بازتاب نیوز

پر ایران د امریکا بندیزونه او پر افغانستان یې تاثیرات

پر ایران د امریکا بندیزونه او پر افغانستان یې تاثیرات

١٤ لړم ١٣٩٧ کابل نیوز کابل نیوز

دوشنبه, 14 لړم چخانسوري: ولسمشر غني له الیس ویلز سره په دې اړه غږیدلی دی پر ایران د امریکا بندیزونه د افغانستان پر اقتصاد ناوړه اغیزې لري. د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسئولان وایي، افغانستان دا مهال په چابهار بندر کې ۷۰ میلیونه ډالره پانګونه کړې، تر ۱۲۰ زیات افغاني شرکتونه هلته فعالیت لري او افغانستان هرکال له ایران څخه د یو اعشاریه درې میلیارده ډالرو په ارزښت واردات لري، چې د دوی په وینا دغه تحریمونه به د چابهار بندر هم اغیزمن او افغانستان به له اقتصادي پلوه له ستونزو سره مخ کړي. خو ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، چې ولسمشر غني د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له مرستیالې الیس ویلز سره په دې تړاو غږیدلی او د خبرو نتایج یې د افغانستان او سیمې لپاره ښه پیغام لري. پر ایران د امریکا له لوري اقتصادي بندیزونه، چې د دوشنبې له ورځې یې اجرايي کېدل پيل شول، د افغانستان پر اقتصاد یې د ناوړه اغیزو په تړاو اندېښنې موجودې دي. د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسئولان وایي، افغان سوداګرو په چابهار بندر کې له ۷۰ میلیون ډالرو څخه زیاته پانګونه کړې ۱۲۰ افغان شرکتونه هلته فعالیت لري او له ایران څخه د افغانستان واردات ۱ اعشاریه درې میلیارده ډالره دي. د سوداګرۍ خونې مرستیال وایي، که له ایران سره دغه سوداګریزه راکړه ورکړه په یوه ځل بنده شي، چابهار بندر وتړل شي د افغانستان اقتصاد او خصوصي سکټور به له سترو زیانونه سرمخ کړي. په ورته مهال د ولسي جرګې یوشمېر غړي په دې باور دي، چې چابهار بندر د افغانستان اقتصاد لپاره حیاتي ارزښت لري او له دې بندر څخه د افغانستان استفاده دغه هیواد د ګاونډیانو له وابستګۍ خلاصولی شي. په همدې حال کې ولسمشر غني د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له مرستیالې الیس ویلز سره پر ایران د امریکا د بندیزیونو او له امله یې پر افغانستان او چابهار بندر د تاثیراتو په تړاو غږیدلی دی. د ولسمشر ویاند وایي، چې ددې لیدنې پایلې د افغانستان او سیمې اقتصاد ته ښه زیری لري. خو د صنعت او تجارت وزارت وایي، چې افغانستان نورې بدیلې لارې لري، له یوشمېر هیوادونو سره د ۱۴ اقتصادي کمیسیونونو عضویت ترلاسه کړی دی، چې د چابهار بندر تړل کېدل د افغانستان پر اقتصاد بده اغیزه نه شي کولی. دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له اټومي وسلو د استفادې او په سیمه کې له ترورستي ډلو د ملاتړ له امله پر ایران د بندیزونو د اجرايي کېدو فرمان صادر کړ او خبرداری یې ورکړ، چې هغه هیوادونه له امریکا سره راکړه ورکړه نشي کولی، چې له ایران سره سوداګریزې اړیکې لري.    

ولسي جرګه: ډیری نوماندانو د پیسو په بدل کې رایې ترلاسه کړي

ولسي جرګه: ډیری نوماندانو د پیسو په بدل کې رایې ترلاسه کړي

١٤ لړم ١٣٩٧ کابل نیوز کابل نیوز

ولسي جرګه وايي، په تیرو پارلماني ټاکنو کې ډیری نوماندانو د پیسو په بدل کې رایې ترلاسه کړي. د ولسي جرګې غړي وایي، چې په ټاکنو کې د پراخو درغلیو په تړاو دې شکایتونو کمېسیون ټولو شکایتونو ته رسیده ګي وکړي او پاکې رایې دې له ناپاکو جلا کړي. په ورته مهال د ولسي جرګې غړي د افغانستان په بیلا بیلو ولایتونو کې روان امنیتي وضعیت د اندېښنې وړ بولي او وايي، چې په تیرو څو ورځو کې د غزني، بادغیس او اروزګان ولایتونو په ګډون امنیتي پوستو او بیسونو سقوط کړی دی. سره له دې، چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون په تیرو ټاکنو کې د محلي زورواکو، نوماندانو او امنیتي ځواکونو مداخله منلې، خو د ولسي جرګې غړي لا هم په ټاکنو کې د شویو درغلیو په تړاو انديښمن دي. د ولسي جرګې غړي وايي، چې په ډیرو ولایتونو کې عامو خلکو د نوماندانو لپاره په خپله خوښه رایه نه ده کارولې او د ولسي جرګې ډیری نوماندانو د پیسو په بدل کې له خلکو رایې پیرلي. وکیلان وايي، چې د ټاکنوخپلواک کمیسیون دې د نوماندانو له لورې د شوو شکایتونو په تړاو جدي پلټنې وکړي. په ورته مهال وکیلان وايي، چې دا مهال د هیواد په مختلفو برخو کې نا امنیو زور اخیستی او امنیتي ادارې دې د هیود روان وضعیت په تړاو جدي اقدام وکړي. د ولسي جرګې غړي وايي، چې په تیر څو ورځو کې د غزني، بادغیس او اروزګان په ګډون په ځینو نورولایتونو کې د افغان ځواکونو پوستې او بیسونه د وسله والو طالبانو له لورې نیول شوي دي. د ولسي جرګې د دوشنبې ورځې غونډه کې وکیلان نیوکه وکړه، چې د هیواد امنیتي وضعیت ورځ تر بلې خرابیږي، ډیرې سیمي د وسله والو لاس ته ورغلي خو د امنیتي ادارو مسولین سره له دې چې د پام وړ لاسته راوړنه نه لري د ولسمشر له لورې تقدیر شوي.

په جګړه کې د غزني د خوږیاڼو ولسوالۍ د طالبانو لاس ته ورغلې

په جګړه کې د غزني د خوږیاڼو ولسوالۍ د طالبانو لاس ته ورغلې

١٤ لړم ١٣٩٧ کابل نیوز کابل نیوز

دوشنبه, 14 لړم د غزني ولایت د خوږیاڼو ولسوالۍ د وسله والو طالبانو لاس ته سقوط شوې. د غزني د ولایتي شورا رییس وایي، چې طالبانو تېره شپه پر یاده ولسوالي وسله وال برید کړی، چې په پایله کې یې اته امنیتي سرتېري وژل شوي، یو شمېر نور ټپیان شوي دي او ولسوالۍ د وسله والو لاس ته ورغلې. طالبانو هم په یوې خبرپاڼه کې چې په یاد برید کې یې ۱۸ امنیتي سرتېري وژلي او ۶نور یې ټپیان کړي دي. په ورته وخت د غزني د امنیه قوماندانۍ ویاند بیا د ۸ سرتېرو وژل کېدل تایید کړي خو د ولسوالي د سقوط په اړه یې څه نه دي ویلي.

یوشمېر قومي مشران: راتلونکو ټاکنو کې له شیدا محمد ابدالي ملاتړ کوو

یوشمېر قومي مشران: راتلونکو ټاکنو کې له شیدا محمد ابدالي ملاتړ کوو

١٤ لړم ١٣٩٧ کابل نیوز کابل نیوز

دوشنبه, 14 لړم د کندهار د ولایتي شورا غړي او قومي مشران وایي، چې د ولسمشرۍ راتلونکو ټاکنو کې د دوی استازی شیدا محمد ابدالي دی. په کندهارکي د جنوب لویدیځ ولایتونو یو شمېر قومي مشران وایي، چې په هند کې د افغانستان پخوانی سفیر شیدا محمد ابدالي د کندهار پخواني امنیه قوماندان جنرال رازق د تګلارې پلوی دی او دوی توافق کړی، چې راتلونکو ټاکنو کې به له ده ملاتړ کوي. دغه قومي مشران وایي، چې د ولسمشرۍ په راتلونکو انتخاباتو کې به په پراخ او منسجم ډول ګډون کوي. د ولسمشرۍ ټاکنو په را نږدې کېدو د افغانستان د جنوب لویدیځو ولایتونو یوشمېر قومي مشرانو ولسمشرۍ ټاکنو ته شیدا محمد ابدالي د خپل استازي په توګه معرفي کړ. په دې غونډه کې د کندهار د ولایتي شورا رئیس وايي، چې د جنوب لویدیځې حوزې ډيرو قومي مشرانو د ولسمشرۍ راتلونکو ټاکنو کې په هند کې د افغانستان پخواني سفیر شیدا محمد ابدالي له کاندېدېدو ملاتړ کړی دی. په ورته مهال د کندهار د ولایتي شورا غړي او د جنوب لویدځې حوزې قومي مشران وایي، چې شیدا محمد ابدالي د کندهار پخواني امنیه قوماندانو د تګلارې پلوی وو، او دوی ولسمشرۍ ټاکنو ته د نوموړي پر معرفي کېدو توافق کړی دی. د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د شیدا محمد ابدالي پر معرفي کېدو د کندهار یوشمېر قومي مشرانو توافق داسې مهال دی، چې په کور دننه نور سیاسي احزاب او جریانونه هم ولسمشرۍ ټاکنو ته د خپلو مشخصو کاندیدانو د معرفي کولو په تړاو سلا مشورې پیل کړې دي.

عبدالله: اسلامي پوهنتون په پلازمینه کابل کې جوړیږي

عبدالله: اسلامي پوهنتون په پلازمینه کابل کې جوړیږي

١٤ لړم ١٣٩٧ کابل نیوز کابل نیوز

دوشنبه, 14 لړم اجراییه رییس وایي، که د نړیوال اسلامي پوهنتون پر سر راپورته شوی اختلاف حل نه شي، ښایي افغانستان دغه پروژه له لاسه ورکړي. عبدالله عبدالله وایي، له ننګرهار څخه کابل ته د نړیوال اسلامي پوهنتون د انتقال پریکړه حکومت نه، بلکې د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان کړی او ددې فیصلې پراساس به یاد پوهنتون په پلازمینه کابل کې جوړیږي. اجراییه رییس وایي، جینوا کنفرانس لپاره د افغان حکومت چمتووالی بشپړ شوی او تمه ښيي، چې نړیواله ټولنه به له افغانستان سره خپلې مرستې عملي کړي. له ننګرهار ولایت څخه کابل ته د نړیوال اسلامي پوهنتون د لیږد پرسر د دې ولایت د اوسېدونکو له اعتراضونو وروسته، اوس د ملي یووالي حکومت مسوولان وایي، دغه پوهنتون په پلازمینه کابل کې جوړیږي. د حکومت اجراییه رییس ، د وزیرانو شورا ناستې ته د خبرو پرمهال وویل چې د اسلامي همکاریو سازمان د پریکړې پراساس دغه پوهنتون باید په پلازمینه کابل کې جوړ شي. عبدالله عبدالله وایي، کابل ته د دغه پوهنتون د لیږد پریکړه د حکومت نه ده او که د دې موضوع پرسر راپورته شوی اختلاف حل نه شي ښايي افغانستان دغه مهمه پروژه له لاسه ورکړی. اجراییه رییس وایي، د جینوا راتلونکي کنفرانس لپاره د افغان حکومت چمتوالی بشپړ شوی او تمه یې وښوده چې په دې ناسته کې به نړیواله ټولنه له افغانستان سره تازه ژمنې وکړي. د حکومت اجراییه رییس په روزګان ولایت کې راپورته شوې لانجه قومي نه بولي او وایي د دې قضیې د څیړنې لپاره یو لوړ پوړی د ولتي پلاوی ګومارل شوی چې ژر به خپل تحقیقات بشپړ او له خلکو سره شریک شي. عبدالله وایي، حکومت د ملکی وګړو خوندیتوب ته لومړیتوب ورکوي. اجراییه رییس وایي، په کابل کې د تېرې اونۍ اورلګېدنې له امله زیانمن شویو سوداګرو سره به شته امکاناتو ته په پام مرسته وشي او هڅه کیږي چې سوداګر بیرته په خبلو پښو ودریږی.            

مشرانو جرګه: ناڅرګندې کړۍ د سولې پر وړاندې خڼد دي

مشرانو جرګه: ناڅرګندې کړۍ د سولې پر وړاندې خڼد دي

١٣ لړم ١٣٩٧ کابل نیوز کابل نیوز

يكشنبه, 13 لړم مشرانو جرګه وایي، د سیمې استخبارات د افغان سولې د هڅو پر وړاندې خنډونه جوړوي. د مشرانو جرګې غړي د پاکستان د جمعیت العلما د مشر مولانا سمیع الحق وژل کیدو ته په اشارې سره وایي، چې د افغان سولې په هدف دپیل شویو هڅو له چټکېدو سره سم د نوموړي وژل کېدل د پوښتنې وړ دي او وایي هرځل چې دغه پروسه پایلې ته نږدې کیږي، ورته پېښې رامنځ ته کیږي. په ورته مهال سناتوران په فراه ولایت کې د ملي دفاع وزارت د یوې هلیکوپترې غورځېدو وروستۍ پېښه لاهم مبهمه بولي او وایي له تیرو اتو میاشتو راپه دې خوا دملي اردو ۸ الوتکې غورځېدلې چې حکومت یې باید په تړاو وضاحت ورکړي. د پاکستان د جمعیت علمای اسلام مشر سمیع الحق چې په افغانستان کې یې روانه جګړه  جهاد باله او د افغان طالبانو کلک ملاتړی بلل کېده ، دوژل کېدو په تړاو یې غبرګونونه دوام لري. دلته د مشرانو جرګې غړي د مولانا سمیع الحق وژل کېدل دافغان سولې په هدف دپیل شویو هڅو په غبرګون کې بولي او وایي هرکله چې د سولې مذاکرات حساس پړاو ته ورسیږي ورته پېښه رامنځ ته کیږي. خو له دې سره سره سناتوران وايي، د سمیع الحق وژل کېدل به د سولې پر هڅو او روانې جګړې اغیز ونکړي. په ورته مهال د مشرانو جرګې غړي په فراه ولایت کې د ملي دفاع وزارت اړوند چورلکې نسکوريدل د پوښتنې وړ بولي او وايي، د یادې پېښې څیړلو لپاره دې افغان حکومت یو پلاوی وټاکي. سناتوران وايي، چې په تیرو اتو میاشتو کې اته چورلکې نسکورې شوي دي او په تیرو اوولسو کلونو کې له افغانستان سره د نړیوالو مرستو نمایشي او بې بنسټه وې. د مشرانو جرګې یکشنبې ورځې غونډه کې سناتورانو له افغان حکومته یوځل بیا د کندهار پخواني امنیه قوماندان وژل کیدو څیړلو په تړاو غوښتنه وکړه او ټینګار یې وکړ چې په یاده پيښه کې ښکیل کسان دې د قانون منګلو ته وسپارل شي.

عبدالله:حکومت زیانمن شویو سوداګرو ته تاوان ورکوي

عبدالله:حکومت زیانمن شویو سوداګرو ته تاوان ورکوي

١٣ لړم ١٣٩٧ کابل نیوز کابل نیوز

يكشنبه, 13 لړم د حکومت اجراییه رییس وایي،حکومت شته امکاناتو ته په پام په کابل کې د سوځېدلو مارکیټونو خاوندانو ته خساره ورکوي. اجراییه رییس چې د یکشنبې په ورځ د کابل ښار په نادر پښتون واټ کې د سوځېدلو مارکټونو لیدو ته ورغلی وو وویل دغې پېښې افغان سوداګر له اقتصادي اړخه سخت ځپلي او دغه چاره د ټول هیواد پر اقتصادي وضعیت هم اغیز کولای شي. یوشمېر سوداګر په دې برخه کې د حکومت د جدي پاملرنې غوښتنه کوي او  وایي سیمې ته د اور وژنې وسایط خورا ناوخته ورسېدل او د مارکیټونو لویه برخه د مسولانو دبې غورۍ له امله وسوځېده. دکابل ښار نادر پښتون واټ کې د پنجشنبې شپې اور لګېدنې چې د برېښنایي وسایلو پنځه مارکیټونه په بشپړ ډول پکې وسوځېدل ،یوشمېر سوداګر او دوکاندارانو ته یې ملیونونه ډالره زیان اړولی دی. رییس اجراییه حکومت که روز یکشنبه از مارکیت های حریق شده دیدار می کرد ګفت که قضیه این اتش سوزی به صورت جدی بررسی میشود و میگوید که برای دوباره فعال سازی این دوکان ها به تاجران نیز اجازه فعالیت داده خواشد شد. دحکومت اجراییه رییس چې دیکشنبې په ورځ دسوځېدلو مارکیټونو لیدو ته ورغلی وو ،وویل  ددې پېښې څیړنه په جدي ډول کیږي او په وینایې دوکانونو دبیا فعالېدو لباره به حکومت په ټول توان هڅه وکړي. اجراییه رییس ټینګار کوي چې د ورته پېښو د مخنیوي لپاره باید له وړاندې جدي تدابیر ونیول شي.   اجراییه رییس وایي،په دې اور لګېدنه کې ۷۰۰ دوکانونه له له سلو زیات ګدامونه په بشپړ ډول له منځه تللي او سلګونه کسان بې کاره شوي،خو په وینایې حکومت به شته امکاناتو ته په پام له هغوی سره مرسته وکړي . یوشمېر پانګوال او دمارکیټونو خاوندان بیا ددې پېښې په مخنیوي کې حکومت او اړوندې ادارې ګرمې بولي او وایي مسولو چاراکو په دې برخه کې ناغیړي کړې ده. دوکانداران وایي،سیمې ته داور وژنې وسایط خورا ناوخته ورسېدل او دهغوی  دبې غورۍ له امله دسوداګرو لویه برخه وسوځېده. دوکانداران وایي،که داور وژنې لپاره پر وخت اقدام شوی وای،دغه راز پېښه به نه رامنځ ته کېده.   دغه اورلګېدنه تیره پنجشنبه دکابل ښار نادر پښتون واټ کې د برېښنایي وسایلو دپلور په پنځو مارکیټونو کې رامنځ ته شوه چې له امله یې دسوداګرو ګڼ مالونه وسوځېدل او هغوی ته درانه مالي زیانونه واوښتل،هغه پېښه چې دوکاندارن پکې حکومت ګرم بولي.  

ننګرهاریان: د برېښنا پرچاوۍ سوداګر زیانمن کړي دي

ننګرهاریان: د برېښنا پرچاوۍ سوداګر زیانمن کړي دي

١٣ لړم ١٣٩٧ کابل نیوز کابل نیوز

  يكشنبه, 13 لړم د ننګرهار ولایت اوسېدونکي وایي، د برېښنا د پرچاوۍ له امله د لسګونو فابریکو کار درېدلی او سوداګرو ته ګڼ مالي زیانونه اوښتي دي. د دغه ولایت اوسېدونکي وایي، له یوې میاشتې راپه دې خوا ننګرهار ولایت ته د برېښنا ورغلي مزي پرې شوي چې له امله یې د دغه ولایت اوسېدونکي له ګڼو ستونزو سره مخ دي. د ننګرهار ولایت اوسېدونکو له دوه ورځو راپه دې خوا د اعتراض په ډول په ښار کې خیمه درولې او وایی ترهغه چې یې غوښتنې نه وي منل شوې اعتراضونه به یې دوام لري. د ننګرهار ولایت اوسېدونکي وایي، له تېرې یوې میاشتې را په دې خوا دې ولایت ته د برېښنا ورغلي مزي پرې شوې چې له امله یې په ښار کې د لسګونو فابریکو کار په ټپه درېدلی او سوداګرو ته یې ګڼ مالي زیانونه اړولي دي. د ننګرهار ولایت یوشمېر سوداګر وایي، دغې چارې ګڼ شمېر کسان بې رزګاره کړي ، خو حکومت یې د حل لپاره اقدام نه کوي. د ننګرهار ولایت اوسېدونکو له تیرو دوه ورځو راپه دې خوا له همدې امله د اعتراض په ډول په ښار کې خیمه درولې او وایي ترڅو چې غوښتنې یې نه وي منل شوې اعتراض به یې دوام ولري. د دې ولایت اوسېدونکي وایي، سره لدې چې حکومت ژمنه کړې چې دغه ستونز به حل کړي، خو وایي تر دامهاله هیڅ اقدام نه دی شوی. د دې ولایت اوسېدونکي له ننګرهار څخه کابل ته د اسلامي پوهنتون د لیږد  پر موضوع هم اعتراض لري او وایي اجازه نه ورکوي چې د حکومت دغه پریکړه عملي شي. ننګرهار ولایت ته د برېښنا ورغلي مزي د لغمان ولایت د باد پښ په سیمه کې د وسلوالو طالبانو له لوري پرې شوې، خو ځایي چارواکي وایي د دې ستونزې د حل لپاره یې هڅې پیل کړې دي.

شنونکي: د پایلو په ځنډ اعلان به ولسمشریزې ټاکنې وځنډوي

شنونکي: د پایلو په ځنډ اعلان به ولسمشریزې ټاکنې وځنډوي

١٣ لړم ١٣٩٧ کابل نیوز کابل نیوز

يكشنبه, 13 لړم د پارلماني ټاکنو د پایلو په ځنډ اعلان ولسمشریزې ټاکنې هم ځنډولی شي. شنونکي وایي، د ولسي جرګې د ټاکنو د پایلو اعلان ښایي یوشمېرغبرګونونه او د نوماندانو اعتراضونه هم راپورته کړي، چې ورسره به د کمېسیون چارې له ستونزو سره مخ شي او د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو د ترسره کېدو پر وړاندې به ننګونې لا زیاتې کړي. په ورته وخت کې، پرټاکنو څارونکي بنسټونه او د یوشمېر سیاسي ګوندونو استازي وایي، په کمېسیون کې له ژورو اصلاحاتو پرته د ولسمشریزو ټاکنو ترسره کول به بحران رامنځ ته کړي. که څه هم د ولسي جرګې ټاکنې له ګڼو ستونزو او نیمګړتیاوو سره سره په اعلان شوې نیټه ترسره شوې، خو په دې پروسه کې پراخو درغلیو ته په پام ښایي د پایلو اعلان یې پراخ اعتراضونه راپورته کړي. په پام کې وه چې د ولسي جرګې د ټاکنو پایلې د لړم میاشتې په ۱۹  نیټه اعلان شي، خو ټاکنو کمېسیون وایي د رایې شمېرنې پروسه وخت نیسي او ښايي لومړنی پایلې د لندۍ په ۱۰ نیټه اعلان شي. خو له دې ټولو سره سره په پام کې ده چې تر راتلونکو شپږو میاشتو پورې ولسمشریزې ټاکنې هم ترسره شي،هغه موضوع چې د شنونکو په اند د پارلماني ټاکنو د پایلو په ځنډ اعلان به په دې پروسه هم اغیز وکړي او ښایي ممکنه اعتراضونه یې وځنډوي. له دې ټولو اند ېښنو سره سره د کمېسیون پرچارو هم د سیاسي ګوندونو او ټاکنو څارونکو بنسټونو نیوکې مخ په زیاتېدو دي او وایي په پارلماني ټاکنو کې شته ستونزو ته په پام به راتلونکي انتخابات هم نوې ستونزې را وټوکوي. د سیاسي ګوندونو استازي او څارونکي بنسټونه وایي، د ټاکنو په کمېسیون کې پراخو اصلاحاتو ته اړتیاده او له تغیراتو پرته ولسمشریزو ټاکنو ته تګ به تازه ننګونې راپورته کړي. خو ټاکنو کمېسیون بیا دغه اند ېښنې بې ځایه بولي. د کمېسیون مسولان وایي، د ولسي جرګې د ټاکنو پایلو په ځنډ اعلان په راتلونکو ټاکنو اغیز نه کوي، ځکه په وینایې د انتخاباتي پروسې په تړاو د سیاسی ګوندونو له استازو په منظم ډول مشورې کوي. چارواکي وایي، کمېسیون د ولسمشریزو ټاکنو د پروسې مدیریت په ښه ډول کولای شي. سره لدې چې د کمېسیون مسولان وایي، د ولسي جرګې ټاکنې په بریالیتوب ترسره شوې،خو پرټاکنو څارونکي بنسټونو ویلی د کمېسیون د رهبرۍ ضعیف مدیریت د ټاکنیزو ستونزو مهم لامل وو.  

د مسکو په ناسته کې د سولې عالي شورا پلاوی ګډون کوي

د مسکو په ناسته کې د سولې عالي شورا پلاوی ګډون کوي

١٣ لړم ١٣٩٧ کابل نیوز کابل نیوز

يكشنبه, 13 لړم د افغانستان  سولې عالي شورا پلاوی د مسکو په ناسته کې ګډون کوي. د بهرنیو چارو وزارت وایي، د دې ناستې په تړاو یې له روسي چارواکو سره خبرې روانې دي، خو تر دامهاله یې د دقیق وخت او د څرنګوالي په تړاو نهایي پریکړه نه ده شوې. بل خوا د ولسي جرګې غړي د مسکو ناسته مهمه بولي او وایي افغان حکومت باید د سولې لپاره له هر رامنځ ته شوي فرصت څخه ګټه واخلي. په داسې حال کې چې مسکو دافغان سولې په تړاو په جوړېدونکې ناسته کې یوشمېر افغان سیاستوالو ته دګډون بلنه ورکړې، بهرنیو چارو وزارت وایي د دې ناستې د دقیق وخت او څرنګوالي په تړاو نهایي پریکړه نه ده شوې. تیره ورځ رویټرز خبري اژانس د یوشمېر روسي چارواکو له قوله خبر ورکړی و، چې د طالبانو استازو په دې ناسته کې له ګډون سره موافقه کړې او مسکو یوشمېر مطرحو افغان سیاستوالو ته هم د ګډون بلنه ورکړې ده. د بهرنیو چارو وزارت په دې ناسته کې دافغان حکومت دګډون په تړاو څه نه وایي، خو په وايي، له روسي چارواکو سره په  دې تړاو خبرې روانې دي او ښایي د سولې عالي شورا یو پلاوی هم په دې ناسته کې ګډون و کړي. شاوخوا دوه میاشتې وړاندې د سپټمبر په لومړیو کې د افغان سولې په اړه د مسکو ناستې خبر ورکړل شو، خو ظاهراً د افغان حکومت په غوښتنه  دغه ناسته وځنډول شوه. ویل کیږي چې په دې ناسته کې به امریکايي چارواکي ګډون ونه کړي، خو د ملي شورا غړي د مسکو په ناسته کې د امریکا نه ګډون د سولې خبرو پر وړاندې خنډ یادوي. سناتوران د مسکو ناسته مهمه بولي او وایي افغان حکومت باید د سولې لپاره له رامنځ ته شوي فرصت څخه ګټه واخلي. که څه هم بهرنیو چارو وزارت وایي، د مسکو ناستې د ترسره کېدو او څرنګوالي په تړاو تر دامهاله نهایي پریکړې ته نه دي رسېدلي،خو یوشمېر روسي رسنۍ د دې هیواد د چارواکو له قوله لیکي چې دغه ناسته به د روانې میلادي میاشتې په نهمه نیټه جوړه شي.  

کمیسیون: تر دوو اونیو به بایومتریک شوې رایې وشمیرل شي

کمیسیون: تر دوو اونیو به بایومتریک شوې رایې وشمیرل شي

١٣ لړم ١٣٩٧ کابل نیوز کابل نیوز

يكشنبه, 13 لړم د ټاکنو خپلواک کمیسیون سیستم ته د بایومتریک شویو رایو د انتقال پروسه پيل کړه. د ټاکنو خپلواک کمیسیون مسوولانو یاده پروسه د سیاسي ګوندونو د استازو په حضور کې پیل کړه او وایي، دغه سېستم کولای شي تورې رایې له سپینو جلا او په دې برخه کې شفافیت رامنځ ته کړي. خو د سیاسي ګوندونو استازي وایي، د دوی لپاره یوازې بایومتریک شوې رایې اعتبار لري او مرکز ته رسېدلې بایومتریک شوې رایې دې د لیست مطابق په دقیق ډول وشمېرل شي.   ټاکنو خپلواک کمیسیون د سیاسي احزابو او د ناظرینو په حضور کې له بایومتریک دستګاوو څخه عمومي سرور یا سېستم ته د رایو لېږد پروسه پيل کړه. د ټاکنو خپلواک کمیسسیون وایي، دغه سېستم یې د شفافیت په هدف رامنځته کړی او دغه سرور به وشي کولای ، چې له سپینو رایو تورې هغه رایې جلا کړي. لدې سره د کمیسیون  مسولان وایي،د ټاکنیزو کمېسیونونو له دقیقې ارزونې وروسته به غیر بایومتریک شوې رایې هم دشوې توافق پراساس سیستم ته انتقال او اعتبار ورکړل شي. په ورته مهال د ټاکنو خپلواک کمیسیون تخنیکي مسولان وایي، د کمیسیون له لوري جوړ شوي  سیستم ته به د بایومتریک رایو انتقال دوه اونۍ وخت نیسي د دوی په وینا تر دې دمه د  ۲۳ ولایتونو انتخاباتي مواد مرکز ته را رسیدلي او دپاتې نورو ولایتونو حساس مواد به هم ژر کابل ته ورسیږي. په ورته مهال د سیاسي احزابو استازو، چې له دغې پروسې څخه یې نظارت  کاوه وایي،  د دوی لپاره یوازې بایومتریک شوې رایې اعتبار لري او مرکز ته رسېدلې بایومتریک شوې رایې دې له وړاندې چمتوشوي لیست مطابق له سره وشمېرل شي. ټاکنو خپلواک کمیسیون داسې مهال، داسې مهال سېستم ته د بایومتریک رایو لېږد لړۍ پیلوي، چې تیره ورځ یاد کمیسیون د ۱۳۹۷ کال د پارلماني انتخاباتو د نتایجو اعلان د دو اونۍ لپاره وځنډو.    

شنونکي: سمیع الحق د افغان سولې پر وړاندې خڼد و

شنونکي: سمیع الحق د افغان سولې پر وړاندې خڼد و

١٢ لړم ١٣٩٧ کابل نیوز کابل نیوز

شنبه, 12 لړم د مولانا سمیع الحق وژل کېدل پر افغان جګړه او په افغانستان کې د طالب جنګیالیو پر چارو اغیز کولای شي. د ولسي جرګې یوشمېر غړی وایي، مولانا سمیع الحق، چې د طالبانو معنوي پلار یادیده د افغان سولې پر وړاندې خڼد و، خو په وینایې په مرموز ډول د نوموړي وژل کېدل د یوې پیچلې لوبې برخه ده، چې د پاکستاني استخباراتو رول پکې له پامه نشي غورځېدای. افغان طالبانو د سمیع الحق پر وژل کېدو خواشینې ښودلې، خو پر ټولنیزو شبکو د نوموړي په وژل کېدو خوښي ښودل شوې ده. د پاکستان د جمعیت علمای اسلام د مشر مولانا سمیع الحق وژل کېدل په افغانستان او پاکستان کې بیلابیل غبرګونونه لري. د اکوړه خټک حقانیه دارلعلوم بنسټګر مولانا سمیع الحق چې د طالبانو معنوي پلار هم بلل کیږي پر افغان طالبانو له دې امله تر ټولو زیات نفوذ درلود چې د دې ډلی ډیری مشران د نوموړي له لوري روزل شوي او آی ایس آی ته نږدې او منلی کس و. سمیع الحق په افغانستان کې د طالبانو روانه جګړه جهاد باله او ددې ډلې له کلکو ملاتړو بلل کېده، خو وژل کېدل یې په افغانستان کې بیلابیل غبرګونونه لري. دولسي جرګې غړي وایي نوموړی دافغان سولې پر وړاندې خڼد و او وژل کېدل به یې پر روانې جګړې او طالب جنګیالیو بې اغیزې نه وي. د چارو شنونکي دنوموړي وژل کېدل په افغانستان کې له روانو تحولاتو سره تړلي بولي او وايي، چې له افغان طالبانو د نوموړي پر وژل کېدو خواشينې ښودلې او په باور یې مولانا سمیع الحق د اسلام لپاره ستر خدمتونه کړي او کارنامې یې نه هیرېدونکې دي. د پاکستان د دیني عالمانو د شورا مشر مولانا طاهر اشرفي هم د سمیع الحق پر وژل کېدو ژوره خواشیني ښودلې او هغه یې د خپل پلار په شان بللی دی.   ((  د سمیع الحق لاره به د هغه تر وژلو وروسته هم دوام ومومي،دوی دهغوی دوژل کېدو په تړاو چې کوم فکر کوي ناسم دی،دنوموړي په وژل کېدو سره به په افغانستان کې جهاد نوره قوت پیدا کړي،هغومره چې هیڅ باطل به پاتې نه شي.)) مولانا سمیع الحق په خپل کور کې ظاهراً د چړې په ګوزارونو وژل شوی او پړه یې تر دامهاله چا په غاړه نه داخیستې ،خو مرموز قتل یې تازه پوښتنې راپورته کړې دي. د مولانا سمیع الحق عمر له اتیا کالو اوښتی و او له ۱۹۸۸ کال راهیسې یې د دارلعلوم حقانیه مشري کوله.  

اکبراغا: امریکا په افغانستان د سولې رېښتینې اراده نه لري

اکبراغا: امریکا په افغانستان د سولې رېښتینې اراده نه لري

١٢ لړم ١٣٩٧ کابل نیوز کابل نیوز

شنبه, 12 لړم د افغانستان د خلاصون شورا رئیس وايي، امریکا په افغانستان کې د سولې رېښتینی نیت نه لري. سید اکبر اغا، چې په خوست ولایت کې یوې غونډې ته وینا کوله وویل، چې د افغان سولې په برخه کې د استازي په توګه د زلمي خلیلزاد له ټاکل کېدو سره سره د ولسمشر ټرمپ جګړه ییزه تګلاره عملي کیږي او هیڅ تغییر پکې نه دی راغلی. په ورته مهال نوموړی وایي، له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل او دلته د یوه اسلامي نظام ټینګښت د افغانانو ستره هیله ده. په داسې حال کې، چې متحده ایالاتو په دې وروستیو کې د افغان سولې په تړاو هڅې چټکې کړي، خو پخواني طالب چارواکي د سولې په تړاو د متحده ایالاتو پر رېښتیني نیت شک لري. د افغانستان د خلاصون شورا رئیس، چې په خوست ولایت کې یوې غونډې ته وینا کوله وویل، چې متحده ایالات په افغانستان کې د سولې رېښتینې اراده نه لري، ځکه د ده په باور که امریکا د افغان سولې په برخه کې صادقه وي باید د افغان جګړې په تړاو د امریکا تګلاره باید لغو شي. نوموړی وایي، چې ټول افغانان له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل او دلته د یوه اسلامي نظام د جوړېدو غوښتونکي دي. نوموړی د سولې په برخه کې د سولې عالي شورا یو سبمولیک جوړښت بولي او وایي، چې له لګښتونو پرته یې هیڅ نه دي کړي. د سولې په برخه کې د امریکا پر نیت د پخوانیو طالب چارواکو نیوکې داسې مهال دي، چې ټاکل شوې په نږدې راتلونکې کې د افغان سولې په تړاو په مسکو کې غونډه جوړه شي، خو ویل کیږي، چې متحده ایالات به په دې غونډه کې ګډون ونه کړي.

هاشمي: د ولسي جرګې ټاکنو ابتدايي پایلې د قوس په دویمه اعلانیږي

هاشمي: د ولسي جرګې ټاکنو ابتدايي پایلې د قوس په دویمه اعلانیږي

١٢ لړم ١٣٩٧ کابل نیوز کابل نیوز

شنبه, 12 لړم د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایي، چې د ولسي جرګې ټاکنو ابتدايي پایلې به له خپل وخت ۱۳ ورځې وروسته اعلان شي. ټاکل شوې وه، چې د ولسي جرګې ټاکنو ابتدايي پایلې د عقرب په ۱۹مه نېټه اعلان شي، خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایي، چې د ځینو دلایلو له امله به له کابل ولایت پرته د نورو ولایتونو د ولسي جرګې ټاکنو ابتدايي پایلې به د قوس په دویمه او د کابل به د قوس په لسمه نېټه اعلان شي. پر انتخاباتو څارونکې ادارې او د ملي شورا غړي د ټاکنیزو کمېسیونونو پر کړنو په نیوکې سره وایي، چې د قانون له مخې ابتدايي پایلې باید تر انتخاباتو ۱۴ ورځې وروسته اعلان شوې وای. په داسې حال کې، چې د ولسي جرګې ټاکنو د ابتدايي پایلو په اعلان کې د ځنډ په تړاو نیوکې ډېرې دي، د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایي، چې د ځینو ستونزو له امله به د ټاکنو ابتدايي نتایج له ټاکلې نیټې ۱۳ ورځې وروسته اعلان شي. ټاکل شوې وه، چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ولسي جرګې ټاکنو ابتدايي پایلې د عقرب په ۱۹مه نیټه اعلان کړي، خو د کمېسیون چارواکي وایي، چې د ځینو ستونزو له امله به له کابل ولایت پرته د نورو ټولو ولایتونو د ولسي جرګې انتخاباتو ابتدايي نتایج د قوس په دویمه او د پلازمینې کابل به د قوس په ۱۰ اعلان شي. په ورته مهال د ولسي جرګې یوشمېر غړي د انتخاباتي کمېسیونونو پر کړنو په نیوکې سره وایي، چې د قانون له مخې د ولسي جرګې ټاکنو ابتدايي نتایج باید تر انتخاباتو ۱۴ ورځې وروسته اعلان شوي وای، خو انتخاباتي کمېسیونونه ونه توانېدل، څو پایلې پر خپل وخت اعلان کړي. پر انتخاباتو څارونکې ادارې وایي، چې د انتخاباتو په ورځ د ترسره شویو تخطیو له امله د کمېسیون پروړاندې ګڼې ستونزې موجودې دي او له همدې امله د ټاکنو خپلواک کمېسیون اوس اړ دی، څو د ولسي جرګې ټاکنو ابتدايي پایلې په ځنډ سره اعلان کړي. دا په داسې حال کې ده، چې پر انتخاباتو څارونکې ادارې وایي، په تېرو ټاکنو کې پراخو درغلیو، د ټاکنو نا سالم مدیریت، او تخنیکي ستونزو د کمېسیونونو چارې ټکنۍ کړي، چې که دا ستونزې حل نشي د ولسمشرۍ ټاکنې به هم له ګڼو ننګونو سره مخ وي.

وکیلان: په فراه کې د هلیکوپترې د سقوط پېښه لاهم مبهمه ده

وکیلان: په فراه کې د هلیکوپترې د سقوط پېښه لاهم مبهمه ده

١٢ لړم ١٣٩٧ کابل نیوز کابل نیوز

شنبه, 12 لړم د ولسي جرګې غړي وایي، په فراه ولایت کې د را غورځېدلې هلیکوپترې څرنګوالی لاهم مبهم دی. وکیلان وایي په داسې حال کې، چې په فراه کې د ملي اردو هلیکوپترې له سقوط څخه پنځه ورځې تیرېږي او طالبان هم د دې هلیکوپترې د ویشتلو ادعا کوي، خو حکومت لا هم نه دی بریالی شوی، چې د یاد هلیکوپتر د سقوط علت او د وژل شویو کسانو جسدونه پيدا کړي. په ورته مهال د ملي دفاع وزیر وایي، چې د یادې پېښې په تړاو لاهم څېړنې روانې دي او ابتدايي معلومات ښيي، چې دا هلیکوپتره د ډېر وزن له امله غورځېدلې ده. په فراه کې د ملي اوردو د سقوط شوې هیلیکوپترې، چې پنځه ورځې تېرېږي، خو یاده قضیه لا هم ګونګه ده او اصلي څرنګوالی یې روښانه نه دی. د ولسي جرګې د شنبې ورځې په عمومي ناسته کې، وکیلانو وویل، چې په فراه کې د سقوط  شوې هلیکوپترې دلایل باید افغان حکومت له خلکو سره شریک کړي، چې دغه هلیکوپتره په رښتیا د طالبانو له لخوا سقوط شوې او که د یادې پېښې ترشا نور دلایل دي. وکیلان وایي، د قربانیانو کورنۍ د خپلو مړو جسدونو ته په تمه دي، خو حکومت تر دې دمه ندی تواندلې، چې  په پېښه کې د وژل شویو کسانو جسدونه پیدا کړي. بل پلو وسله والو طالبانو ادعا کړې، چې ددې هلیکوپترې د سقوط په پایله کې د وژل شویو کسانو جسدونه له دوی سره دي او دوی په بدل کې د جنرال رازق د قاتل جسد غواړي. په ورته مهال د ملي دفاع وزیر وایي، چې د پښې په ځای کې امنیتي ځواکونو حضور پیدا کړی او په دې برخه کې یې له سره صلیب څخه هم د مرستې غوښتنه کړې. طارق شاه بهرامي وایي، د فراه پېښه تر جدي څېړنې لاندې ده او د لومړنیو معلوماتو له مخې دغې هلیکوپترې د زیات وزن له امله سقوط کړی. د ولسي جرګې یوشمیر نور غړي بیا په هیواد د ناامنیو له زیاتېدو اندښمن دي، او وایي، چې د جکړو له امله ډیرې کورنۍ بې ځایه شوې او اوس مهال د ژوند سختې شپکې سبا کوي. ولسي جرګې همدارنګه، د شنبې ورځې په غونډه کې د ملي دفاع او کورنیو چارو وزیرانو په شمول د ملي امنیت عمومي رئیس د پارلماني ټاکنو په ورځو کې د ښو امنیتي تدابیرو له امله تقدیر کړل.

ستانکزی: د رازق او قهرمان وژل کېدل داخلي او خارجي ابعاد لري

ستانکزی: د رازق او قهرمان وژل کېدل داخلي او خارجي ابعاد لري

١٢ لړم ١٣٩٧ کابل نیوز کابل نیوز

شنبه, 12 لړم د ملي امنیت رئیس وایي، د جنرال رازق ترور کورني او بهرني دواړه اړخونه لري. معصوم ستانکزی وایي، چې د کندهار او هلمند پيښو په تړاو یې څېړنې په بشپړېدو دي او تر دې دمه یې له ګن شمیر نیول شویو کسانو تحقیقات کړي، خو د ابتدايي معلوماتو له مخې طالبانو د کندهار پېښې طرح د سیمې هیوادونو په همکارۍ جوړه کړې ده. د ملي امنیت رئيس وایي، طالبانو د افغانستان په تړاو خپله تګلاره بدله کړې او د سیمې هیوادونو د استخباراتو په مرسته لوړپوړي افغان چارواکي او سیاستوال هدف ګرځوي. ولسي جرګې د کندهار او هلمند پېښو په تړاو د امنیتي ادارو مسولان د جرګې استماعیه ناستې ته رابللي وو، څو د کندهار پخواني امنیه قوماندان جنرال رازق او د ولسي جرګې غړي جبار قهرمان د وژل کېدو پېښو په تړاو معلومات ورکړي. که څه هم د کندهار او هلمند پېښو مسولیت طالبانو پر غاړه واخېست، خو د ملي امنیت رئیس بیا دغه کار د سیمې د استخباراتو بولي او وایي، چې د جنرال رازق او جبار قهرمان قضیې کورني او بهرني اړخونه لري. معصوم ستانکزی وايي، چې د جنرال رازق دوسیې څلور پړاوونه بشپړ شوي او پاتې یو به یې هم ډیر ژر تکمیل شي. د ملي امنیت رئیس وایي، وړاندې تر دې، چې پېښه ترسره شي، استخباراتو د ورته پلان په تړاو د کندهار امنیه قوماندان او لوړپوړو امنیتي چارواکو ته خبر ورکړی وو، خو دوی د کره ځای او هدف په تړاو معلومات نه درلودل. بل پلو نوموړی وايي، چې طالبانو خپله جګړه ییزه تګلاره تغیر کړې او تر ډېره با نفوذه چارواکي او سیاستوال هدف ګرځوي. امنیتي مسئولان یوځل بیا له پاکستانه غواړي، چې د کندهار پېښې عاملان افغانستان ته وسپاري. په ورته مهال د ولسي جرګې دویم مرستیال وایي، ولسي جرګه یوازې د افغان حکومت په څېړنو اتکا نه کوي، د کندهار او هلمند پېښو بررسۍ په هدف به هیئت وټاکل شي. د ملي امنیت رئيس همدارنګه وویل، په نېږدې ورځو کې به د جنرال رازق دوسه پشپړه شي او له پشپړېدو ورسته به پاتې جزیات هم له ولسي جرګې سره شریک کړی.

په کابل کې د اورلګېدنې له امله د میلیونونو ډالرو زیانونه

په کابل کې د اورلګېدنې له امله د میلیونونو ډالرو زیانونه

١٢ لړم ١٣٩٧ کابل نیوز کابل نیوز

شنبه, 12 لړم داوري: د اورلګېدنې له امله درې زره دوکانونه سوځېدلي دي په کابل کې د پنجشنبې شپې اورلګېدنې دوکاندارانو او سوداګرو ته میلیونونه ډالره زیان اړولی. په کابل کې د سوځېدلو مارکېټونو اتحادیه وایي، چې په دې اور لګېدنه کې د پنځو مارکېټونو درې زره دوکانونه سوځېدلي او خلکو ته یې میلیونونه ډالره زیان اړولی دی. ددې اور لګېدنې اصلي علت تر اوسه نه دی معلوم، خو سوداګر پر حکومت نیوکه کوي، چې پر وخت یې د اور وژنې امکانات نه دي ور رسولي. خو د کورنیو چارو وزارت پر وخت د ټولو امکاناتو د رسیدګې خبره کوي او وايي، د پېښې څېړلو لپاره یې ځانګړی پلاوی ټاکلی دی. د کابل ښار په زړه  کې، د پنجشنې شپې اور لګېدنې له امله، چې له ارګ او اطفایې ریاست سره یې ۲ سوه متره واټن درلود، پنځه سوداګریز مارکټونه وسوځول. په نادر پشتون واټ کې د دغو مارکېټونو دوکانداران وایي، چې دغلته د یو شمېر مارکېټونو د سوځېدو له امله دوی ته میلیونونه ډالره مالي زیان اوښتی او اور لګېدنې هم ځکه ډېر وخت ونیوه، چې پر وخت سیمې ته اطفائیه ونه رسیده. دوکانداران وایي، چې له یوې خوا یې مالونه اور وسوځول او له بلې خوا یې ډېر مالونه د خلکو له خوا لوټ شوي دي. په سوځېدلو مارکېټونو او دوکانونو کې تر ډېره برقي وسایل پلورل کېدل. دا د کابل مهم سوداګریز مارکیټونه ګڼل کېدل، چې په مرکز او ولایتونو کې د زرګونو کسانو کاروبار ورسره تړلی و او په میلیونونو ډالره سرمایه پکې خوندي وه. د سوداګرۍ خونې مسئولان وایي، چې په دې مارکېټونو کې درې زره دوکانونه سوځېدلي او لسګونه میلیونه ډالر یې خلکو ته زیان اړولی. که څه هم تر دې دمه د دغې اور لګېدنې لامل نه دی په ډاګه شوی، خو په دې وروستیو کې دغسې پېښې ډېرې شوې دي، چې په کوردننه سترې سرمایې ورسره له منځه تللې دي. د همدې مارکټ اتحادیه پر حکومت نیوکه کوي چې پر وخت یې د اور وژنې امکانات نه دي ورسولي او د دې پېښې د څېړنو غوښتنه کوي. خو په ورته وخت کې د کورنیو چارو وزارت وايي، چې هرڅه په وخت رسیدلي او د پېښې څېړلو لپاره یې ځانګړی هیئت ګمارلی دی. دا لومړی ځل نه دی، چې په کابل ښار کې سوداګریز مارکیټونه د اور خوراک کیږي. له دې مخکې هم ورته سوداګریز مارکېټونه سوځېدلي او پر وخت یې یې د اور وژنې او ددغسې پېښو د مخنیوي لپاره لازم اقدام نه دی شوی.

په مسکو کې د افغان سولې په تړاو غونډه

په مسکو کې د افغان سولې په تړاو غونډه

١٢ لړم ١٣٩٧ کابل نیوز کابل نیوز

شنبه, 12 لړم د افغان سولې په اړه د مسکو غونډه د نوامبر په ۹مه جوړېږي. د روسیې د بهرنیو چارو وزرات وایي مسکو به د روانې نوامبر میاشتې په نهمه د افغان سولې خبرو کوربه توب وکړي. د روسي چارواکو په خبره په یاده غونډه کې به د افغان چارواکو سربېره طالب استازي هم ګډون ولري او د سرچینې په وینا ولسمشر غني، پرېکړه کړې چې یادې غونډې ته به د سولې شورا یو پلاوی ور ولېږي. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وایي، چې په دې ناسته کې د ګډون په هدف  امریکا، پاکستان، هند، قزاقستان، قرغیزستان، چین، تاجکستان او ازبکستان ته هم بلنه ورکړل شوې ده. طالبانو روسي رسنیو ته منلې وه، چې د دوی یو پلاوی به هم په دې ناسته کې ګډون وکړي.