بازتاب نیوز

لویه څارنوالي: حکومت باید په متواتر ډول د زندانونو وضعیت وڅاري

لویه څارنوالي: حکومت باید په متواتر ډول د زندانونو وضعیت وڅاري

٢٣ لړم ١٣٩٧ کابل نیوز کابل نیوز

چهارشنبه, 23 لړم د افغانستان لویه څارنوالي وایي، حکومت باید په متواتر ډول د زندانونو وضعیت وڅاري. حکومتي چارواکي وایي، چې د عفوې او تخفیف فرامینو په اجرا کې ډېر وخت ضایع کیږي او له زندانیانو سره چلند کې باید مثبت تغیر راشي. په ورته مهال کورنیو چارو وزارت هم مني، چې په زندانونو کې ستونزې ډېرې دي، خو وايي ددې ستونزو د حل لپاره هڅې کوي. په دې ځای کې په محابسو کې د قانونیت او عدالت د تامین په هدف جوړې شوې غونډه کې د لویې څارنوالۍ په شمول یوشمېر حکومتي چارواکي را غونډ شوي، څو په زندانونو کې د قانون او عدالت د تامین په تړاو خپل نظریات شریک کړي. د افغانستان لویه څارنوالي وایي، چې په محابسو کې د سمو خوړو په شمول، د صحي او اموزشي خدماتو نشتوالی، او د زندانیانو لپاره پر وخت د رخصتۍ نه ورکول او داسې نور هغه موارد دي، چې په زندانونو کې ترې شکایتونه زیات دي. مسئولان وایي، حکومت باید د زندانیانو او محابسو وضعیت ته جدي توجه وکړي. په همدې حال کې د حکومت اجرائيه رئيس وایي، چې ددې کنفرانس د کمېټې د وړاندیز پراساس په زندانونو کې د اصلاحاتو لپاره قانوني اقدامات کیږي. عبدالله وایي، چې له زندانیانو سره چلند باید انساني کراماتو ته په پام ترسره شي. په همدې حال کې د کورنیو چارو وزیر وایي، دا مهال د افغانستان په زندانونو کې ۳۶ زره او ۴۶ تنه بندیان دي، چې د اته زره او ۷ سوه پولیسو له لوري ترې ساتنه کیږي او هغه ستونزې، چې په دې برخه کې موجودې دي د حل لپاره یې د وزیرانو شورا باید ورته ځانګړې بودیجه په پام کې ونیسی. دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان لویه څارنوالي وایي، چې زندانونو ته د مخدره موادو انتقال، د معیاري ودانیو نشتوالی، زندانیانو ته د خوراکي موادو په ورکړه کې ستونزې او د صحي ډاکټرانو نشتوالی هغه موارد دي، چې د افغانستان په ډيری زندانونو کې ترې شکایتونه کیږي.

بهرامي: په شته امکاناتو د روانې جګړې کنټرول ستونزمن دی

بهرامي: په شته امکاناتو د روانې جګړې کنټرول ستونزمن دی

٢٣ لړم ١٣٩٧ کابل نیوز کابل نیوز

چهارشنبه, 23 لړم د ملي دفاع وزیر وایي، په موجوده امکاناتو نه شي کولای، راونه جکړه مهار کړي. د ملي دفاع او کورنیو چارو وزیرانو د ولسي جرګې استجوابیه غونډې ته وویل، چې په افغانتسان کې جګړه تر  بل هر وخته زیاته شوې او موجوده امکانات ته په کتو، چې بهرنۍ مرستې هم کمې شوې، افغان ځواکونه نه شي کولی یاده جکړه مهار کړي. د ولسي جرګې غړي بیا وایي، که حکومت د روان وضعیت د کنترول توان نه لري او یا د معاملو په اساس ولسوالیو او پوستو ته سقوط ورکول کېږي نو له دوی سره دې جزیات شریک کړي. ولسي جرګې په هیواد کې د روان ناسم امنیتي وضعیت او د امنیتي ځواکونو تلفاتو لوړېدو له امله امنیتي مسئولان استجواب کړل. د امنیتي ادارو مسئولان مني، چې په افغانستان کې روانه جکړه  تر بل هر وخت زیاته شوې او دوی نه شي کولای په موجوده امکاناتو دغه جکړه مهار کړي. طارق شاه بهرامي وایي، اوسنیو تهدیداتو ته په لېدو، چې وسله وال مخالفان په مستقیم ډول د سیمې هیوادونو لخوا حمایه کېږي، افغان ځواکونه نشي کولای چې په شته امکاناتو د دغو تهدیداتو مخه ونسیي. په ورته مهال د کورنیو چارو وزیر هم ورته څرګندونې کوي او وایي، چې د تیرو کلنو په پرتله له افغان ځواکونو سره نړیوالې مرستې کمې شوي. په همدې حال کې د ولسي جرګې غړي وایي، په هیواد کې روان امنیتي وضعیت له بله هر وخت بحراني شوی، د ملکي او نظامي تلفاتو ګراف لوړ شوي، خو امنیتي مسولان یې په مخنیوي کې پاتې راغلي. دوی وایي، چې هر ورځ جکړه شدت پیدا کوي، او وسله وال  مخالفینو ولسوالۍ او پوستې سقوط کوي، خو حکومت یې پروړاندې چپ دي او هېڅ اقدام نه کوي. د ولسي جرګې ځېنې نور غړي بیا وایي، که حکومت د روان وضعیت کابو کېدو توان نه لري او یا د معاملو په اساس ولسوالیو او پوستو ته سقوط ورکول کېږي نو له دوی سره دې هم جزیات شریک کړي. لدې سره د ولسي جرګې رئيس له حکومت او سولې عالي شورا څخه غواړي، څو د سولې روان بهیر په تړاو له ولسي جرګې سره معلومات شریک کړي. بل پلو د ولسي جرګې غړو او امنیتي مسئولانو توافق وکړ، چې د راتلونکي یکشنبې په ورځ به د رؤساوو کمېټې ته حاضریږي او د وکیلانو ټولو پوښتنو به ځواب ورکوي.  

نیمروز کې د کمال خان بند ۱۲ ساتونکي وژل شوي

نیمروز کې د کمال خان بند ۱۲ ساتونکي وژل شوي

٢٣ لړم ١٣٩٧ کابل نیوز کابل نیوز

چهارشنبه, 23 لړم په نیمروز ولایت کې د کمال خان بند ۱۲ ساتونکي وژل شوي. د نیمروز په چهاربُرجک ولسوالۍ کې پر کمال خان برېښنا بند د وسله والو برید کې د یاد بند ۱۲ ساتونکي وژل شوي دي. ځایي اوسېدونکو ویلي، وسله والو طالبانو تېره شپه د کمال خان برېښنا بند پر تاسیساتو پراخ بریدونه کړي دي او یاد امنیتي سرتېري یې وژلي دي. په دې پېښه کې یو طالب هم وژل شوی دی. افغان حکومت او طالبانو تر اوسه په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي. خو په دې وروستی کې داسې اندېښنې دي، چې ایران په افغانستان کې د امریکا ضد یوه کنټرول وړ جګړه پرمخ وړي.  

سیاسي جریانونه وایي، که د سولې لپاره د ولسمشرۍ ټاکنې ځنډول کیږي دوی یې هرکلی کوي

سیاسي جریانونه وایي، که د سولې لپاره د ولسمشرۍ ټاکنې ځنډول کیږي دوی یې هرکلی کوي

٢٣ لړم ١٣٩٧ کابل نیوز کابل نیوز

چهارشنبه, 23 لړم وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې په خپل وروستي رپوټ کې ویلي، چې امریکايي چارواکي د افغانستان د انتخاباتو له هرې پروسې وروسته د بې نظمیو او دوامدارو سیاسي جنجالونو د رامنځته کېدو له امله ویریږي، چې دا چاره به د زلمي خلیلزاد په مشرۍ د سولې روانې خبرې زیانمنې کړي او له همدې امله د ولسمشریزو ټاکنو د ځنډېدو امکان دی. د سیاسي ګوندونو استازي او دو لسمشرۍ یو شمېر احتمالي نوماندان وايي، که ټاکنې د سولې لپاره ځنډول کیږي دوی یې هرکلی کوي. په ورته وخت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، واشنګټن هیڅ کله له افغان حکومت  څخه د ټاکنو ځنډول نه دي غوښتي. یو شمېر سیاسي احزاب د سولې خبرو اترو لپاره د ولسمشریزو ټاکنو د ځنډېدو هرکلی کوي. وال سټریټ ژورنال په خپله وروستۍ مقاله کې ویلي، چې امریکايي چارواکي د افغانستان د انتخاباتو له هرې پروسې وروسته د بې نظمیو او دوامدارو سیاسي جنجالونو د رامنځته کېدو له امله ویریږي، چې دا چاره به د زلمي خلیلزاد په مشرۍ د سولې روانې خبرې زیانمنې کړي او له همدې امله د ولسمشریزو ټاکنو د ځنډېدو امکان دی. د خلیلزداد په اړه ویل کیږي، چې تمه لري په راتلونکو شپږو میاشتو او یا هم یوه کال کې له طالبانو سره یوې نتیجې ته ورسیږي. خلیلزداد راتلونکې اوونۍ په قطر او دوبۍ کې د طالبانو له استازو سره د سولې خبرو په تړاو ناستې لري. د سیاسي ګوندونو استازي او د ولسمشرۍ یو شمېر احتمالي نوماندان وايي، چې که د سولې او خبرو اترو په خاطر د ولسمشرۍ انتخابات ځنډیږي، دوی ورسره موافق دي. له دې وړاندې یو شمېر افغان سیاستوالو تر انتخاباتو وړاندې له طالبانو سره د سولې خبرو اترو باندې ټینګار درلود او د درېیم بن کنفرانس، لویې جرګې او یا هم موقت حکومت د رامنځته کېدو غوښتنې یې درلودې. په کابل کې دامریکا سفیر او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې متحده ایالات د افغانستان په ولسمشریزو ټاکنو کې هیڅ راز مداخله نه کوي او دوی له افغان حکومت څخه د ټاکنو ځنډول نه دي غوښتي. دغه څرګندونې داسې مهال دي، چې ولسمشرۍ ماڼۍ او د ټاکنو کمیسیون هم د ولسمشریزو انتخاباتو ځنډول رد کړي، خو د پارلماني ټاکنو ستونزو ته په پام، لا هم د افغانستان په سیاسي مخکښې طبقې کې د ولسمشریزو ټاکنو د څرنګوالي په تړاو پوښتنې او اندېښنې موجودې دي.

د بشري حقونو کمېسیون کمیشنرۍ لپاره پر شارلیست نیوکې

د بشري حقونو کمېسیون کمیشنرۍ لپاره پر شارلیست نیوکې

٢٣ لړم ١٣٩٧ کابل نیوز کابل نیوز

.چهارشنبه, 23 لړم د بشري حقونو کمېسیون کمېشنرۍ لپاره شارت لیست شوي کسان په یوې خاصې حلقې پورې تړاو لري. د بشري حقونو خپلواک کمېسیون یوشمېر کمېشنران او د مدني ټولنې غړي وایي، چې د بشري حقونو کمیسیون کمشنرۍ لپاره د شارت لیست ځانګړې کمېټې تر ډېره د کمېسیون اوسنۍ رهبرۍ او غړو پورې تړلي کسان شارت لیست کړي او باید پر دې بهیر له سره کتنه وشي. په ورته مهال د ولسي جرګې غړي او مدني فعالان د کمېسیون اوسنۍ بڼه میراثي بولي او وایي، چې د بشري حقونو خپلواک کمیسیون رهبري له تېرو اوه لسو کلونو راهیسې د یوې خاصې حلقې په انحصار کې دی او اوس یوځل بیا ددې وضعیت د دوام هڅې کیږي. د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د کمېشنرۍ لپاره د ټاکل شوې ځانګړې کمېټې له لوري ۸۱ تنه شارت لیست شوي، چې په دې لیست نیوکې ورځ تر بلې ډېرېږي. په دې ځای کې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون اوسني غړي او د مدني ټولنې استازي را غونډ شوي او وایي، چې ځانګړې کمېټې تر ډېره دغه شارت لیست د قومي مسایلو پر اساس کړی او یوځل بیا په دې لیست کې د کمېسیون د یوې خاصې حلقې او اوسنۍ رهبرۍ او غړو پورې اړوند کسان شارت لیست شوي دي. دوي وايي چې د بشري حقونو خپلواک کمیسیون ریاست له کلونو کلونو تر انحصار لاندې دی. دوی وايي، چې د اساسي قانون له مخې یو شخص له دوو دورو ډیره د یاد کمیسیون مشري نه شي کولی خو د کمیسیون اوسنۍ رئیسه له تیرو ۱۸ کلونو راهیسې د اساسي قانون خلاف د یاد کمیسیون مشري کوي. د ولسي جرګې او مدني فعالان پر کمیسیون تور پورې کوي او وايي، په داسې حال کې چې د کمیسیون مالي تمویل د امریکا له لورې کیږي یاد کمیسیون په ډيریو جرمونو کې لاس لري. دوی وايي، چې مدني فعالانو او کمیسیون د قومي تعصب له مخې د شارټ لیسټ پروسه ترسره کړې او حکومت دې یاده پروسه لغوه او د بشري حقونو کمیسیون له انحصار بهر دې د ازموینې پروسه تره کړي. دا په داسې حال کې ده، چې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په تېرو اوه لسو کلونو کې پر ملکي سیمو د بهرنیو ځواکونو پر هوايي بمباریو او ځینو نورو ناخوالو چوپتیا غوره کړي.  

د امنیتي سرتیرو تلفات تر هغې لوړ دي، چې حکومت اعلان کړي

د امنیتي سرتیرو تلفات تر هغې لوړ دي، چې حکومت اعلان کړي

٢٣ لړم ١٣٩٧ کابل نیوز کابل نیوز

چهارشنبه, 23 لړم د ملي شورا غړي وایي، د امنیتي ځواکونو تلفات تر هغې لوړ دي، چې افغان حکومت یې اعلانوي. د ملي شورا غړي او د پوځي چارو شنونکي وایي، چې د ناسم مدیریت او د یوې ګټورې امنیتي ستراتېژۍ نشتوالي له امله د امنیتي ځواکونو تلفات لوړ شوي دي. ولسمشر غني تازه له جان هاپکینز پوهنتون سره د ویډیو کنفرانس له لارې په خبرو کې ویلي، چې هره میاشت نږدې ۶۰۰ امنیتي سرتیري وژل شوي او په تېرو څلورو کلونو کې ۲۸ زره امنیتي سرتیري وژل شوي دي. ولسمشر محمد اشرف غني د لومړي ځل لپاره د خپلې واکمنۍ پر مهال د وژل شوو افغان سرتېرو شمېره ډاګیزه کړې او یلي دي، چې په تېرو څلورو کلونو کې تر اته ویشت زره زیات امنیتي سرتیري وژل شوي دي. ولسمشر، چې جان هاپکینز پوهنتون ته د ویډيو کنفرانس له لارې خبرې کولې وویل، چې په تېرو څلورو کلونو کې څه باندې اته ویشت زره افغان سرتېري وژل شوي دي، چې هره میاشت په اوسط ډول ۶ سوه سرتیري کیږي. د پوځي چارو شنونکي وایي، چې د ناسالم مدیریت او همدارنګه د یوې ګټورې امنیتي ستراتېژۍ نشتوالي له امله د امنیتي ځواکنو تلفات لوړ شوي دي د پوځي کارپوهانو په باور دا چې په څلورو کلونو کې ۲۸ زره پوځیان وژل شوي، نو ښایي تردې زیات  ټپیان شوي هم وي. په ورته مهال د ملي شورا غړي وایي، چې د جګړې په لیکو کې د افغان ځواکونو تلفات تر هغې لوړ دي، چې افغان حکومت یې اعلانوي. خو د ملي دفاع وزیر وایي، چې امنیتي ځواکونه تلفات لري، خو هومره نه دي، چې د ملي شورا غړي یې په تړاو اندېښنه لري. امنیتي ځواکونو ته د اوښتې مرګ ژوبلې د لوړ ګراف په تړاو اندېښنې داسې مهال دي، چې یوه میاشت مخکې په خپله د ملي دفاع وزیر هم ویلي و، چې يوازې په یوه میاشت کې تر ۵ سوو زیات امنیتي سرتیري وژل شوي دي.

مشرانو جرګه: د سولې په اړه د حکومت او امریکا هڅې بې نتیجې دي

مشرانو جرګه: د سولې په اړه د حکومت او امریکا هڅې بې نتیجې دي

٢٢ لړم ١٣٩٧ کابل نیوز کابل نیوز

سه شنبه, 22 لړم مشرانوجرګه وايي، د سولې په تړاو د حکومت او امریکا روانې هڅې د جګړې پر ختمیدو اغیز نه لري. د مشرانو جرګې غړي یوځل بیا د کابل او واشنګټن امنیتي تړون ته په اشارې وایي، چې یاد تړون یو اړخیز او د امریکا په ګټه عملي شوی دی. په ورته مهال سناتوران د افغانستان په مختلفو ولایتونو کې د جګړې له دوام څخه اندېښمن دي او د وسله والو خلاف د پوځي عملیاتو د پیلولو غوښتونکي دي. د افغان سولې په تړاو د حکومت او امریکا هڅو، چې ظاهر تر سولې عالي شورا پورې محدودې دي د افغان جګړې د پای ته رسولو په برخه کې د پام وړ اغیز نه دی کړی او ورځ تربلې جګړه د ګرميدو په حال کې ده. دلته د مشرانو جګې غړي د سولې په روانو هڅو نیوکه کوي او وايي، چې د سولې عالي شوار په ګډون د ګڼو نورو ادارو هڅې د جګړې په ختمولو کې اغیزه نه لري او له ګڼو لګښتونو سره سره جګړه پای ته نه ده رسیدلې. په ورته مهال سناتوران له امنیتي ادارو غواړي، چې د وسله والو بریدونو پر وړاندې خپل عملیات لاډیر کړي او هغه سیمي، چې د وسله والو په لاس کې دي بیرته ترلاسه کړي. دوی وايي، چې دا مهال په فراه، غزني، فاریاب او اروزګان په ګډون په ګڼو ولایتونو کې جګړې دوام لري او په ځینو ولایتونو کې سرتیري د وسله والو تر محاصرې لاندې دي، خو امنیتي ادارې یې په اړه بې خبره دي. د مشرانو جرګې د سې شنبې ورځې غونډه کې سناتورانو یوځل بیا پر امنتي مسولینو نیوکه وکړه، چې له بیا بیا غوښتنو سره د امنیت وضعیت په تړاو د سناتورانو پوښتنو نه حاضریږي.

ننګرهار کې ماین چاودنه

ننګرهار کې ماین چاودنه

٢٢ لړم ١٣٩٧ کابل نیوز کابل نیوز

سه شنبه, 22 لړم خوږیاڼی: په دغه چاودنه کې ۱۱ ملکي وګړي ټپیان دي د ننګرهار ولايت غني خېلو ولسوالۍ کې د ملکي خلکو پر موټر د چاودنې له امله ١١ ملکي وګړي ټپيان شوي دي. د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼی وايي دغه پیښه د سې شنبې په سهار شاوخو لس نیمې بجې د غني خیلو ولسوالۍ په شیرګړ بازار سیمه کې پر یو سراچه ډوله موټر رامنځته شوې چي له امله یي ۱۱ ملکي وګړي ټپیان شوي دي. د سیمې اوسیدونکي وايي ددغې چاودنې هدف د ولسي پاڅون کوونکو موټر وو خو د والي ویاند په دې تړاو راپورونه ردوي او وایي چې د پیښې ټول ټپیان ملکیان دي. د پیښې پړه تر اوسه کومې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې.    

افغان حکومت د افغان ترک ښونځیو د تړلو هڅې زیاتې کړې

افغان حکومت د افغان ترک ښونځیو د تړلو هڅې زیاتې کړې

٢٢ لړم ١٣٩٧ کابل نیوز کابل نیوز

سه شنبه, 22 لړم افغان امنیتی ځواکونو له قانوني جواز پرته د افغان ترک پر ښونځيو برید کړی او زده کونکی یې وهلي ټکولي دي. د افغان ترک ښونځیو د زده کونکو د والدینو کمېټه وایی، ملي یوالي حکومت د ترکیې په اشاره هڅه کوي په افغانستان کې د افغان ترک ټول ښونځي وتړي او په تازه پېښه کې یې په هرات کې د افغان ترک د نجونو یوه ښونځي ته ورغلي، یوشمېر زده کونکي یې له ځان سره وړي او نور یې ګواښلي دي. یاده کمېته وایي،افغان حکومت د کورنیو او نړیوالو قوانینو خلاف، له پوځي ځواک څخه په استفادې د تعلیمي مرکزونو پر خصوصي حریم تیری کړی دی. په هرات ولایت د ملي پولیسو دغه ځواکونه په دې ولایت کې د نجونو د یوه ښونځي کلابندۍ ته راغلي، او هڅه کوي یاد ښونځي ته په ز ور داخل شي. ملي پولیس چې په ځانګړو وسایلو سمبال دي د ښونځي داخل ته د ننوتلو پرمهال د زده کونکو له مخالفت سره مخ کیږي، خو بلاخره افغان ځواکونه ښونځي ته په ننوتو بریالي کیږي. په هرات ولایت کې د افغان ترک دغه ښونځي ته د افغان ځواکونو داخلېدل او له زده کونکو سره د هغوی ناسم چلند دلته د افغان ترک ښونځيو د کمېتې سخت غبرګون پارولی او وایي، یاد ځواکونه له قانوني جواز پرته ښونځي ته په زور ننوتلي او زده کونکي یې وهلي دي. د شاګردانو د والدینو کمیټه د حکومت دغه کار د هغې پریکړې برخه بولي چې په وینایې د ترکیې دولت په اشاره هڅه کوي په افغانستان کې د افغان ترک ښونځي وتړي. یاده کمېته وایي، د ترکیې حکومت له لوري د ملي یوالي پرحکومت فشار اچول شوی، چې په افغانستان کې د افغان ترک ترنامه لاندې ښونځي وتړي او استادان یې هغوی ته وسپاري. پوهنې وزارت د دې پېښې په تړاو څه نه دي ویلي، خو د افغان او ترکیې حکومتونو ترمنځ پریکړه شوې چې په افغانستان کې د افغان ترک ټول ښونځي به د (وقف)په نوم د ترکیې د معارف بنسټ ته سپارل کیږي او له دې وروسته به د هغوی له لوري اداره کیږي.      

ولسمشر: ژر به له طالبانو سره دامن تړون لاسلیک شي

ولسمشر: ژر به له طالبانو سره دامن تړون لاسلیک شي

٢٢ لړم ١٣٩٧ کابل نیوز کابل نیوز

سه شنبه, 22 لړم ولسمشر وایي، ډېر ژر به له طالبانو سره د امن یوه تړون ته ورسېږو ولسمشر غني جان هاپکینز پوهنتون ته د ویډیويي وینا پر مهال ویلي چې افغانان تر بل هر وخت سولې ته نږدې شوې دي. ولسمشر وایي، د سولې پر وړاندې ډیری خنډونه له مخې لرې شوي او اوس په دې بحث روان دی چې کله به دواړه لوري دسولې تړون لاسلیک کړي. ولسمشر دافغان سولې په پروسه کې دپاکستان له مداخلې سره مخالفت کړی او وایي دغه پروسه باید په خپله افغانان پر مخ یوسي. د ولسمشر غني په وینا که پاکستان د افغانستان په سوله کې مداخله وکړي او یا صلاحیت ورکړل شي نو د افغانستان روانه جګړه به لسیزې نوره هم اوږده شي. نوموړي په پوره ډاډ ویلي چې افغانان سولې ته نږدې شوي دي او ډېر ژر به واضح او د افغانانو په خوښه له طالبانو سره د سولې تړون رامنځ ته شي.  

د پرونۍ چاودنې د قربانيانو د کورنیو نیوکې

د پرونۍ چاودنې د قربانيانو د کورنیو نیوکې

٢٢ لړم ١٣٩٧ کابل نیوز کابل نیوز

سه شنبه, 22 لړم حکومت دې پر اعتراضیه غونډو د بریدونو عوامل مشخص کړي په کابل کې د دوشنبې ورځې د قرباني شوو کسانو خپلوان حکومت د لاریونوال امنیت د ټینګښت پروړاندې په بې پامۍ تورنوي. په کابل کې د قرباني شوو کسانو د کورنۍ غړي او خپلوان وايي، ځینې کړۍ په جدي توګه هڅه کوي، څو پر اعتراضیه غونډو او لاریونونو په بریدونو سره، خلک د اعتراضیه غونډو او تجمعاتو له ترسره کولو را وګرځوي. که څه هم په کابل کې د دوشنبې ورځې برید مسئولیت داعش پرغاړه واخیست، خو د قربانیانو د کورنیو غړي امنیتي ادارې د خلکو امنیت په ټينګښت کې ناکام بولي او وایي، چې حکومت دې د دې پېښو عاملان مشخص کړي. د هغو کسانو جنازې خاورو ته سپاري، چې تېره ورځ په غزني او ارزګان کې د نا امنیو په غبرګون یې لاریون کړی و، خو خپله د یوه ځانمرګي برید قرباني شول. ثریا یوه له هغو کسانو ده، چې په دې پېښه کې یې خپل دوه نږدې دوستان فاطمه او فرشته له لاسه ورکړي، خو ثریا وایي، چې تر اوسه د یادو کسانو کورنۍ، چې په جاغوري کې دي د مخابراتي سیستم د پرې کېدو له امله نه دي خبر، چې فاطمې او فرشتې خپل ژوند له لاسه ورکړی. په همدې حال کې د دوشنبې ورځې په پېښه کې د قرباني شویو کورنیو خپلوان حکومت د خلکو او  لاریونوالو امنیت ټینګښت په برخه کې په بې پروايی تورنوي. دوی وايي، چې ځینې کړۍ په جدي توګه کار کوي، څو اعتراضیه غونډې او تجمعات هدف وګرځوي او خلک ونشي کړای د خپلو حقونو د دفاع لپاره خپل غږ اوچت کړي. که څه هم ددې چاودنې مسئولیت داعش پر غاړه واخست خو د قربانیانو کورنۍ حکومت او امنیتي ادارې د خلکو، اعتراضیه غونډو، تجمعاتو او لاریونونو د امنیت په ټینګښت کې ناکام بولي او وایي، چې د ددې پېښو عوامل باید روښانه شي. دا اعتراضونه داسې مهال دي، چې د دوشنبې په ورځ یوه ځانمرګي برید کوونکي پر هغو لاریونوالو برید وکړ، چې په غزني او ارزګان ولایت کې د وروستیو نا امنیو په تړاو د اعتراض په توګه را وتلي وو او په دې برید کې ۶ تنه ووژل شول او ۲۰ نور ټپيان شول.

د مسکو ناستې په تړاو د سولې عالي شورا څرګندونې

د مسکو ناستې په تړاو د سولې عالي شورا څرګندونې

٢٢ لړم ١٣٩٧ کابل نیوز کابل نیوز

سه شنبه, 22 لړم له طالبانو غوښتنه وشوه، څو داځل له حکومت سره مذاکرات وکړي د سولې عالي شورا وایي، د مسکو په ناسته کې له طالبانو غوښتنه وشوه، څو داځل له افغان حکومت سره مخامخ مذاکرات وکړي. د سولې عالي شورا غړو، چې د مسکو ناستې د نتایجو په تړاو یوې غونډې ته وینا کوله وویل، چې د مسکو ناسته کې له طالبانو غوښتنه وشوه، څو دا ځل له افغان حکومت سره د سولې مذاکرات وکړي او تمه ښيي، چې طالبان به داځل د افغان حکومت له استازو سره وګوري. چارواکي وايي، چې په دې ناسته کې طالبانو او د نورو هیوادونو استازو ته د افغانستان د روان وضعیت واقعي تصویر وړاندې شو.د سولې عالي شورا څلور کسیز هیئت، چې د مسکو په ناسته کې یې ګډون کړی و په دې ناسته کې له وسله والو طالبانو سره د مذاکراتو په تړاو خپل راپور وړاندې کړ. د سولې عالي شورا ددې پلاوي مشر وایي، چې د مسکو ناسته د افغانانو لپاره هیله بښوونکې وه او په دې ناسته کې یې له وسله والو طالبانو غوښتنه کړې، څو دا ځل له افغان حکومت سره د سولې مخامخ مذاکرات وکړي. د سولې عالي شورا مسولین وايي، دا لومړی ځل وه، چې له طالبانو سره مخامخ خبرې کوي او په ناسته کې د ګډونوالو طالبانو نظرونه هم تر بل هر وخت څخه متفاوت وو. دوی هیله ښيي، چې طالبان به له افغان حکومت سره مخامخ مذاکراتو ته حاضر شي. د سولې عالي شورا دغه هیئت وایي، چې په دې ناسته کې د ګډون کوونکو هیوادونو استازو هم د افغانانو په مالکیت د سولې مذاکراتو د پيلولو غوښتنه کړې. بل پلو د سولې شورا غړي د سولې په برخه کې د زلمي خلیلزاد راتګ افغانستان ته مهم بولي او وايي، امریکا د افغان سولې په برخه کې خلیلزاد د شپږو میاشتو لپاره ګمارلی، چې نوموړی به په خپل ماموریت کې کامیاب وي. د سولې عالي شورا د مسکو ناستې نتایجو په اړه داسې مهال د خپلو لاسته راوړنو خبره کوي، چې تازه مسکو ناسته کې د طالبانو د هیئت مشر عباس ستانکزي ته منسوب غږ، چې رسنیو ته رسیدلی ویلي، چې دغه ناسته تر ډېره د طالبانو په ګټه تمامه شوې ده.  

امریکا د افغانستان ولسمشرۍ ټاکنو په ځنډولو غور کوي

امریکا د افغانستان ولسمشرۍ ټاکنو په ځنډولو غور کوي

٢٢ لړم ١٣٩٧ کابل نیوز کابل نیوز

سه شنبه, 22 لړم وال سټریټ ژورنال ورځپاڼه وايي، امریکا پردې غور کوي، چې د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنې وځنډوي. یادې ورځپاڼې په یوې مقاله کې لیکلي، چې د ولسمشر ټرمپ اداره د افغانستان په حکومت د ولسمشرۍ ټاکنو د ځنډولو په تړاو د فشار په واردولو غور کوي او د امریکا دغه هڅې د سولې پروسې یوه برخه ده. په مقاله کې د حل لارې په توګه د مؤقت حکومت د جوړېدو لپاره د یوې سترې ناستې رابللو یادونه هم شوې ده. خو پر انتخاباتو څارونکې ادارې وایي، چې زمان او انتخاباتي ستونزو ته په کتو د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د حمل ۳۱مه غیر عملي نېټه ده او ښايي ټاکنې وځنډیږي، خو ولسمشرۍ ماڼۍ او د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایي، چې دوی پر اعلان شوي تاریخ د ولسمشرۍ ټاکنو ترسره کېدو ته ژمن دي. په کابل کې د امریکا سفیر وايي، چې د انتخاباتو وخت ټاکل په افغانانو پورې اړه لري او دوی په دې بهیر کې مرستې کولو ته ژمن دي. د حکومت او امریکا له لوري د ولسمشرۍ راتلونکو ټاکنو د ځنډولو په تړاو تر را پورونو وروسته تازه وال سټریټ ژورنال ورځپاڼه وایي، چې د امریکا حکومت پر دې غور کوي، څو د افغانستان د ولسمشرۍ راتلونکي انتخابات وځنډوي. یادې ورځپاڼې په یوه مقاله کې لیکي، چې د ولسمشر ټرمپ اداره د افغانستان په حکومت د جمهوري ریاست د انتخاباتو د ځنډولو لپاره د فشار په راوستلو غور کوي او امریکايي چارواکو دغه څرګندونې د افغانستان په اړه په یوې غونډې کې کړې دي. پر انتخاباتو څارونکې ادارې وایي، چې زمان او انتخاباتي ستونزو ته په کتو د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د حمل ۳۱مه غیر عملي نېټه ده او ښايي ټاکنې وځنډیږي. خو ولسمشرۍ ماڼۍ او د ټاکنو خپلواک کمېسیون پر اعلان شوې نېټه، چې د راتلونکي کال د حمل ۳۱ ده  د ولسمشرۍ ټاکنو په ترسره کېدو ټینګار کوي او وايي، چې حکومت د اساسي قانون مطابق د ولسمشرۍ ټاکنو ترسره کېدو ته ژمن دی. د وال سټریټ ژورنال په مقاله کې همداراز راغلي، چې یوه بله حل لاره د یوه مؤقت حکومت د جوړېدو لپاره د یوې لویې ناستې رابلل دي، چې ښکیل اړخونه د جګړې د پای ته رسیدو لپاره توافق ته سره ورسیږي، او افغان سیاستوال، چې پخوانی ولسمشر هم پکې شامل دی هم ددې ناستې پر جوړېدو ټینګار لري، چې لویه جرګه ده. بل پلو په کابل کې د امریکا سفیر جان باس بیا وايي، چې دوی د افغانستان له انتخاباتي کمیسیونونو او افغان حکومت سره د ولسمشریزو ټاکنو په برخه کې مرستې ته ژمن دي. جان باس وايي، د انتخاباتو د ترسره کولو د نېټې په تړاو تصمیم په افغانانو پورې اړه لري. پر افغان حکومت د ولسمشرۍ ټاکنو د ځنډولو په تړاو د امریکا د فشار واردولو په تړاو څرګندونې داسې مهال دي، چې تردې مخکې هم د ولسمشرۍ ټاکنو د ځنډولو او د یوې بلې دورې لپاره د ملي یووالي حکومت مودې د تمدید په تړاو راپورونه خپاره شوي و.

سناتوران: د مسکو ناسته د سولې په تړاو یو مثبت اقدام و

سناتوران: د مسکو ناسته د سولې په تړاو یو مثبت اقدام و

٢٠ لړم ١٣٩٧ کابل نیوز کابل نیوز

يكشنبه, 20 لړم مشرانو جرګه وايي، د افغان سولې په تړاو د مسکو ناسته یو مثبت اقدام و، خو په دې ناسته کې د افغان پلاوي دریځ کمزوری و. سناتوران پر حکومت نیوکه کوي، چې د سولې عالي شورا پلاوي په ځای یې باید د بهرنیو چارو وزارت یو ډپلوماټیک پلاوی لیږلی وای، څو په دې ناسته کې د افغانستان موقف نړیوالو ته روښانه شوی وای. په ورته مهال د مشرانو جرګې غړي امنیتي ادارې په ناغیړۍ تورنوي او وايي، هره ورځ ملکي وګړي او امنیتي سرتیري تلفات ورکوي، خو دوی یې پروړاندې بې تفاوته دي. په مسکو کې د افغان سولې په تړاو غونډه، چې په لومړي ځل پکې وسله وال طالبانو له افغان پلاوي سره مخامخ د سولې خبرو ته کیناستل د سولې په تړاو ترسره شوو غونډو کې بیسارې بلل کیږي. دلته د مشرانو جرګې غړي یاده غونډه د افغان سولې په برخه کې مهمه او یو مثبت اقدام بولي، خو پر حکومت نیوکه کوي، چې باید د سولې عالي شورا غړو پر ځای یې د بهرنیو چارو وزارت یو ډیپلوماټیک پلاوی لیږلی وای. سناتوران وايي، چې د طالب پلاوي په پرتله د سولې عالي شورا پلاوي دریځ کمزوری وو. په ورته مهال د مشرانو جرګې غړي وايي، چې په فاریاب غزني، پکتیا، پکتیکا، ننګرهار او ګڼو نورو ولایتونو کې هره ورځ لسګونه ملکي وګړي او امنیتي سرتیري تلفات ورکوي او د هیواد په بیلا بیلو ولایتونو کې امنیت د خرابیدو په لور روان دی. سناتوران په امنیتي ادارو نیوکه کوي، چې په وار وار یې مشرانې جرګې ته د امنیتي وضعیت پوښتلو لپاره وربللي خو سره له دې چې د ملي امنیت، دفاع او کورنیو چارو وزیران کومه خاصه بوختیا نلري خو بیا هم د سناتورانو پوښتنو ځوابولو ته نه حاضریږي. د مشرانو جرګې د یک شبنې ورځې غونډې ته د ماليې وزارت له لورې د ۱۳۹۸ کال لپاره ځانګړې شوې بودیجه د مشورتي بحث لپاره د مالیې وزیر له لورې وړاندې شوه، چې د سناتورانو له مشورو وروسته به ولسي جرګې ته ولیږل شي.

د اریانا افغان الوتکې پيلوټ د تېروتنې له امله هندي پولیسو د څو ساعتونو لپاره د ډهلي هوايي ډګر محاصره کړی و

د اریانا افغان الوتکې پيلوټ د تېروتنې له امله هندي پولیسو د څو ساعتونو لپاره د ډهلي هوايي ډګر محاصره کړی و

٢٠ لړم ١٣٩٧ کابل نیوز کابل نیوز

يكشنبه, 20 لړم د راپورونو له مخې اریانا افغان هوايي الوتکه له نوي ډهلي د کندهار په لور خوځېده، چې د پيلوټ له لوري په تېروتنې د اختطاف زنګ وهل شوی دی، چې له دې سره سم د ترهګرۍ ضد هندي پولیسو د نوي ډهلي هوايي ډګر محاصره کړ او الوتکه یې له الوتنې را ګرځولې ده. تر دوه ساعته څېړنو وروسته معلومه شوې، چې د الوتکې پيلوټ په تېروتنې د خطر زنګ وهلی و او کومه ترهګریزه پېښه نه وه. په الوتکه کې ۱۳۳ کسه سپاره و او چا ته کوم زیان نه دی اوښتی.

شنونکي: غلطو سیاستونو افغانستان د رقابتونو په ډګر بدل کړی

شنونکي: غلطو سیاستونو افغانستان د رقابتونو په ډګر بدل کړی

٢٠ لړم ١٣٩٧ کابل نیوز کابل نیوز

يكشنبه, 20 لړم افغانستان د خپل مستقل سیاست د نه ساتلو له امله د نړیوالو قدرتونو د سیالیو پر ډګر بدل شوی. د چارو شنونکي د لومړنۍ نړیوالې جګړې سلمې کالیزې ته په اشارې وایي، چې هغه مهال افغان حکومت په نړیوالو جګړو کې بې طرفه سیاست غوره کړی و افغانستان هم د بهرنیانو له لاسوهنو خوندي و، خو اوس د ملي یووالي حکومت د غیرمستقل او نامتوازن سیاست له امله افغانستان د قدرتونو د رقابت په ډګر بدل شوی دی. شنونکي وایي، د حکومت نامتوازن بهرنی سیاست د دې لامل شوی، چې افغانستان عملآ د نیابتي جګړو په ډګر بدل شي. د لومړنۍ  نړېولې جګړې د پای ته رسېدو سل کال تېرېږي، خو لېدل کېږي، چې د افغانستان په شمول د منځني ختیځ په ګڼو هیوادونو کې لاهم د سترو قدرتونو د مداخلو له امله جګړې روانې دي. د دغې جګړې د سلمې کالیزې په مراسمو کې، چې د فرانسې په پلازمېنه پاریس کې د دوو ورځو لپاره نمانځل کېږي، په لومړۍ ورځ د امریکا په شمول د نړۍ د ګڼو هیوادونو استازو، د لومړۍ جګړې قربانیانو ته د ګلونو ګېډۍ کېښودې او د یادې جګړې په پای ته رسیدو یې خوښي وښوده. خو له دې ټولو سره سره، چې افغانستان په لومړۍ او دویمې نړیوالۍ جګړې کې برخه نه وه اخستې او بې طرفه سیاست یې غوره کړی و، ولې اوس د نړیوالو قدرتونو د تقابل په مرکز بدل شوی ؟ په اسلام اباد کې د طالبانو حکومت پرمهال افغان سفیر وایی، افغانستان د خپل ناپيلي سیاست د نه ساتلو له امله د نړیوالو قدرتونو پر ډګر بدل شوی. نوموړی وایي، له کومې ورځې، چې افغانستان خپل پخواني بې طرفه سیاست له لاسه ورکړی، د بهرنیانو مداخلې زیاتې شوې او افغانستان عملآ د قدرتونو د تقابل په مرکز بدل شوی. د چارو شنونکي د افغانستان اوسنی سیاست نقد کوي او وایي، چې د حکومت بهرني سیاست، چې تر ډیره اتکا په امریکا کوي، په سیمه کې حساسیتونه راپورته کړي دي. دوی وایي له کومې ورځې چې د امریکا په مشرۍ ځواکونو د ترهګرۍ ضد جګړې اهداف مبهم شوي، د سیمې هیوادونو حساسیتونه ورسره زیات شوي او  افغانستان ورو ورو د نیابتي جګړو پر لور ځي. په داسې حال کې، چې د امریکا ولسمشر د لومړۍ نړیوالې جګړې د پای ته رسېدو پر سلمې کالیزې خوښي ښودلې، شنونکي د واشنګټن پر دوه ګوني چلند نیوکه کوي او په افغانستان، منځني ختیځ او نورو هېوادونو کې د ددغه هېواد جنګ طلبانه سیاستونه د پوښتنې وړ بولي. د ملي شورا غړي هم له روان وضعیت نه اندېښنه ښيي او وایي، چې د ملي یووالي حکومت نامتوازنو سیاستونو او د امریکا مبهمې ترهګرۍ ضد جګړې افغانستان د سیمې او سترو قدرتونو ترمنځ د زور او وسلو ازمویلو په مرکز بدل کړی. په اروپا کې د لومړۍ نړیوالې جګړې د پای ته رسېدو د سلمې کالیزې مراسم داسې مهال نمانځل کیږي، چې د شنونکو په باور، که یو نوی نړیوال نظم رامنځته نه شي، د امریکا د اوسني یو قطبي نظم ستراتیژي به نړۍ د درېیمې نړیوالې جګړې پر لور بوځي.

په هرات کې پر افغان ترک ښونځیو چاپه

په هرات کې پر افغان ترک ښونځیو چاپه

٢٠ لړم ١٣٩٧ کابل نیوز کابل نیوز

يكشنبه, 20 لړم افغان ځواکونو د افغان ترک ښونځي کلابند کړي امنیتي ځواکونو په هرات کې پر افغان-ترک ښوونځیو چاپه وهلې. د افغان-ترک ښوونځیو د ادارې له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د یکشنبې په ورځ سهار ۶بجې افغان امنیتي ځواکونو او د هرات د پوهنې ریاست چارواکو په هرات کې د افغان-ترک پر ښځینه او نارینه ښوونځیو چاپه وهلې ده. خبرپاڼه زیاتوي چې د هلکانو په ښوونځي کې څو کسه استادان او ښوونکي د پولیسو له لوري نیول شوي او نامعلوم ځای ته لېږدول شوي دي. ددې ښوونځیو اداره وايي، چې د افغان حکومت او امنیتي ځواکونو دغه کار غیر قانوني دی او له ټولو نړیوالو معیارونو سره په ټکر کې عمل دی.

ننګرهاریان: د ویزو ورکولو لپاره منظم سیستم نشته

ننګرهاریان: د ویزو ورکولو لپاره منظم سیستم نشته

٢٠ لړم ١٣٩٧ کابل نیوز کابل نیوز

يكشنبه, 20 لړم په ننګرهار کې د پاکستان ویزو د ترلاسه کولو لپاره خلک له ګڼو ستونزو سره مخ دي. هره ورځ زرګونه کسان په ننګرهار کې د پاکستان ویزي اخستلو لپاره ورځي، خو ډېر شمېر دغه ویزه اخستونکي په میاشتو هم د ویزې اخستلو لپاره انتظار باسي، خو بیا هم نه بریالي کیږي. ویزه اخستونکي وايي، هغه کسان، چې واسطه او پيسي نه لري انتظار يي له میاشتو هم ډيريږي خو حکومتي مسولین وايي د ویزو د ورکړي لپاره يي تقسیم اوقات ترتیب کړي او هیڅوک په واسطه او پيسو ویزنه نه شي اخستلی . دا سلګونه کسان د جلال اباد ښار فوټبال لوبغالي ته د پاکستان ویزي اخستلو لپاره راغلي، څو دلته فورمه ډکه کړي او بیا په ملی بسونو کې پاکستان قونسلګرۍ ته انتقال شي. ویزه اخستونکي وايي په اونۍ او میاشتو انتظار وروسته هم نه دي بریالي شوي چي ویزي واخلي. دوی وايي ناروغان، سپین ږیري او میرمني په دې یخه او ګردجنه سیمه کې په شپو شپو انتظار باسي چې د پاکستان ویزه واخلي خو د زیاتي ګڼي ګوڼي له امله نه بریالي کیږي. امان الله، چي د ننګرهار ولایت د روداتو ولسوالۍ اوسیدونکی دی له دوه میاشتو انتظار وروسته هم نه دی بریالي شوي، چې د پاکستان ویزه واخلي او خپله ناروغه میرمن او ماشومان د درملني لپاره دې هیواد ته یوسي. د ملي یوالي حکومت د رامنځته کیدو وروسته په ننګرهار کې د پاکستان د ویزي اخستل ورځ تر بلي سختیږي. د کمیشن کارانو پراخو فعالیتونو، د ویزي په ورکړه کې ځنډ او د فساد د خبرونو تر خپریدو وروسته د ننګرهار ولایتي اداري د پاکستاني ویزو د اخستلو لپاره د فورمو ورکړه د جلال اباد ښار فوټبال لوبغالي ته انتقال کړه او اوس دغلته خلک د تقسیم او قات له مخي د ویزو لپاره فورمي اخلي او بیا په ملی بسونو کې قونسلګرۍ ته انتقالیږي . هڅه مو وکړه، په دي تړاو د پاکستان قونسلګرۍ سره هم دغه ستونزه شریکه کړو، خو په نظر اخستلو يي بریالي نه شو. د ننګرهار، کونړ، لغمان او نورستان سربیره د غزني، خوست، پکتیا او پکتیکا ولایتونو اوسیدونکي ننګرهار کې د پاکستان قونسلګرۍ ته د ویزي اخستلو لپاره ورځي.