوال نفوس ادارې مسولان استجواب کړل

٤ ساعتونه کابل نیوز کابل نیوز

شنبه, 01 غويی د ولسي جرګې غړي وایي، چې د رای ورکونې راون سېستم په ټاکنو کې د درغلیو سربیره خلک مجبوروي،چې په راتلونکو ټاکنو کې ګډون ونه کړي. د جرګې غړي وايي، هره ورځ زرګونه جعلي تذکرې او د ټاکنو سټېکرونه په غیر قانوني شکل پلورل کېږي. بل خوا د ټاکنو خپلواک کمېسیون د جعلي سټکرونو موضوع ردوي او د ثبت او احوال نفوس ادارې مسولان وایي چې دوی له نړېوالې ټولنې او افغان حکومت سره په الکترونکي تذکرو هوکړې ته رسېدلي وو خو کاغذي تذکرې پرې تحمیل شوې. د ټاکنو خپلواک کمېسیون د نوم لېکنې روان پیچلی بهیر د ولسي جرګې غړي اړ کړل ترڅو د ټاکنو خپلواک کمېسېون او د ثبت او احوال نفوس ادارې مسولان استجواب کړي. د ولسي جرګې غړي وایي، د نوملېکنې روان سېستم ډیر کمرنګه دی او ممکن په راتلونکو پارلماني او ولسوالیو شوراګنو ټاکنو کې یو میلیون کسان هم ګډون ونه کړي. د جرګې غړي همدرانګه زیاتوي چې په کاغذي تذکرو ټاکنې د درغلیو لپاره لا زمنیه برابروي او ترڅنګ  يې امنیتي سرتیري او هغه کسان چې په ناامنو سیمو کې ژوند کوي په تذکرو اسټکر لګېدو له امله نوم لېکنې ته زړه نه ښه کوي. د ثتب او احوال نفوس ادارې مسولان بیا وایي چې دوی له حکومت او نړېولې ټولنې سره په الکترونکي تذګرو هوکړې ته رسیدلي وو خو کاغذي تذکرې پرې تحمیل شوې دي. بل خوا د جرګې یو شمیر نور غړي ادعا کوي چې د کمېسیون کوم سټکرونه چې په تذکرو نښلول کېږي ډیری په اسانۍ سره کتابونه یې په کابل ښار کې موندل کېږي او په پلورل کیږي د جرګي غړي وایې چې په ډيرو ځایونو کې خلک اوس مثني تذکرې اخلي ترڅو دوه دري ځلې رایه ورکړي. خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون مسولان بیا په ځینو موارېدو کې ستونزې مني خو په کابل ښار کې د سټکر کتابونو موضوع ردوي او وایي، چې هر هغه سټکر چې د نوملېکنې مرکز ته وړل کېږي د ټآکنو خپلواک کمېسیون سره ثبت او راجستر کېږي. دوی همدرانګه په عامه پوهاوي هم ټېنګار کوي او زیاتوي چې د رسنیو په شمول د ډیرو دیني مراکزو له لارې یې د دغه لړۍ کمپاین پیل کړېده. بلخوا د ټاکنو خپلواک کمېسون د نوملېکنې بهیر ورستي ارقام هم په ډاګه کړل او زیاته یې کړه چې په ټول هیواد کې تر دې یوسلو ۸۹ زره کسانو د نوم لېکنې  په بهیر کې ګډون کړیدی.

د بریّښنا شرکت وایې چې شنبې په ورځ کابل او نورو ولایتونو ته بریښنا بیرته وصل شوه

٤ ساعتونه کابل نیوز کابل نیوز

شنبه, 01 غويی ددغه شرکت د معلوماتو له مخې په تیرو څو ورځې تخنیکي کارکونکو د شپې او ورځې په بغلان کې په نړول شویو پایو کار وکړل ترڅو یې د بریښنا مزي بیرته وتړل. دغه شرکت وایې اوس کابل او ځینو ولایتونو د ازبکستان ۳۰۰ میګاواټه بریښنا په اساسي ډول تړل شوې ده. مسئولان وایې چې په بغلان کې د قومي مشرانو په مینځګړیتوب له وسله والو طالبانو سره هوکړې ته رسیدلي چې نور به د بریښنا نه په نښه کیږي.

ولسمشر غني وایي، په هره اداره کې، چې روابط پر ضوابطو حاکم وي د اصلاح وړ نه ده

٤ ساعتونه کابل نیوز کابل نیوز

شنبه, 01 غويی محمد اشرف غني، چې د تجارتي اتشو د معرفي کولو مراسمو ته وینا کوله د اداري اصلاحاتو او ملکي خدماتو له کمېسون څخه وغوښتل، څو په بهرنیو چارو وزارت کې هم د ازاد رقابت پروسه پیل او تطبیق کړي. ولسمشر د وارداتو او صادراتو ترمنځ د توازن پر ساتلو ټینګار کوي او وایي، چې دا مهال واردات ۱۲ برابره تر صادراتو زیات دي. ولسمشر غني د شنبې په ورځ د تجارتي اتشو او د مختلفو ادارو د نویو رئیسانو د معرفي کولو په مراسمو کې ګډون او وینا وکړه. محمد اشرف غني وایي، چې ځوانان د نا امیدۍ په حال کې وو، ځکه ظرفیت موجود وو خو د استخدام پروسې د هغوی پر وړاندې خنډ وې. اشرف غني په دولتي ادارو کې د روابطو پرځای د ضوابطو پر ټینګښت ټینګار کوي او وایي، په هره هغه اداره کې، چې د استخدام پروسه مبهمه وي او روابط پر ضوابطو حاکم وي هغه اداره اصلاح کېدونکې نه ده. محمد اشرف غني تجارتي اتشو ته د وینا پرمهال وايي، چې تجارتي اتشې، چې هر هېواد ته ځي د یو واحد ملت او د یو منسجم دولت چې له جګړې څخه د راوتلو لپاره ټینګه اراده لري، استازیتوب کوي. ولسمشر غني همداراز د وارداتو او صادراتو ترمنځ پر توازن ټینګار کوي او وایي، چې د افغانستان واردات د صادراتو په پرتله ۱۲ برابره لوړ دي او هر هغه هیواد، چې د وارداتو کچه یې تر صادراتو لوړه وي پایداره هیواد نه دی. محمد اشرف غني د اداري اصلاحاتو او ملکي خدماتو له کمېسیون څخه وغوښتل، څو بهرنیو چارو وزارت کې هم د ازاد رقابت له لارې د استخدام چارې پیل کړي، څو څرګنده شي، چې ټول دولتي کارکوونکي د شفافې پروسې له لاري استخدام شوي دی.

سیګار وايي، له افغانستان سره د امریکا د مرستو بڼه د فساد د تشوق سبب شوه

١ ورځ کابل نیوز کابل نیوز

جمعه, 31 وری د افغانستان د بیارغاونې له پروژو د امریکا د څار اداره یا سیګار په یوه تازه راپور کې وایي، چې په افغانستان کې د فساد ضمني تحمل او له فاسدو افغان چارواکو څخه د امریکا غیر قصدي ملاتړ لامل شو، څو افغانان د خصوصي سکتور له پراختیايي پروژو څخه کم ملاتړ وکړي. په دې راپور کې دغه راز د هغو بهرنیو متخصیصینو پر فعالیت هم نیوکه شوې چې په لوړو دولتي څوکیو کې پر دنده بوخت وو، خو د افغانستان له شرایطو یې سم درک نه درلود. د افغانستان د بیارغاونې له پروژو د امریکا د څار اداره یا سیګار په خپل تازه رپوټ کې وايي چې په افغانستان کې د امریکا د مالي مرستو بڼه په ځینو مواردو کې د فساد د تشویق لامل شوې. سیګار وایي، چې له افغانستان سره ددغو مرسو بڼه، د فساد ضمني تحمل او د افغان حکومت له فاسدو چارواکو څخه د امریکا غیر عمدي ملاتړ لامل شوی څو افغانان د خصوصي سکتور له پراختیایي پروژو څخه کم ملاتړ وکړي. په دې راپور کې، چې د افغانستان پر خصوصي سکتور او اقتصادي پراختیا را څرخي راغلي، چې د امریکا حکومت ونه توانید په افغان ټولنه کې د فاسدو او قدرت لرونکو کسانو ترمنځ اړیکه درک کړي او هغه بهرني کارپوهان چې په افغانستان کې کار کوي د افغانستان له شرایطو بې خبره وو. د سیګار په دغه رپوټ کې راغلي، په افغانستان کې د خصوصي سکتور د پراختیا لپاره کومې هڅې، چې په پام کې نیول شوي، ددغه هیواد له اقتصادي او امنیتي واقعیتونو، د حکومتي ادارو له ظرفیتونو، له ګاونډیانو سره د افغانستان له اړیکو او شته اداري فساد سره په ټکر کې دي. جان سوپکو ددغه رپوټ د خپریدو پر مهال په افغانستان کې د خصوصي سکتور پر پیاوړتیا او پراختیا ټینګار کوي او وایي چې د خصوصي سکتور پراختیا کولای شي نړیوالو مرستو پورې د افغانستان وابستګي کمه کړي. سیګار په افغانستان کې د خصوصي سکتور د پراختیا په هدف په دغه هیواد کې له فساد سره د مبارزې لپاره د امریکا د هڅو د دوام غوښتنه کړې. له افغانستان سره د بهرنیو مرستو پر بڼې د سیګار نیوکه داسې مهال ده، چې د کارپوهانو په وینا له افغانستان سره ترسره شوې بهرنۍ مرستې تر ډېره بیرته د بهرنیانو له لوري له افغانستان څخه اېستل شوي دي.

په ننګرهار ولایت کې د ماین چادونې له امله ۵ ملکي کسان وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان دي

١ ورځ کابل نیوز کابل نیوز

جمعه, 31 وری امنیتي مسوولان وایي، چې چاودنه د ننګرهار ولایت هسکې مینې ولسوالۍ ده پاپین سیمه کې د ملکي خلکو پر یو ډاډسن موټر د ځای پر ځای شوي ماین دچاودني له امله رامنځ ته شوې. مسوولان وایي، په دې چاودنه کې د یو ماشوم په ګډون ۵ کسان وژل شوي او د ۲ میرمنو، ۴ ماشومانو په ګډون ۱۴ نور ټپیان دي. تر اوسه د دې چاودنې مسوولیت چا پرغاړه نه دی اخستی.  

د امنیتي ستونزو له امله د رای ورکونې په ۹۰۰ مرکزونو کې ټاکنې نه کیږي

١ ورځ کابل نیوز کابل نیوز

جمعه, 31 وری کورنیو چارو وزارت وایي، چې د امنیتي ستونزو له امله د افغانستان د ۱۲ ولسوالیو په ۹ سوه مراکزو کې ټاکنې نه کیږي او ۱۱ سوه او ۲۰ مرکزونه له امنیتي ګواښونو سره مخ دي. د ټاکنو خپلواک کمېسیون هم امنیت د راتلونکو انتخاباتو لپاره جدي ستونزه بولي خو وایي، چې امنیتي ادارو د ټاکنیزو مرکزونو امنیت د ټینګښت ډاډ ورکړی. بل پلو د ټاکنو لپاره د نوم لیکنې بهیر د شپږمې ورځې په تېرېدو سره د نوم ثبتونې مراکزو ته د خلکو د اشتراک کچه نه ده لوړه شوې. په سراسري ډول د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنو په ترسره کېدو د حکومت له ټینګار سره سره به د امنیتي ستونزو له امله د رای ورکونې سلګونه مرکزونه د خلکو پرمخ تړلي وي او همدومره نور به له جدي امنیتي ګواښونو سره مخ وي. کورنیو چارو وزارت وایي، چې د ټاکنو لپاره د امنیت ټینګښت یې لومړیتوب دی، خو د امنیتي ستونزو له امله د ټول افغانستان په کچه په ۹ سوه ټاکنیزو مرکزونو کې ټاکنې نشي کیدای او ۱۱ سوه او ۲۰ نور به له امنیتي ګواښونو سره مخ وي. امنیتي مسوولان وایي، چې د افغانستان ۱۲ ولسوالیو کې د انتخاباتو ترسره کیدل له امنیتي اړخه ستونزمن دي. بل پلو د ټاکنو خپلواک کمېسیون مني، چې د ټاکنو پروړاندې لویې ستونزې د عامه پوهاوي نه ترسره کېدل او امنیتي ننګونې دي. خو د کمېسیون مسوولان وایي، چې د راتلونکو ټاکنو لپاره د امنیت موضوع یې له امنیتي ادارو سره شریکه کړې او هغوی د ټاکنیزو مرکزونو د امنیت د ټینګښت ډاډ ورکړی. بل پلو په داسې حال کې د نوم لیکنې بهیر له پیل څخه تر دې مهاله شپږ ورځې تیریږي، خو لاهم په کابل او یوشمېر ولایتونو کې د عامه پوهاوي د نشتوالي او پر ټاکنو د خلکو باور د کموالي له امله د نوم ثبتونې مرکزونو کې د خلکو د اشتراک کچه ټيټه ده. په کابل ښار کې سره له دې چې د جمعې ورځ وه او د نوم لیکنې لپاره فرصت هم موجود وو، خو بیا هم د ګوتو په شمیر کسانو د راتلونکو ټاکنو لپاره نوم لیکنه کوله. عام خلک وايي، چې په تیرو ټاکنو کې بېسارې ناندرۍ او د تذکرو په سر د رایې ورکولو سټیکر لګول چې ولایتونو ته د تګ راتګ پر مهال خلک له ستونزه سره مخ کوي، ددې له امل شوي چې خلک د نوم لیکنې لپاره زړه ښه نه کړي. د راتلونکو ټاکنو په تړاو د عامو خلکو او مسولینو اندېښنې داسې مهال دي چې د پنجشنبې په شپه ولسمشر غني له دولتي کارکونکو وغوښتل چې  راتلونکو ټاکنو لپاره نوم لیکنه وکړي او ټولو والیانو ته یې سپارښتنه وکړه، څو له خپلو کورنیو سره د ټاکنو لپاره د نوم ثبتونې مرکزونو ته ولاړ شي.

د جوزجان ولایت یوشمير اوسیدونکي د جګړې د پای ته رسولو او د سولې د ټینګښت غوښتنه کوي

١ ورځ کابل نیوز کابل نیوز

جمعه, 31 وری د جوزجان ولایت د مدني ټولنې غړي او ولسي خلک د یوې خیمې په درولو سره وايي، چې د سولې په اړه د هلمند د خلکو له اقدام څخه هرکلی کوي او د سولې تر ټینګښت پورې به خپلو حرکتونو ته دوام ورکړي. بل لور ته دوی پر وسله والو مخالفانو غږ کوي، چې د افغان حکومت د سولې وړاندیز ومني او د جګړې له ښکیلو اړخونو غواړي، څو د ملکي خلکو ژوند ته پام وکړي. د جوزجان ولایت په مرکز شبرغان کې د مدني ټولنې یوشمېر غړو د هلمند له پرلت څخه په ملاتړ د جګړې د پای ته رسولو او سولې ټینګښت لپاره خیمه ودروله. ددې ولایت د مدني ټولنې غړي وایي، چې د سولې غوښتنې له دې خیمې څخه د درولو هدف یې د هلمند د خلکو له پرلت څخه ملاتړ او د سولې ټینګښت دی. دوی په جګړه کې پر ښکیلو خواوو غږ کوي، څو د وینې له تویولو لاس واخلي او د سولې لاره غوره کړي. بل لور ته دغه مدني فعالان وایي، تر هغې به د سولې غوښتنې غږ اوچت ساتي، څو ورته مثبت ځواب نه وي ویل شوی. دوی د سولې عالي شورا ولایتي دفترونه نمایشي بولي او وایي، چې دا دفترونه باید وتړل شي او د سولې لپاره پر یوې بلې بدیلې لارې غور وشي. د جوزجان اوسیدونکي او د مدني ټولنې غړي وایي، چې د وسله والو مخالفانو په بریدونو کې تر ډېره ملکي خلک قربانۍ ورکوي. په هلمند ولایت کې د سولې پرلت په ملاتړ د افغانستان په مختلفو ولایتونو کې خلکو خیمې ودرولې او د سولې غوښتنه کوي.

په ننګرهار ولایت کې سلګونو تنو امنیتي سرتیرو ته وینه ورکړه

١ ورځ کابل نیوز کابل نیوز

جمعه, 31 وری د کورنیو چارو وزارت له لوري افغان سرتیرو ته د وینې را ټولولو کمپاین پر مهال په ننګرهار ولایت کې د امنیه قوماندانۍ منسوبینو په ګډون، عامو خلکو او محصلینو د وینې په ورکولو سره له افغان ځواکونو ملاتړ وکړ. د ننګرهار امنیتي چارواکي له ټولو افغانانو غواړي، څو د وینې ورکولو کمپاین کې ګډون وکړي او د جګړې په ډګر کې له ټپي سرتیرو سره مرسته وکړي. د جګړې پرمهال ډیری سرتیري له ټپي کېدو وروسته د ویني نشتوالي له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي. تازه د کورنیو چارو وزارت په ټول افغانستان کې افغان ځواکونو ته د ویني ورکولو کمپیان پیل کړی، چې په دې کمپاین کې د ننګرهار ولایت سلګونو محصلینو او عامو خلکو  ګډون وکړ. د ننګرهار ولایت امنیتي چارواکي له عامو خلکو غواړي، چې په ټول افغانستان کې د کورنیو چارو وزارت له لورې په پیل شوي کمپیان کې برخه والي او د جګړې په ډګر کې له ټپي سرتیرو سره مرسته وکړي. د کورنیو چارو وزارت وايي، چې په نږدې راتلونکې کې به د یاد کمپاین لړۍ ټولو ولایتونو ته غځوي، چې له مخې به یې په هر ولایت کې په زرګونو سي سي وینه را ټوله شي. په ورته مهال یو شمیر سرتیري او محصلین له یادې پروسې خوښ دي او له نورو هیوادوالو غواړي چې په یاده پروسه کې ګډون وکړي. په ننګرهار ولایت کې د کورنیو چارو وزارت له لورې افغان ځواکونو ته د ویني ورکول کمپاین په ترڅ کې زرګونو سي سي وینه راغونډه شوه او یاده وینه به هغو سرتیرو ته ورکړل شي چې د جګړې پر مهال ټپي کیږي.  

د افغانستان په یوشمېر ولایتونو کې د حمل په ۳۱ واوره اورېدلې

١ ورځ کابل نیوز کابل نیوز

جمعه, 31 وری د میدان وردګ، بامیان، بغلان، غزني، پکتیا، لوګر او یوشمېر نورو ولایتونو ځینو سیمو کې پسرلنۍ واورې اورېدلې، چې یوشمېر کروند ګر یې اندیښمن کړي دي. افغان کروندګر دغه بې وخته واورې د خپلو حاصلاتو لپاره زیان لرونکې بولي او وایي، چې د یخنۍ له امله به د دوي ونې او کروندې حاصلات ونه کړي. د پسرلي په موسم کې د پلازمینې کابل په شمول د افغانستان په یوشمېر ولایتونو کې غیرموسمي واوره اورېدلې. د کابل له یوشمېر سیمو سربیره د میدان وردګ، بامیان، غزني، پکتیا، لوګر او یوشمېر نورو ولایتونو کې د پسرلنۍ واورې اورېدو خلک اندیښمن کړي. افغان کروندګر دغه بې وخته واوره د خپلو حاصلاتو لپاره زیان لرونکې بولي او وایي، چې د یخنۍ له امله به د دوي ونې او کروندې حاصلات ونه کړي. دوی وایي، دا بې موسمه واورې ددې سبب کیږي، چې حاصلات یې ګرم او ساړه شي او له نابودۍ سره مخ شي. په همدې حال کې کروند ګر وایي، چې د حمل په ۳۱ د واورې اورېدل د دوی حاصلات نابودوي او دوی ته اقتصادي ستونزې جوړوي. بل پلو د کرنې برخې یوشمېر شنونکي وایي، چې د واورې اورېدل له یوې خوا وچکالي له منځه وړي او د اوبو سرچینې زیاتوي، خو له بل لوري پر کروندو او میوه لرونکو ونو بده اغیزه کوي او حاصلاتو ته زیان رسوي. د افغانستان په یوشمېر ولایتونو کې داسې مهال د پسرلي په موسم کې واوره اوریږي، چې تېر ژمی د واورې نه ورښت له امله یوشمېر ولایتونه د وچکالۍ شاهدان دي او په ځينو سیمو کې د اوبو نشتوالي او وچکالۍ له امله ډېر څاروي هم مړه شوي دی.

د کندهار سوداګر وایي حکومت دې پر هند سربېره نورو هیوادونو ته د میوو د انتقال زمینه ورته برابره کړي

١ ورځ کابل نیوز کابل نیوز

جمعه, 31 وری د وچو او تازه میوو سوداګر سره له دې چې له هند سره هوایې دهلیز ګټور بولي خو زیاتوي چې هند د ځمکې له لارې هم خپل محصولات رسولئ شي ، او باید د نورو ملکونو لارې یې پر مخ خلاصې شي. بل خوا د کندهار د سوداګرۍ خونو مسئولان وایي چې تیر کال یې د هوایي دهلیز له لارې هند ته ۲۸۰ ټنه وچه او تازه میوه، طبي بوټي او نور محصولات او تولیدات استولي‌ دي. د کندهار ولایت سوداګر وایې حکومت د بهرنیو ملکونو کې د هغوی د تولیداتو او محصولاتو د پلور لپاره اساسي لارې ولټوي. سره لدې چې حکومت د امریکا د پراختیایې ادارې په مالي مرسته د هوایې دهلیزونو له لارې له کابل او کندهار څخه هند صادرات کړي خو سوداګر وایې د حکومت دغه هڅې کافي ندي. د کندهار د وچې او تازه میوې سوداګر وایي دا مهال د لوی کندهار ډیره میوه او طبي بوټي پاکستان ته صادریږي او اړتیا ده چې د دوي محصولات او تولیدات نورو ملکونو ته ورسول شي: د کندهار د سوداګرۍ خونو مسئولان وایې چې تیر کال یې د هوایي دهلیز له لارې هند ته ۲۸۰ ټنه وچه او تازه میوه، طبي بوټي او نور محصولات او تولیدات استولي‌ دي. خو مسئولان وایې افغان سوداګر کولای شي خپل محصولات او تولیدات د ځمکې لارې هم هند ته واستوي خو زیاتوي چې حکومت باید نورو لرې ملکونو ته د دوي د محصلاتو او تولیداتو په رسولو کې ورسره مرسته وکړي: دا پداسې حال کې ده چې افغان سوداګر وایې د افغانستان ډير میوې او نور تولیدات په کمه بیه پاکستان ته صادریږي چې بیا یې هغه هیواد په خپل نامه نورو ملکونو ته صادروي.

د پخواني ولسمشر لومړی مرستیال وايي، د مجاهدینو یوه ستره لاسته راوړنه بن کنفرانس و

٣٠ وری ١٣٩٧ کابل نیوز کابل نیوز

پنجشنبه, 30 وری یونس قانوني وايي، چې بن کنفرانس د مجاهدینو عمر تضمین کړ، ځکه متحده جبهه د ټولو خلکو استازې نه وه، د مختلفو ډلو اتحاد و، چې کابل ته تر داخلېدو وروسته سره وشړېد. قانوني وايي، چې د بن کنفرانس مخالفت له ټولې نړۍ سره د جګړې اعلان و. د قانوني په باور، د تر کنفرانس وړاندې نړیوالې ټولنې او د افغانستان ګاونډیانو د پخواني ولسمشر حامد کرزي په اړه توافق درلود. د پخواني ولسمشر حامد کرزي لومړی مرستیال دلته د بن کنفرانس د ناویلو خبرو تر سرلیک لاندې په یوه غونډه کې ددغه کنفرانس پر ځینو هغو اړخونو خبرې لري، چې ددوی په باور، د پخوانۍ متحدې جبهې مشرانو پرې ډېر لږ څه ویلي. یونس قانوني، چې د بن کنفرانس مهم غړی و، د سیاسي او حقوقي مطالعاتو مرکز په غونډه کې وویل، چې دغه کنفرانس د مجاهدینو لپاره یو ستر بری و، ځکه د مسعود تر مرګ وروسته متحدې جبهې ښه وضعیت نه درلود. قانوني وايي، چې له بن کنفرانس سره مخالفت له ټولې نړۍ سره د جګړې اعلان و او جګړه به هغې سیمې ته غځېدله، چې پخوانۍ متحدې جبهې پکې نفوذ درلود. د قانوني په باور، متحده جبهه د طالبانو خلاف د مختلفو ډلو اتحاد و، چې په خپلو یې ګڼ مشکلات لرل او د طالبانو تر سقوط وروسته هرچا خپلې لارې بېلې کړې. قانوني وايي، د کرزي په تړاو تر کنفرانس وړاندې متحده ایالاتو، روسیې، هند ایران، پاکستان، اروپايي ټولنې او په مجموع کې نړیوالې ټولنې یوه اجماع او توافق درلود. د قانوني په باور، د سي آی اې د منځنۍ اسیا څانګې، چې له مسعود سره یې اړیکې درلودې او د اسلام اباد څانګې د طالبانو د بدیل په تړاو په خپلو کې سره اختلاف درلود. قانوني وايي، پاکستان په لومړي سر کې د بن کنفرانس مخالف و، خو وروسته یې څلور شرایط درلودل، چې متحده جبهه به د طالبانو بدیل نه وي، د طالبانو بدیل به یو نوی تشکیل وي او دغه جبهه به کابل ته نه داخلیږي. یونس قانوني وايي، چې متحده جبهه د ټول افغانستان استازې نه وه او پخواني ولسمشر برهان الدین رباني هم وضعیت درک کړی او له همدې امله یې دغه کنفرانس ته خپل پلاوی ولیږه.

د ختیځو ولایتونو سلګونه دیني عالمانو د کندز د دشت ارچي ولسوالۍ د وروستیو بریدونو په اړه له حکومت او بهرنیانو د وضاحت غوښتنه وکړه

٣٠ وری ١٣٩٧ کابل نیوز کابل نیوز

پنجشنبه, 30 وری ديني عالمان وایي حکومت باید ژر تر ژره د پیښې په اړه خلکو ته وضاحت ورکړي او که په دې پيښه کې امریکایې ځواکونه دخیل وي او خلکو ته ځواب وه وایي نو باید امنیتي تړون ورسره لغو شي. د ختیځو ولایتونو دیني عالمانو په هرات کې د دیني عالمانو په څير حکومت ته خبرداری ورکړ چې که غوښتنو ته یې ځواب ونه وایي، راتلونکې ټاکنې به تحریم کړي. سره لدې چې د کندز په دشت ارچي ولسوالۍ کې پر دینې مدرسې د هوایې بریدونو په اړه د حکومتي پلاوي له را ستنیدو یوه اونۍ تیريږي خو حکومت لاهم ددې پیښې جزیات له خلکو سره ندي شریک کړي. حکومتي سرچینې پدې پیښه کې د ۹ ملکي وګړو د وژل کیدو او ۵۴ نور ټپي کیدل تاییدوي خو د دشت ارچي اوسیدونکي بیا د مړو او ټپیانو شمیر له ۲۰۰ هم زیات بولي. ددې پيښې پر وړاندې  د غبرګونونو پر دوام د پنجشبنې په ورځ هم په ننګرهار ولایت د ختیځو سیمو دیني عالمانو یوه غونډه رابللې وه او له حکومت څخه یې وغوښتل چې د پيښې په اړه خلکو وضاحت ورکړي او عاملان یې په سزا ورسوي. دیني عالمان وایې که پدې پيښه کې بهرني ځواکونه هم دخیل وي او خلکو ته ځواب نه وایې نو باید له امریکا سره امنیتي تړون لغوه اعلان شي. دلته هم دیني علمان خبرداری ورکوي که حکومت دغه پيښه روښانه نه کړي او په مدارسو ،مکتبونو ،ودونو او جنازو د بریدونو ورته پیښې تکرار شي نو راتلوونکو ټاکنو کې به خلکو ته د برخي اخستو خلاف تبلیغ وکړي د ختیځو ولایتونو دیني عالمان هم بهرنیان د سولې پر وړاندې خنډ بولي او وایې که افغان حکومت واقعاً سولې غواړي نو شرایط یې د برابر کړي او پدې برخه کې د له دیني عالمانو مرسته وغواړي. د ختیځو ولایتونو د دیني عالمانو دغه غوښتنې داسې مهال دي چې لدې دوې ورځې وړاندې په هرات ولایت کې دیني عالمانو له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو غوښتنه کړې وه او حکومت ته یې خبرداری ورکړئ وو که یې غوښتنې ونه منل شې نو راتلونکې ټاکنې به تحریم کړي.

Loading