بازتاب نیوز

عبدالسلام ضعیف: امریکا د افغان کړکیچ سیاسي حل غواړي

عبدالسلام ضعیف: امریکا د افغان کړکیچ سیاسي حل غواړي

٢٠ لړم ١٣٩٧ کابل نیوز کابل نیوز

يكشنبه, 20 لړم یوشمېر پخواني طالب چارواکي وایي، له اووه لس کلنې جګړې وروسته امریکا د افغان کړکیچ سیاسي حل غواړي. مولوي عبدالسلام ضعیف له کابل نیوز سره په مرکه کې وویل، چې په افغانستان کې د امریکا جنګي ستراتیژي له ماتې سره مخ شوې او اوس هڅه کوي دغې اوږدې جګړې ته سیاسي حل لاره پیدا کړي. ضعیف وایي، د مسکو وروستۍ ناستې یوشمېر بې باورۍ او شکونه له منځه یووړل او دغه راز ناستې کولای شي ښکېل لوري د جګړې اصلي واقعیتونو ته ځیر او د تفاهم مناسبه لاره پیدا کړي. په ورته مهال په کابل کې د روسیې سفارت د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د مسکو ناستې ګډونوالو د خپلو مشورتي ناستو پر جاري ساتلو توافق کړی. د مسکو په ناسته کې د ملي یووالي حکومت د رسمي استازو له نه ګډون سره سره، دې ناستې په کور د ننه او بهر د افغان کړکیچ سیاسي حل ته هیلې زیاتې کړې دي. سره له دې، چې متحده ایالاتو دې ناستې ته رسمي پلاوی نه و استولی، خو د دې ناستې له پیل سره همهاله افغانستان او د سیمې هیوادونو ته د افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد دویم سفر ښيي، چې متحده ایالاتو هم خپل تحرک زیات کړی. یوشمېر پخواني طالب چارواکي د سولې لپاره وروستیو پیل شویو هڅو ته خوشبین دي او وایي امریکا له اووه لس کلنې جګړې وروسته اوس پریکړه کړې چې افغان کړکیچ ته سیاسي حل پیدا کړي. په پاکستان کې د طالبانو پخواني سفیر عبدالسلام ضعیف له کابل نیوز سره په یوه ځانګړې مرکه کې وویل چې په افغانستان کې د متحده ایالاتو جنګي ستراتیژي له ماتې سره مخ ده او له همدې امله یې سیاسي جوړجاړي ته مخه کړې ده. دغه پخوانی طالب چارواکی د مسکو ناسته د افغان سولې په برخه کې مثبت او مهم پرمختګ بولي او وایي، له دې غونډې وروسته د ښکېلو لوریو ترمنځ شته بې باورۍ او شکونه له منځه ولاړل. د ضعیف په باور، د دغه راز ناستو دوام د جګړې په پای ته رسولو کې پام وړ مرسته کولای شي. دغه پخوانی طالب چارواکی داسې مهال د امریکا او روسیې له لوري د سولې په هدف پیل شویو هڅو ته خوشبیني ښيي، چې د افغان سولې لپاره د متحده ایالاتو ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد یوځل بیا کابل ته راغلی او د ولسمشر غني ترڅنګ یې له یوشمېر سیاسي او جهادي مشرانو سره کتلي دي.        

اصغري: د پارلماني ټاکنو رایو بیا شمېرل د ولسمشرۍ ټاکنې ځنډوي

اصغري: د پارلماني ټاکنو رایو بیا شمېرل د ولسمشرۍ ټاکنې ځنډوي

٢٠ لړم ١٣٩٧ کابل نیوز کابل نیوز

يكشنبه, 20 لړم پر انتخاباتو څارونکې ادارې وايي، په کابل او ولایتونو کې د ولسي جرګې ټاکنو د رایو بیا شمېرنه به د ولسمشرۍ ټاکنې وځنډوي. په داسې حال کې، چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د کابل او یوشمېر نورو ولایتونو د رایو د بیا شمېرلو خبره کړې، ناظر بنسټونه او د ملي شورا غړي وایي، چې د رایو بیا شمېرل به د ولسمشرۍ ټاکنو د ځنډېدو سبب شي. په ورته مهال د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایي، چې په کابل کې د رایو بیا شمېرل به د نویو کارکوونکو له لوري ترسره شي. د انتخاباتو کمیسیون د کابل اړوند کمیسیون ټول کارکوونکي بدل کړي دي. د کابل په ګډون د افغانستان په یوشمېر ولایتونو کې د ولسي جرګې ټاکنو د رایو بیاځلې شمېرلو په تړاو د کمېسیون پر تازه تصمیم نیوکې ډېرې شوې دي. پر ټاکنو څارونکي بنسټونه وايي، چې د رایو بیا شمیرل ډیر وخت ته اړتیا لري او دا کار به د ولسمشرۍ راتلونکي انتخابات وځنډوي. بل پلو ناظر بنسټونه وایي، چې د کابل د ولایتي دفتر کمېسیون د رئیس او نورو کارکوونکو د لرې کېدو او پر ځای یې د نویو کسانو راتګ به هم د ولسمشرۍ راتلونکي انتخابات وځنډوي او که ټاکنې هم پر وخت ترسره شي له ګڼو ستونزو او درغلیو به ډکې وي. په ورته مهال د ملي شورا غړي د ولسي جرګې په ټاکنو کې د منظم پلان نشتوالی، نه همغږي، په کارونو کې سهل انګاري هغه عوامل ګڼي، چې ښايي د ولسمشرۍ ټاکنو د ترسره کېدو په وخت کې ځنډ رامنځ ته کړي. خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایي، چې د راتلونکي کال د وري په ۳۱ مه د ولسمشرۍ ټاکنو ترسره کېدل د دوی لپاره سره کرښه ده او هیڅ کله به هم له ځنډ سره مخ نه شي. خو د کمیسیون مسئولان وایي، چې که پروخت بودیجه ونه رسیږي ښايي یادې ټاکنې له ستونزو سره مخ شي. ټاکل شوې وه تېره اوونۍ د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ولسمشرۍ ټاکنو مهالویش اعلان کړي، خو چارواکي وایي، چې د کار د زیاتوالي له امله د ولسمشرۍ ټاکنو د مهالویش اعلان یوازې د څو ورځو لپاره ځنډېدلی دی.

د کوچیانو له لوري د کارول شویو رایو د ابطال هڅې کیږي

د کوچیانو له لوري د کارول شویو رایو د ابطال هڅې کیږي

٢٠ لړم ١٣٩٧ کابل نیوز کابل نیوز

شنبه, 19 لړم په بغلان ولایت کې د کوچیانو استازي شکایت کوی، چې په ټاکنو کې د دوی له لوري د کارول شویو رایو د ابطال هڅې کیږي. بغلان کې کوچیان ادعا کوي، چې یوشمیر نوماندان په دې هڅه کې دي، چې دې ولایت کې د کوچیانو له لوري کارول شوې رایې په دې پلمه  باطلې کړي، چې ګنې دغلته بایومتریک نه دی کارول شوی او یاهم د ځينو نوماندانو په ګټه درغلۍ شوي. کوچیان خبرداری ورکوي، چې که یې غږ وانه ورېدل شي او ټاکنیزکمیسیونونه یې رایې باطلې اعلان کړي بغلان کې به د کوچیانو امریت دروازه وتړي او راتلونکو  ولسمشریزو ټاکنو کې به هم ونډه وانه خلي. بغلان کې د کوچیانو سرخیلان د یوې خبري ناستې پرمهال وايي یو شمیر کوچي نوماندانو، چې له دې ولایت څخه یې رایه نه ده اخیستې په دې هڅه کې دي، چې د رایې په مرکزونو کې د بایومټریک دنه کاریدو او یا په دې ادعا، چې دغلته د ځانګړو نوماندانو په ګټه درغلۍ  شوي کارول شوې  رایې باطلې کړي. کوچیان وايي د ټاکنوکمیسیون کارکوونکو وړتیا نه درلوده، چې بایومټریک څه ډول وکاروي او څنګه د رایې مرکزونو ته ځانونه حاضر کړي، چې اوس دې کې ګرم دوی نه دي. بغلان کې د کوچیانو استازي حکومت او د ټاکنیزو کمېسیونونو ته خبرداری ورکوي، چې که رایې  یې باطله اعلان کړي، بغلان کې به د کوچیانو امریت دروازه وتړي، خپلې تذکرې به لمنځه یوسي، راتلوونکو ولسمشریزو ټاکنو کې به رایه ورنه کړي او په مدني حرکتونو به لاس پورې کړي . دوی وايي، چې زرګونه سټېکر شوې تذکرې یې له دې امله په لاس کې پاتي او رایه یې نه ده وکړې، چې د رایې مرکزونه ځينې کوچي میشته سیمو ته نه و تللي. په بغلان ولایت کې د کوچیانو د استازو دغه شکایتونه داسې مهال دي، چې ټاکنیزکمېسیونونه وايي، چې له بایومټریک پرته هغو کارول شویو رایو ته هم اعتبار ورکوي، چې په فهرست کې د رای ورکوونکو نومونه موجود وي.

په هرات کې د غلا په تور د اتو تنو نیول کېدل

په هرات کې د غلا په تور د اتو تنو نیول کېدل

٢٠ لړم ١٣٩٧ کابل نیوز کابل نیوز

شنبه, 19 لړم په هرات ولایت کې امنیتي ځواکونو اته تنه د ۲۴ میلیونه افغانیو د غلا په تور نیولي دي. په دې تورنو کسانو کې، چې یو پولیس او د یوه خصوصي بانک دوه کارکوونکي شامل دي درې ورځې مخکې یې په دې ولایت کې د یوه خصوصي بانک له موټر څخه ۲۴ میلیونه افغانۍ غلا کړې او ددې پېښې پرمهال په نښته کې دوه تنه وژل شوي هم و. د هرات امنیه قوماندان امنیتي سرتیرو ته سپارښتنه کوي، څو وسله وال غله او برمته کوونکي هدف ورګرځوي.

طالبان: داعش د حکومت او بهرنیانو له خوا حمایه کیږي

طالبان: داعش د حکومت او بهرنیانو له خوا حمایه کیږي

٢٠ لړم ١٣٩٧ کابل نیوز کابل نیوز

شنبه, 19 لړم په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر وایي، داعش ډله د حکومت او امریکا ګډه پروژه ده. شیرمحمد عباس ستانکزي په مسکو کې یوې خبري ناستې ته د خبرو پرمهال وویل، چې افغان ځواکونو څو ځله داعش جنګیالي د طالبانو له کلابندۍ ژغورلي او د خلاصون لپاره یې پر طالبانو بمبارۍ کړې دي. عباس ستانکزی وایي، افغان حکومت د سولې ارداه نه لري او د مسکو ناستې په څیر د سولې په نړیوالو کنفرانسونو کې د ګډون پرځای د هغو پر وړاندې خنډونه جوړوي. په ورته مهال د ملي شورا غړي د مسکو ناسته د افغان سولې په تړاو یو مثبت او اغیزناک اقدام بولي، خو په دې کنفرانس کې د حکومت او امریکايي استازو پر نه ګډون نیوکې کوي. په قطر کې د وسلوالو طالبانو د سیاسي دفتر رییس په مسکو کې یوې خبرې ناستې ته د خبرو پرمهال د لومړي ځل لپاره د افغانستان پر روان وضعیت، سوله او د مذاکراتو د پیل په تړاو تفصیلي خبرې وکړې. شیرمحمد عباس ستانکزی په افغانستان کې جنګېدونکې داعش ډله بهرنۍ بولي او وایي د دې ډلې جنګیالي د حکومت او بهرنیانو قوي ملاتړ لري او له یوه ځایه بل ځای ته یې لیږدوي. ستانکزی وایي ،څو میاشتې وړاندې یې د فاریاب په درزاب ولسوالۍ کې داعش ډله کلابنده کړې وه، خو افغان ځواکونه یې مرستې ته ورغلل او هغوی یې د طالبانو له منګولو وژغورل. شیرمحمد عباس ستانکزی وایي، افغان حکومت د سولې اراده نه لري، ځکه په باور یې هغوی د جګړې په دوام کې خپلې ګټې  ګوري او له همدې امله د مسکو په څیر په نړیوالو ناستو کې نه یوازې ګډون نه کوي بلکې پر وړاندې یې خنډونه جوړوي. طالب استازی وایي، افغان کړکیچ کورنی او بهرنی اړخ لري، خو دوی لومړی هڅه کوي په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د حضور، له تورلیست څخه د طالب مشرانو لرې کول او ورته نور مسایل مخامخ له امریکا سره حل کړي. طالبان وایي،اوسنی حکومت د خلکو استازیتوب نه شي کولای، خو وایي د سیاسي ګوندونو له استازو سره خبرو ته چمتو دي او څوځله یې له هغوی سره خبرې هم کړې دي. د مسکو له ناستې وروسته په کور د ننه هم د سولې خبرو لپاره خوشبیني زیاته شوې، خو پرحکومت او امریکایانو له دې امله نیوکې کیږي چې په ورته ناستو کې نه ګډون یې د دې ښکارندويي کوي چې د سولې لپاره رښتینې اراده نه لري. د مسکو په ناسته کې د طالبانو ګډون دې ډلې ته په نړیوالو سټیجونو د راڅرګندیدو له اړخه مهم و او مسکو هم ددې ناستې له لارې وښوده، چې له طالبانو سره اړیکې لري او د افغانستان د سولې په برخه کې رول لوبولی شي.      

غني: راتلونکو ټاکنو کې سرور دانش زما ترڅنګ ولاړ دی

غني: راتلونکو ټاکنو کې سرور دانش زما ترڅنګ ولاړ دی

٢٠ لړم ١٣٩٧ کابل نیوز کابل نیوز

شنبه, 19 لړم ولسمشر غني وایي، ولسواک نظام د افغانستان د نجات یوازینۍ لار ده. اشرف غني، چې په دایکنډي ولایت کې یوې غونډې ته وینا کوله وویل، چې د اساسي قانون مطابق د یوه ولسواک نظام ایجاد د افغانستان د نجات او د ثابت د ټینګښت یوازینۍ لار ده او د نورو نظامونو تجربو نتیجه نه ده ورکړې. اشرف غني وایي، چې د ولسمشرۍ په راتلونکو انتخاباتو کې سرور دانش له ده سره ولاړ دی او خپل نیمګړي پروګرامونه به تکمیل کړي. د لوی ملي ائتلاف له لوري د ولسمشرۍ راتلونکو انتخاباتو ته د یوه اته کسیز انتخاباتي ټکټ د وړاندې کولو په تړاو تر څرګندونو وروسته ولسمشر غني وایي، چې د افغانستان د نجات یوازینۍ لار د اساسي قانون پراساس د یوه ولسواک نظام راتلل دي. اشرف غني په دایکنډي ولایت کې یوې غونډې ته د وینا پرمهال وویل، چې په افغانستان کې ډېر نظامونه تجربه شوي، خو هغه نظام، چې ثبات رامنځ ته کوي د اساسي قانون مطابق د یوه ولسواک نظام جوړېدل دي. محمد اشرف غني یوځل بیا پروخت د ولسمشرۍ ټاکنو په ترسره کېډو ټینګار کوي او وایي، چې د خپلو پروګرامونو د بشپړولو او له جغرافیايي زندان څخه د مرکزي ولایتونو د اېستلو لپاره به راتلونکو انتخاباتو کې سرور دانش د تېر په څېر دده ترڅنګ ولاړ وي. ولسمشر غني په دې غونډه کې وویل، چې د دایکنډي ولایت د امنیت بهبود لپاره به د سیمه ییزې اردو یو کنډک ایجاد او په نا امنو ولسوالیو کې به عملیات ترسره شي. د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو لپاره د ولسمشر غني چمتووالی داسې مهال دی، چې په دې وروستیو کې په کور دننه سیاسي احزابو او جریانونو هم د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د انتخاباتي ټکټونو پر جوړولو سلا مشورې پیل کړې دي.      

صیاد: د ولسمشرۍ ټاکنې د حمل په یو دېرشمه ترسره کیږي

صیاد: د ولسمشرۍ ټاکنې د حمل په یو دېرشمه ترسره کیږي

٢٠ لړم ١٣٩٧ کابل نیوز کابل نیوز

شنبه, 19 لړم د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایي، ولسمشرۍ ټاکنې د حمل په ۳۱مه نیټه ترسره کیږي، خو بشپړ مهالویش به یې دوه ورځې وروسته اعلان شي. ټاکل شوې وه، چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د شنبې په ورځ د ولسمشرۍ ټاکنو بشپړ مهالویش اعلان کړی وای، خو کمېسیون وایي، چې د قانون له مخې تر اوسه د ولسمشرۍ ټاکنو مهالویش اعلان لپاره ډېروخت پاتې دي. د کمېسیون چارواکي وایي، چې په غزني کې د ټاکنو پر وړاندې د راپورته شوې ستونزې د حل لپاره د حکومت یو درې کسیز هیئت خپل کار پيل کړی دی. په داسې حال کې، چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون په وار وار د ولسمشرۍ ټاکنو مهالویش د اعلان په تړاو خپل چمتووالی اعلان کړی، خو تر اوسه دغه مهالویش نه دی نهايي شوی. د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایي، چې د ولسمشرۍ ټاکنې به د راتلونکي کال د حمل په ۳۱مه نېټه ترسره کیږي، خو ددې ټاکنو لپاره ټول مهالویش نه دی نهايي شوی او تر راتلونکو دوه ورځو به نهايي او اعلان شي. د قانون له مخې د ولسمشریزو انتخاباتو مهالویش باید تر انتخاباتو ۱۸۰ ورځې اعلان شي. د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایي، چې د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ترسره کیدو ته ژمن دي او د بودیجې په تړاو خبرې روانې دي او ددې ستونزو په حل سره به انتخابات ترسره شي. په ورته مهال د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایي، چې د غزني انتخاباتو په اړه د راپورته شوې ستونزې د حل لپاره درې کسانو سروردانش، د محلي ارګانونو رییس او انجنیر محمد خان ته دنده سپارلې، څو یاده ستونزه حل او د ټاکنو لپاره زمینه برابره کړي. د ولسمشرۍ ټاکنو مهالویش په اعلان کې ځنډ داسې مهال دی، چې د ملي شورا غړي وايي، که کمېسیون د راتلونکو انتخاباتو لپاره خپلې چارې سمې ترسره نه کړي، راتلونکې ټاکنې به هم له ستونزو ډکې او ځنډنۍ شي.      

وکیلان: په ډېرو ولایتونو کې نا امنۍ اوج ته رسیدلي

وکیلان: په ډېرو ولایتونو کې نا امنۍ اوج ته رسیدلي

٢٠ لړم ١٣٩٧ کابل نیوز کابل نیوز

شنبه, 19 لړم د ولسي جرګې غړي وایي، د افغانستان اکثره ولایتونه د نا امنیو شاهد دي، خو حکومتي مسئولان په کمپایني سفرونو بوخت دي. د ولسي جرګې غړي وایي، چې د غزني په شمول د افغانستان اکثرو ولایتونو کې نا امنۍ اوج ته رسیدلي، خو د حکومت مشران په کمپایني سفرونو بوخت دي. وکیلان د حکومت امنیتي تګلاره ناکامه بولي او وایي، چې د وسله والو لاس ته پرمختللې وسلې ورغلي او د افغانستان ۶۵ سلنه خاوره د وسله والو لاس ته ورغلې. د ولسي جرګې غړي په غزني، ارزګان، فاریاب، ننګرهار او د افغانستان په ګڼو نورو ولایتونو کې د امنیتي وضعیت له خرابوالي اندېښنه ښيي. د ولسي جرګې د شنبې ورځې په عمومي غونډه کې وکیلانو وویل، چې د افغانستان ګڼ ولایتونه د جګړو شاهد دي، نا امنۍ اوج ته رسیدلي، خو حکومتي مسئولان په خپلو کمپایني سفرونو بوخت دي. د دوی په خبره، په ټول هېواد کې نا امني اوج ته رسدلې خو د حکومت مشران په کمپایني سفرونو بوښت دي. په ورته مهال په ولسي جرګه کې د غزني د خلکو یو شمېر استازي په غزني ښار د طالبانو له بیا ځلې حملې په وېره کې دي او وايي که حکومت ورته توجه ونه کړي ممکن دغه ولایت یوځل بیا د وسله والو لاس ته سقوط  بیا ځل لپاره سقوط وکړي. په ورته مهال د ولسي جرګې غړي د ملي یووالي حکومت امنیتي ستراتیژي ناکامه بولي او وايي، له نیم څخه زیاته خاوره د مخالفینو په واک کې ده. دوی همدا راز د وسلوالو طالبانو لاسته د پرمختللو وسلو په اړه هم اندېښمن دي. د ولسي جرګې غړو د شنبې ورځې په امیتازي ساعت کې د افغانستان په روان بد امینتي وضعیت داسې مهال اندېښنه وښوده، چې لا هم د افغانستان په ډېری ولایتونو کې جګړې روانې دي او زیاتې ولسوالۍ د طالبانو په ولکه کې دي.

په پکتیا کې پر ملکي خلکو هوايي برید

په پکتیا کې پر ملکي خلکو هوايي برید

٢٠ لړم ١٣٩٧ کابل نیوز کابل نیوز

شنبه, 19 لړم په دې برید کې ۵ ملکي کسان وژل شوي دي په پکتیا ولایت کې د یوه هوايي برید له امله ۵ ملکي کسان وژل شوي دي. د پکتیا ولایت اوسیدونکي او مدني فعالان وایي، چې دغه برید د ځاځي اریوب ولسوالۍ په خوزې خېلو سیمه کې پر هغه موټر شوی، چې ملکي کسان پکې سپاره وو. دوی وایي، چې وژل شویو کې یو ماشوم دوه ښځې او دوه نارینه شامل دي. افغان حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي. دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې یو ځل بیا هوایي بریدونو زور اخیستی چې تر ډېره یې قربانیان ملکیان وي

د انوارالحق احدي په مشرۍ نوې ملي جبهه له ملي ائتلاف څخه ووته

د انوارالحق احدي په مشرۍ نوې ملي جبهه له ملي ائتلاف څخه ووته

١٥ لړم ١٣٩٧ کابل نیوز کابل نیوز

سه شنبه, 15 لړم د انوارالحق احدي په مشرۍ نوې ملي جبهې له لوی ملي ائتلاف سره پریکون وکړ. د نوې ملي جبهې غړو د یوې خبري غونډه پرمهال د افغانستان له لوی ملي ائتلاف څخه د دې جبهې جلا کېدو علت په ائتلاف کې د ناسمو طرحو نه موجودیت، د صدراتي نظام پرسر بحث او د اجرائیه ریاست جوړښت د دوام پر سر اختلاف ښيي. نوې ملي جبهه وایي، چې د لوی ملي ائتلاف له لوري دا ډول طرحې د افغانستان راتلونکي لپاره خطرناکې دي او له همدې امله دوی خپله لار ترې جلا کړه. د افغانستان لوی ملي ائتلاف، چې پکې د حکومت اوسنيو او پخوانيو چارواکو په شمول ګڼ سیاستوال را غونډ شوي تازه ترې د انوارالحق په مشرۍ نوې ملي جبهې ورسره پریکون اعلان کړ. د نوې ملي جبهې غړي وایي، چې د افغانستان له لوی ملي ائتلاف سره یې د یو لړ ملحوظاتو له امله رسمآ خپل پریکون اعلان کړ. د نوې ملي جبهې مسولین وایي، له ائتلاف څخه د دوی د جلا کېدو علت له هغو طرحو سره مخالفت و، چې د افغانستان او افغانانو په خیر نه دي. د ملي جبهې غړي وايي، چې د احدي مخالفت د لوی ملي ایتلاف سره په هغه طرحه وو، چې پکې صدارتي نظام ته درې مرستیالان په نظر کې نیول شوي و او په اوسنۍ بڼه د اجرائیه ریاست پُست د دوام خبره پکې شوې وه. دوی وايي، د ایتلاف غوښتنې د اساسي قانون خلاف وې. په همدې حال کې د نوې ملي جبهې مسولین وایي، چې راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته د انورالحق احدي نوماندیدل به په مستقلانه توګه وي. د نوې ملي جبهې رییس انورالحق احدي د افغانستان لوی ملي ایتلاف څخه داسې مهال جلا کیږي، چې تردې د ائتلاف بل کلیدي غړي همایون همایون هم اعلان وکړ، چې له ولسمشر غني سره په مشروط ډول توافق ته رسیدلی دی.      

د افغانستان ـ چین د لومړني هوایي دهلیز له لارې صادارت پیل شول

د افغانستان ـ چین د لومړني هوایي دهلیز له لارې صادارت پیل شول

١٥ لړم ١٣٩٧ کابل نیوز کابل نیوز

سه شنبه, 15 لړم د افغانستان او چین ترمنځ لومړنی هوایي دهیلز رسماً پرانستل شو. ولسمشر غني، چې په کابل کې د افغانستان ـ چین هوایي دهلیز پرانستنې په مناسبت جوړې شوې ناستې ته خبرې کولې وویل، له دې وروسته به د افغانستان صادارت د نورو هیوادونو پرځای د افغانستان  په ځانګړي مارک او نوم صادریږي. خو ویل کیږی د ورته هوایي دهلیزونو مالي لګښت د USAID له سب سایډي پیسو ورکول کیږي او د معلوماتو له مخې افغان حکومت له دې درکه ۱۵۰ میلیون ډالره زیان کړی چې دمرستو په قطع کېدو سره به ټول هوایي دهلیزونه بیرته وتړل شي. له یوشمېر بهرنیو هیوادونو سره د هوایي دهلیزونو د پرانستلو په دوام داځل د افغانستان ـ چین ترمنځ هوایي دهلیز پرانستل شو. ولسمشر محمد اشرف غنی، چې په همدې مناسبت جوړې شوې ناستې ته خبرې کولې وویل، د هوایی دهلیزونو په پرانستلو سره د افغانستان صادرات څو چنده لوړ شوي او افغان سوداګرو له دې درکه ډیره ګټه ترلاسه کړې ده. ولسمشر وایي، له دې وروسته به بهر ته د افغانستان ټول صادرات د بهرنیو هیوادونو پرځای د افغانستان په ځانګړي مارک او نوم صادریږی. چین ته د افغانستان د صادراتي توکو لومړنی جوپه د جلغوزیو او وچې میوې صادراتي توکي دی، چې د چارواکو په وینا کچه به یې نوره هم زیاته شي. ولسمشر غني وایي، افغان حکومت به لدې وروسته په خپلو طبعي سرچینو پانګونه زیاته او په دې ډول به د افغان سوداګرو او پانګوالو سره مرسته وکړي. که څه هم ولسمشر محمد اشرف غنی د ورته هوایي دهلیزونو پرانسته د افغانستان د صادراتو لپاره مهم ګام بولي، خو د معلوماتو له مخې د هوایي دهلیزونو د ایجاد مالي لګښت د USID له سب سایډي پیسو ورکول کیږی او افغانستان تر دامهاله له دې درکه ۱۵۰ میلیون ډالره زیان کړی. شنونکي وایي، د افغانستان او چین ترمنځ د ریل کرښې پر موجودیت د هوایي دهلیز پرانستنه نمایشي ګام دی او حکومت دې د ورته پروژو پرځای د ځمکې له لارې له چین، ازبکستان  او قزاقستان سره شته سوداګریزې ستونزې حل کړي. ولسمشر غني داسې مهال له چین سره هوایي دهلیز پرانیستی دی، چې شنونکي وایي، په نړۍ کې تر ټولو ګرانه سوداګریزه لار هوايي دهلیزونه دي او دا لاره افغانستان ته هم په لوړه بیه تمامېږي.  

د سولې د ملي مشورتي بورډ رامنځ ته کېدل

د سولې د ملي مشورتي بورډ رامنځ ته کېدل

١٥ لړم ١٣٩٧ کابل نیوز کابل نیوز

سه شنبه, 15 لړم سناتوران: د موازي جوړښتونو رامنځ ته کېدل هیڅ ګټه نه لري افغان حکومت وايي، د سولې بهیر چټکتیا لپاره د سولې ملي مشورتي بورډ رامنځ ته کوي. ولسمشرۍ ماڼۍ وايي ټاکل شوې د سولې ملي مشورتي بورډ کې به د افغانستان له ۳۴ ولایتونو د سیاسي ګوندونو، مدني ټولنې، ښځو او پیژندل شویو څیرو استازي ګډون ولري، چې هدف به یې د سولې په برخه کې مشورې ورکول وي. خو د ملي شورا غړي د حکومت له لوري د سولې ملي شورتي بورډ رامنځ ته کول بې ګټې ګام بولي او وایي، چې افغان حکومت دې د موازي جوړښتونو پرځای د سولې لپاره رېښتیني اقدامات وکړي. سره له دې، چې د سولې عالي شورا له ملیوني لګښتونو سره سره د پام وړ لاسته راوړنه نه لري او پر کړنو یې انتقادونه ډېر دي، خو تازه حکومت غواړي، څو د سولې بهیر چکټیا لپاره د سولې ملي مشورتي بورډ هم رامنځ ته کړي. ولسمشرۍ ماڼۍ وایي، چې د سولې هڅو چټکتیا لپاره د افغانستان له ۳۴ ولایتونو د سیاسي ګوندونو استازي، مدني فعالان او مطرح کسان راغوښتل کیږي او په دې ملي مشورتي بورد کې به خپل نظریات شریکوي. خو د ولسمشرۍ ماڼۍ له لوري د سولې په تړاو د ملي مشورتي بورډ د رامنځ ته کېدو پروړاندې غبرګونونه هم موجود دي. د مشرانو جرګې غړي وایي، د سولې عالي شورا په موجودیت کې د دا ډول بورډونو او موازي جوړښتونو رامنځ ته کول د سولې په برخه کې اغیزناک نه شي تمامیدلی. بل پلو په داسې حال کې، چې د مسکو ناستې ترسره کېدو لپاره کمې ورځې پاتې دي او د افغانستان دولت په استازیتوب به یوازې د سولې عالي شورا هیئت ګډون کوي د مشرانو جرګې غړي دغه ناسته د افغانستان لپاره حیاتي بولي او وایي، چې په دې ناسته کې طالبان هم ګډون کوي، نو پکار وه، چې د افغان حکومت استازو هم برخه اخیستې وای. د حکومت له لوري د سولې په تړاو د ملي مشورتي بورډ پر رامنځ ته کولو نیوکې داسې مهال دي، چې د سولې عالي شورا له تېرو څو کلونو راهیسې له لوړو لګښتونو سره سره په دې برخه کې اغیزناک نقش نه دی لوبولی.

حکمتیار: ځیني کړۍ د ولسمشرۍ ټاکنو د بحراني کېدو هڅې کوي

حکمتیار: ځیني کړۍ د ولسمشرۍ ټاکنو د بحراني کېدو هڅې کوي

١٥ لړم ١٣٩٧ کابل نیوز کابل نیوز

سه شنبه, 15 لړم ګلبدین حکمتیار وايي، له اوو حزبونو سره پر یوه مشخص انتخاباتي ټکټ خبرې کوي، خو که نتیجې ته ونه رسیږي حزب اسلامي به خپلواک نوماند وړاندې کوي. د حزب اسلامي مشر وايي، چې د ولسي جرګې ټاکنې له درغلیو ډکې وې او د ټاکنو اړوند کمیسیونونه باید له بایومیټریک پرته کارول شوې رایې حساب نه کړي. نومړی زیاتوي که د ولسي جرګې ټاکنو په تړاو د احزابو غوښتنې ونه منل شي د موقت حکومت پر جوړیدو به غور وکړي. د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار، چې ولسي جرګې ټاکنو ته د حزب اسلامي نوماندانو په غونډه کې وینا کوله وايي، چې یاد حزب د ولسي جرګې تیرو ټاکنو ته ۳۰۰ نوماندان وړاندې کړې وو. ګلبدین حکمتیار د ولسي جرګې تیرې ټاکنې له درغلوی او جعل ډکې بولي او ټینګار کوي، چې په ټاکنو کې له ګڼو ستونزو سره سره بیا هم د یادو ټاکنو پایلو ته په تمه دی. نوموړی وايي، چې له بایومیټریک پرته د کارول شویو رایو حساب ورته د منلو وړ نه دی او که حکومت د احزابو دې او نورو غوښتنې ته پام ونکړي د موقت حکومت په جوړیدو به غور وکړي. ګلبدین حکمتیار په شفافه توګه د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو په ترسره کیدو هم ټینګار کوي او وايي، چې ځیني ډلې هڅه کوي تر څو د ډیرو نوماندانو په معرفي کولو سره رایې وویشي او ټاکنې بحراني کړي. حکمیتار وايي، چې دا کار به یو ځل بیا په ولسمشریزو ټاکنو کې د بهرنیانو لاس وهنی ته زمینه برابره کړي.   د حزب اسلامي مشر وايي، ولسمشریزو ټاکنو ته د یو مشخص نوماند د ټاکلو په هدف له اوو نورو ګوندونو سره بحث کوي او که نتیجې ته ونه رسیږي د حزب له ادرسه څخه به خپلواک نوماند وړاندې کړي. د ولسي جرګې ټاکنو په تړاو د حزب اسلامي اندیښنې داسې مهال دي چې تازه د ټاکنو اړوند کمیسیونونو پریکړه کړې چې له بایومیټریک پرته رایې هم په مشروط ډول اعتبار لري.  

پکتیکا کې پر ملکي وګړو د ګډو ځواکونو عملیات

پکتیکا کې پر ملکي وګړو د ګډو ځواکونو عملیات

١٥ لړم ١٣٩٧ کابل نیوز کابل نیوز

سه شنبه, 15 لړم ګیاڼوال:  د ګډو ځواکونو په عملیاتو کې ۱۱ ملکي کسان وژل شوي د پکتیکا په ګیاڼ ولسوالۍ کې د ګډو ځواکونو په عملیاتو کې ۱۱ ملکي وګړي وژل شوي دي. په ملي شورا کې د پکتیکا ولایت استازي وایي، چې ګډو ځواکونو تېره شپه د وسله والو په تور په ملکي وګړو عملیات ترسره کړي، چې له امله یې د ښځو او ماشومانو په شمول ۱۱ کسان وژلي، ۷ نور یې ټپيان کړي او ۱۱ کسان یې له ځانه سره بیولي دي. په ورته مهال د ملي شورا غړي د ګډو ځواکونو له لوري د ملکي وګړو پر وژل کېدو غبرګون ښيي او له حکومت څخه غواړي، څو ژر تر ژره دغه عملیات ودروي. له ننګرهار، میدان وردګ، کندز، لغمان، کاپیسا او ځینو نورو ولایتونو وروسته په پکتیکا ولایت کې د دویم ځل لپاره د ګډو ځواکونو په عملیاتو کې ملکي خلکو ته مرګ ژوبله اوړي. په ملي شورا کې د پکتیکا ولایت استازي وایي، چې ګډو ځواکونو د پکتیکا ولایت په ګیاڼ ولسوالۍ کې د شپې له لوري پر ملکي کورونو چاپه اچولې، چې له امله یې د ښځو او ماشومانو په شمول ۱۱ کسان وژل شوي، اوه تنه ټپیان شوي او ۱۱ نور یې له ځانه سره بیولې دي. د پکتیکا استازي وایي، د یادو عملیاتو کورډیناټ له خوست او بګرام اډې ورکړل شوي دي. په ورته مهال د مشرانو جرګې یوشمېر غړي د ګډو ځواکونو له لورې پر ملکي سیمو شپنی عملیات غندي او له افغان حکومت نه غواړي چې ژر ترژره پر ملکي وګړو د شپنیو عملیاتو مخه ونیسي. په پکتیکا ولایت کې د ګډو ځواکونو له لوري ملکي خلکو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په تړاو ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو تر اوسه څه نه دي ویلي خو تر دې مخکې یې ملکي خلکو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په تړاو د څېړنو د پيلولو خبر ورکړی و، خو تر اوسه د یوې پېښې نتایج هم نه دي روښانه شوی.

سټولټنبرګ: په افغانستان کې د وضعیت تر بهبود پورې پاتې کیږو

سټولټنبرګ: په افغانستان کې د وضعیت تر بهبود پورې پاتې کیږو

١٥ لړم ١٣٩٧ کابل نیوز کابل نیوز

سه شنبه, 15 لړم د ناټو عمومي منشي وایي، په افغانستان د وضعیت د بهبود تر وخت پورې به پوځي حضور ته دوام ورکوي. ینس سټولټنبرګ، چې په کابل کې له ولسمشر غني سره ګډې خبري ناستې ته وینا کوله وویل، چې د افغان ځواکونو د تلفاتو لوړېدل د اندېښنې وړ دي، خو وایي، چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو پاتې کېدل وضعیت پورې تړاو لري. نوموړی وایي، چې په افغانستان کې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې له هر اقدام څخه هرکلی کوي. په ورته مهال ولسمشر غني د پاکستان له زندان څخه د ملا برادر ازادیدل یو کوچنی اقدام بولي، خو وایي، چې که نوموړی افغانستان ته راشي حکومت ورته چمتووالی لري. د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ، چې له مخکې په یوه نا اعلان شوي سفر کابل راغلی له ولسمشر غني سره یې ګډې خبري ناسته کې ګډون او خبرې وکړې. د ناټو عمومي منشي وایي، چې په افغانستان کې موجود مشکلات له نظره نه شي غورځولی او دوی له افغان حکومت سره د وضعیت د بهبود لپاره هڅې کوي. ینس سټولټنبرګ وایي تر هغې، چې په افغانستان کې د وضعیت د بهبود ډاډ یې نه وي ترلاسه کړی دلته به خپل حضور ته دوام ورکړي. ینس سټولټنبرګ د افغان ځواکونو د تلفاتوشمېر له زیاتوالي اندېښنه ښيي او وایي، چې په افغانستان کې د وضعیت د بهبود تر وخت پورې به خپل پوځي حضور ته دوام ورکوي. نوموړی له ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو غواړي، څو د افغان ځواکونو تلفاتو مخنیوي لپاره اقدامات وکړي. د ناټو عمومي د افغان سولې له پروسې ملاتړ کوي او وايي، چې د سولې په تړاو ټولې هڅې باید د افغانانو په مالکیت او افغان شموله وي. ولسمشر غني هم وایي، سره له دې، چې په افغانستان کې د طالبانو ترڅنګ نورې ترورستي ډلې هم فعالې دي، خو د سولې هڅې هم چټکې روانې دي او دغه هڅې به بلاخره د یوه سیاسي حل سبب شي. بل لور ته ولسمشر غني د پاکستان له زندان څخه د ملا عبدالغني برادر  له ازادیدو په هرکلی سره وایي، چې افغان حکومت غواړي هغه افغانستان ته راشي خو هم مهاله وایي، چې له پاکستان سره د دولت په دولت مذاکراتو، منطقوي همکاریو، د ترهګرو هغو ډلو خلاف مبارزې غوښتونکې دي، چې په پاکستان کې ځالې او شبکې لري. په دې خبري کنفرانس کې ولسمشر غني وویل، چې د ولسمشرۍ ټاکنې به پر خپل وخت ترسره کیږي، او له ټاکنو خپلواک کمېسیون څخه هم غواړي، څو د ولسي جرګې ټاکنو نتایج په شفاف ډول اعلان کړي.  

امریکا کې نن منځمهاله ټاکنې کیږي

امریکا کې نن منځمهاله ټاکنې کیږي

١٥ لړم ١٣٩٧ کابل نیوز کابل نیوز

سه شنبه, 15 لړم د امریکا دواړه ستر ګوندونه د اکثریت د ګټلو هڅې کوي امریکایان نن د کانګرس د دواړو خونو لپاره په منځمهاله ټاکنو کې رایې کاروي. امریکا کې د دغو ټاکنو له لارې د ولسي جرګې ټول ۴۳۵ غړي، د سنا له سلو څخه ۳۵ غړي او له ۵۰ څخه د ۳۶ ایالتونو والیان ټاکل کیږي. د امریکا واکمن جمهوريپال او دیموکرات ګوند هڅه کوي، چې په دغو ټاکنو کې د کانګرس په دواړو خونو کې اکثریت ترلاسه کړي. دا ټاکنې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ لپاره خورا مهمې ګڼل کیږي، ځکه د نوموړي د ولسمشرۍ د پاتې دوو کلونو تګلارې ورپورې تړلې دي. په دغو ټاکنو کې د خلکو د پراخ ګډون وړاندوینه شوې ده.

قومي مشران: په لغمان او کونړ کې ټاکنو کې درغلۍ شوې

قومي مشران: په لغمان او کونړ کې ټاکنو کې درغلۍ شوې

١٤ لړم ١٣٩٧ کابل نیوز کابل نیوز

دوشنبه, 14 لړم د کونړ ولایت قومي مشران او ځايي اوسیدونکي وایي، چې له بایومټریک پرته کارول شوې رایې دوی ته د منلو نه دي. دوی وايي، چې په دې ولایت کې د ټاکنو په بهیر کې درغلۍ شوي او انتخاباتي کمېسیونونه باید پاکې او ناپاکې رایې سره جلا کړي او ټاکنو کې شفافیت رامنځ ته کړي. په ورته مهال د لغمان ولایت د ولسي جرګې ټاکنو یوشمېر نوماندان وایي، چې په دې ولایت کې په ټاکنو کې پراخې درغلۍ شوې، په ډيرو محلونو کې بایومټریک نه استفاده نه ده شوې او جعلي تذکرې کارول شوې دي. د کونړ ولایت قومي مشران او ځايي اوسیدونکي د هغو رایو د ابطال غوښتنه کوي، چې له بایومتیرک پرته کارول شوي دي. دوي وايي، چې ددې ولایت اوسیدونکي په سختو حالاتو کې د رایې اچونې مرکزونو ته تللي او که یې غوښتنونو ته مثبت ځواب ونه ویل شي نه یوازې داؤ چې پراخ لاریونه به وکړي بلکې نور به ټاکنو کې هم برخه نه اخلي. په ورته مهال په لغمان کې یو شمېر نوماندان بیا دغه ولایت کې ټاکنې له درغلو ډکی بولي او وايي، چې په بیلابیلو سیمو کې د زورواکو له لوري مشخصو نوماندانو ته کار شوی او پر جعلې تذکرو رایې کارول شوی. دوي وايي، چې د هغو سیمو د خلکو په تړاو دې هم غور وشي چې د مسوولو ادارو د بې غورۍ له کبله له ټاکنو پاتې دي. خو د لغمان ولایت د ټاکنو کمېسیون مسئولان وایي، چې د افغانستان د نورو ولایتونو په پرتله په دې ولایت کې رایه اچونه په شفاف ډول شوي او وايي هغه شکایتونه چې موجود دي اړوند کمیسیون به يې پر وړاندې خپل اقدامات کوي. پر ټاکنیز بهیر نیوکې داسې مهال دي، چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون او ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون تازه داسې پریکړه کړې، چې له بایومټریک پرته کارول شوو رایو ته به هم په مشروط ډول اعتبار ورکړل شي.

مسکو ناسته کې د سولې عالي شورا څلور کسیز هیئت ګډون کوي

مسکو ناسته کې د سولې عالي شورا څلور کسیز هیئت ګډون کوي

١٤ لړم ١٣٩٧ کابل نیوز کابل نیوز

دوشنبه, 14 لړم د مسکو ناسته کې د سولې عالي شورا څلور کسیز هیئت ګډون کوي. د سولې عالي شورا وایي، د مسکو ناستې لپاره د سولې عالي شورا د مرستیال حاجي دین محمد په مشرۍ یو څلور کسیز پلاوی ټاکل شوی، چې حبیبه سرابي، عطاالرحمن سلیم او مولوي عبدالخبیر اوچقون پکې غړیتوب لري. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت چارواکي په دې ناسته کې ګډون نه کوي. په ورته مهال د ملي شورا غړي په دې ناسته کې د افغان حکومت استازو د نه ګډون په تړاو اندېښنه ښيي او وایي، چې په دې ناسته کې باید د یوه مستقل هیواد په توګه د حکومت استازو هم ګډون کړی وای. په مسکو کې د افغان سولې په تړاو ناسته، چې ټاکل شوې د روانې میاشتې په ۹مه نېټه جوړه شي د سولې عالي شورا یو هیئت به پکې ګډون وکړي. د سولې عالي شورا وایي، چې په دې ناسته کې به د افغانستان د دولت په استازیتوب د عزیز الله دین محمد په مشرۍ د سولې عالي شورا یو څلور کسیز هیئت برخه اخلي، چې ددې شورا مرستیالان حبیبه سرابي، مولوی عبدالخبیر اوچقون او عطاالرحمن سلیم پکې شامل دي. د سولې عالي شورا وایي، چې دغه څلور کسیز پلاوی به د افغان دولت په استازیتوب په دې ناسته کې له طالبانو سره پر مهمو مسایلو مخامخ خبرې وکړي. داسې ویل کیږي چې حکومت په دې ناسته کې ګډون نه کاوه او روسیې د مسکو ناستې لپاره مستقلو افغان سیاستوالو ته بلنه ورکوله، خو حکومت ددې چارې د مخنیوي لپاره د سولې عالي شورا هیئت وټاکه. یو شمېر سرچینې وايي، چې متحده ایالاتو او افغان حکومت غوښتل، چې ددې ناستې مشري په ګډه پرمخ یووړل شي، خو طالبانو دا وړاندیز رد کړی، ځکه ددوی په باور دا د حکومت د منلو په معنا و. د سولې عالي شورا وايي، چې ددې ناستې مشري او مالکیت به د افغانستان په لاس کې وي. په ورته مهال د ملي شورا غړي د مسکو ناسته کې د امریکا نه ګډون ته په اشارې سره وایي، چې افغان حکومت دې د نورو هېوادونو د مخالفاتو له امله افغانستان د قدرتونو د رقابت په ډ‌ګر نه بدلوي او د سولې خبرو ته دې لومړیتوب ورکړي. د مسکو په ناسته کې د سولې عالي شورا د څلور کسیز پلاوي ګډون داسې مهال دی، چې ویل کیږي طالبان به په دې ناسته کې د خپلو استازو له لارې پر خپلو شرایطو او وړاندیزونو خبرې کوي.