بازتاب نیوز

فرانسوي وزیر د شنبې د ورځې مظاهره چیان بدماشامان وبلل

فرانسوي وزیر د شنبې د ورځې مظاهره چیان بدماشامان وبلل

٢ ساعتونه دازادې اروپا راډیو دازادې اروپا راډیو

د فرانسې د کورنیو چارو وزیر کریستوف کاستانیر، هغه کسان سپک او بدماشان وبلل چې د ژېړواسکټو په نوم د حکومت ضد غورځنګ د پیل د لومړۍ کالیزې په مناسبت یې د شنبې د ورځې په مظاهرو کې تاوتریخوالی وکړ. ده وویل، څه چې د شنبې په ورځ ولیدل شول، کم شمېر یې حقیقي مظاهره چیان خو زیات یې د کوڅو خلک (لوچک) ول. مظاهره چیانو موټرونو ته اور ورته کړ او د پولیسو خوا ته یې تیږې او بوتلونه وغورځول. د فرانسې پولیسو د مظاهره چیانو د تیت پرک کولو لپاره له اوښکې بهیونکي ګاز او د اوبو له ټانکرونو څخه کار واخیست. دا مظاهرې د ژېړواسکټو د غورځنګ د پیل د لومړنۍ کالیزې په مناسبت وشوې. د تېر کال په نوومبر کې یو شمېر خلکو، چې ژېړ واسکټونه یې اغوستي وو، په فرانسه کې د عادلانه اقتصادي اصلاحاتو لپاره اعتراضونه پیل کړل. د فرانسې پولیسو د روانې اوونۍ د شنبې د ورځې د مظاهرو په لړ کې ۲۶۰ تنه ونیول. په دې مظاهرو کې شاوخوا ۲۸زره تنو برخه لرله.

پاپ فرانسیس بېوزلو ته مېلمستیا وکړه

پاپ فرانسیس بېوزلو ته مېلمستیا وکړه

٢ ساعتونه دازادې اروپا راډیو دازادې اروپا راډیو

د نړۍ د کاتولیکانو مشر پاپ فرانسیس یو نیم زر تنو بې کورو او بېوزلو ته غرمنۍ ورکړه. پاپ فرانسیس پرون غرمه (یکشنبه) په داسې حال کې په واتیکان کې بېوزلو ته مېلمستیا وکړه چې کاتولیکې کلیسا د بېوزلانو نړیواله ورځ ولمانځله. د نړۍ د کاتولیکانو مشر مخکې تر دې چې غرمنۍ ته بېوزلان وروبولي، د واتیکان په سینټ پیټر میدان کې وویل، هغو کسانو ته دعا کوي چې د ښه ګډ ژوند د رامنځته کولو په هدف په خپلو نوښتونو تر ټولو بېوزلو خلکو ته هیلې ورکوي. ده وروسته د واتیکان په یوه ستر سالون کې له خپلو مېلمنو سره د غرمې ډوډۍ وخوړه. 

په هرات کې چاودنې ۶ تنه ژوبل کړل

په هرات کې چاودنې ۶ تنه ژوبل کړل

٢ ساعتونه دازادې اروپا راډیو دازادې اروپا راډیو

د هرات ښار د صرافانو مارکیټ ته نږدې د یوه مقاطیسي بم په چاودنه کې د ۳ ماشومانو په ګډون ۶ تنه ژوبل شول. دا پېښه پرون (یکشنبه) مازدیګر وشوه. د روغتون مسوولان د دوو ماشومانو او یوه سړي روغتیايي وضعیت نازک ښيي. چاودنه د پولیسو په یوه رینجر موټر پورې د نښلول شوي بم په نتیجه کې وشوه.

د ملکي مرګ ژوبلو په اړه د پکتیا له مشرانو سره د پلاوي کتنه

د ملکي مرګ ژوبلو په اړه د پکتیا له مشرانو سره د پلاوي کتنه

٢ ساعتونه دازادې اروپا راډیو دازادې اروپا راډیو

د ملي امنیت شورا د دفتر د لوی سلاکار په مشرۍ یوه پلاوي د پکتیا په ځاځي اریوب ولسوالي کې د ملکي وګړو د وژل کېدو د ادعاوو په اړه د پکتیا له چارواکو او قومي مشرانو سره وکتل. په ولسي چارو کې د ملي امنیت شورا د دفتر د لوی سلاکار سرور احمدزي په مشرۍ پلاوي پرون (یکشنبه) د پکتیا له والي شمیم کټوازي، د امنیتي ادارو له مشرانو او د ولایتي شورا له رئيس او غړیو، د ځاځي اریوب ولسوالي له مخورو او ځوانانو سره د پېښې په اړه خبرې وکړې. د سیمې اوسېدونکي وايي چې تېره اوونۍ د دې ولسوالي په علي سنګیو سیمه کې د ګډو ځواکونو په هوايي برید کې یو شمېر ملکیان وژل شوي دي.

تالقان کې د یوه صراف پر وژل کېدو د صرافانو اعتراض

تالقان کې د یوه صراف پر وژل کېدو د صرافانو اعتراض

٢ ساعتونه دازادې اروپا راډیو دازادې اروپا راډیو

د تخار ولایت په مرکز تالقان کې د یوه صراف له وژل کېدو وروسته د دې ښار صرافانو او زرګرانو د ناامنۍ په اعتراض کې خپل دوکانونه بند کړل. پرون (یکشنبه) سهار نامعلومو وسله والو یو صراف په خپل دوکان کې وواژه او سره زر او پیسې یې ورڅخه غلا کړل. له دې پېښې وروسته د تالقان ښار اکثرو صرافانو او زرګرانو خپل دوکانونه بند کړل او له حکومت څخه یې وغوښتل چې د دوی امنیت خوندي کړي. دوی اعتراض لري چې له څه مودې راهیسې په تالقان کې وسله والې غلاوې ډېرې شوي او له کبله یې د دوی کاروبار اغېزمن شوی دی.

په اماراتو کې د امریکا سفیر د ایران مظاهرې د خلکو غږ وباله

په اماراتو کې د امریکا سفیر د ایران مظاهرې د خلکو غږ وباله

٣ ساعتونه دازادې اروپا راډیو دازادې اروپا راډیو

د ایران مشر آیت الله علي خامنه يي وايي، د تېلو د بیې د زیاتېدو په برخه کې د حکومت د پرېکړې ملاتړ کوي. د ایران حکومت د پنجشنبې په ورځ د یوه لیتر تېلو بیه له ۹ سنټو څخه ۱۲،۷ سنتو ته لوړه کړه او ویې ویل چې د هر شخصي موټر خاوند په میاشت کې یوازې شپېته لیتره پټرول رانیولای شي. آیت الله علي خامنه يي د دې مظاهرو پر وړاندې په خپل لومړي غبرګون کې پرون (یکشنبه) وویل چې د حکومت د پرېکړې ملاتړ کوي. هغه له امنیتي چارواکو هم وغوښتل چې د امنیت د ټینګښت په برخه کې خپلې دندې عملي کړي. ده په ایران کې د تېلو د بیې د لوړېدو په اعتراض کې د خلکو  پر مظاهرو انتقاد وکړ. خامنه يي دا انتقاد وروسته له هغه کوي چې د ایران په لسګونو ښارونو کې د جمعې له ورځې راهیسې مظاهرې پیل شوي او په ترڅ کې یې په سلګونه تنه نیول شوي او یو شمېر نور وژل شوي دي. راپورونه وايي چې د ایران په یو شمېر سیمو کې د پولیسو او مظاهره چیانو ترمنځ خونړی اخوډب شوی دی. فارس نیمه دولتي خبري اژانس پرون (یکشنبه) راپور ورکړ چې د ایران په بېلابېلو برخو کې نژدې زر تنه د مظاهرو په خاطر نیول شوي دي. خامنه يي د تېلو د بیو پر لوړېدو په اعتراض کې پر مظاهرو په خپل لومړني غبرګون کې وویل، سره له دې چې په دې برخه کې ډېر خبر نه دی خو د حکومت د مشرانو د پرېکړې ملاتړ کوي او باید دا پرېکړه عملي شي. «ما وویل چې په دې قضیو خبر نه یم خو  که د درې ګونو قواوو مشران فیصله وکړي زه یې ملاتړ کوم. ما دا ویلي، ملاتړ یې هم کوم. د قواوو مشران دي، په خپل منځ کې سره کښېنستل د خپل تخصص پر اساس یې د هیواد لپاره پرېکړه وکړه، باید پرېکړه یې تطبیق شي.» په همدې حال کې په متحده عربي اماراتو کې د امریکا سفیر جان رکولتا پرون (یکشنبه) په دوبۍ کې له اسوشیتید پریس خبري اژانس سره په مرکه کې د ایران د مظاهرو په اړه وویل: موږ د رژیم د بدلون غوښتونکي نه یوو، موږ به د ایران خلک پرېږدو چې د خپل راتلونکي په اړه په خپله پرېکړه وکړي، خو د دوی راتلونکې دا ده چې د نړیوالې ټولنې یوه برخه واوسي. فکر کوم چې خلک نهیلي دي، دوی ازادي غواړي، دوی غواړي چې د نړۍ ازاد بازارونه ورته پرانیستي وي. کوم انکشافات چې تاسي وینئ په دې معنا دي چې د ایران خلک حکومت ته وايي چې بدلون غواړي.»   له دې مخکې د امریکا د بهرنیوچارو وزیر مایک پومپیو د ایران د حکومت ضد معترضانو ته ویلي و چې امریکا به له دوی سره په څنګ کې وي. د ایران مشر آیت الله خامنه يي د سیرجان په سیمه کې د جمعې په ورځ د یوه معترض وژل کېدا تایید کړې ده خو پرون ناوخته د ایران یوه جګپوړي چارواکي اسدالله عباسي د تهران په شهریار سیمه کې د یوه تن وژل کېدا تایید کړه. ویل کېږي چې په کرمانشاه کې هم یو پولیس وژل شوی دی. خو غیررسمي راپورونه وايي چې په اصفهان، بهبهان، کرمانشاه، کرج او شېراز کې لسګونه تنه وژل شوي دي.

میاخېل: د داعش تر ۶۰۰ زیات غړي تسلیم شوي

میاخېل: د داعش تر ۶۰۰ زیات غړي تسلیم شوي

٣ ساعتونه دازادې اروپا راډیو دازادې اروپا راډیو

له ننګرهار څخه د رارسېدلیو راپورونو له مخې، د داعش ډلې ډلې غړي د افغانستان حکومت ته تسلیمېږي. د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل ازادي راډیو ته وویل، تراوسه پورې د داعش ۶۲۵ غړي تسلیم شوي چې د هغو په منځ کې ۴ سوه مېرمنې او ماشومان او ۲۲۵ جګړه مار دي. په ختیځ کې د سېلاب قول اردو قوماندان تورنجنرال عبدالهادي ترین پرون په جلال اباد کې یوې خبري غونډې ته د داعش د غړیو د تسلیمېدو دلیل په شینوارو او شېرزاد ولسوالیو کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو عملیات وبلل. د ننګرهار والي ښاغلي میاخېل هم دا خبره تایید کړه، ویې ویل: «د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو د اچین د ولس په ملاتړ د داعش پر ضد عملیات وکړل، د بندر او باغ درې له نیولو وروسته د داعش اکمالاتي لار بنده شوه او همدا دلیل په اچین کې د داعشیانو د له منځه تګ یا تسلمېدو او یا تښتېدو سبب شو او د خراسان د اسلامي خلافت مرکز، راډیو او هر څه له منځه لاړل.» خو د ننګرهار امنیه قوماندان ایمل نیازي بیا د ننګرهار د خلکو همکاري مهمه وبلله، ویې ویل چې له امنیتي ځواکونو سره په عملیاتو کې د ولس له همکارۍ منندوی دی. د ننګرهار چارواکي وايي چې د داعش په تسلیم شویو کسانو کې ۱۹۰ ښځې او ۲۰۸ ماشومان شامل دي. دا چې د دغو کسانو د برخلیک په اړه به څه پرېکړه کېږي، د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل وايي: «دا کسان د اورکزیو، باجوړ او اپرېدو دي. ښځې او ماشومان یې، چې پنجابیان دي، کابل ته لېږو او د سفارت له لارې به یې پروسه بشپړه شي. خو هغه ماشومان او ښځې چې افغانان دي، نیول شوي نه دي او پرې ایښي مو دي چې خپلو ولایتونو او سیمو ته لاړ شي.» وسله وال طالبان وايي چې د دوی فشار سبب شوی چې د داعش غړي حکومت ته تسلیم شي. د ننګرهار د ولایتي شورا غړی عبید شینواری دا مني چې طالبانو هم په ننګرهار کې د داعش له ډلې سره جګړې کړي او تر یوه حده یې پر دې ډلې فشار راوړی خو وايي چې د افغان امنیتي ځواکونو او بهرنیو پوځیانو فشار د داعش غړي تسلیمېدو ته اړ ایستل: «له تقریباً یو نیم یا دوو کلونو راهیسې په اچین کې عملیات روان ول، امریکايي پوځیانو هم هلته اډه لري، خو اوس د داعش مرکزونه له منځه تللي، په وروستیو وختونو کې داعش تر سخت فشار لاندې و، خوراکي مواد نه وررسېدل.» راپورونه وايي چې د داعش د افغان غړیو مېرمنو او ماشومانو ته اجازه ورکړل شوې چې خپلو ولایتونو او اصلي کورونو ته لاړ شي خو د دې ډلې له بهرنیو غړیو څخه د ملي امنیت د ریاست مامورین پوښتنې – ګروېږنې کوي. د ننګرهار د والي په وینا په تسلیم شویو داعشیانو کې ۸۷ نارینه د پاکستان او نورو هیوادونو اتباع دي. داعش ډلې په تېرو څو کلونو کې په ننګرهار او کابل کې د ګڼو خونړیو انتحاري حملو مسوولیت په غاړه اخیستی دی.

د ثبات او همپالنې پلویانو فاریاب کې د رایو بیا شمیرنې مخه ونیوله

د ثبات او همپالنې پلویانو فاریاب کې د رایو بیا شمیرنې مخه ونیوله

٢٠ ساعتونه دازادې اروپا راډیو دازادې اروپا راډیو

د ثبات او همپالنې د انتخاباتي ټيم پلویانو نن په فاریاب ولایت کې د رایو د بیا شمیرنې د بهیر مخه ونیوله. د ټاکنو د خپلواک کمېسیون ولایتي رئیس محمد بشیر حسام نن آزادۍ راډیو ته وویل ټاکل شوې وه چې دا بهیر سهار مهال پیل شي خو د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې د ټیم د پلویانو د اعتراض له کبله وځنډېد:  هغه زیاته کړه: "د ثبات او همپالنې ناظران رانغلل، هغوی د تحصن خېمه وهلې او راغونډ شوي، مونږ موضوع له مرکز سره شریکه کړه او هغوی راته وویل چې د تشدد د مخنیوي لپاره دا بهیر بند کړئ." په همدې حال کې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون نن په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې په کابل، کندهار، هرات، لوګر، هلمند، پکتیا، پکتیکا، خوست، نورستان، فراه، کندز، دایکندي، زابل او غور ولایتونو کې د رایو د بیا شمېرنې او تفتیش ځنډېدلی بهیر بیا پیل شوی خو په خبرپاڼه کې د فاریاب د پېښې یادونه نه ده شوې. د رایو د بیا شمیرنې بهیر تېره اوونۍ د ثبات او همپالنې په ګډون د څو ټاکنیزو ډلو د مخالفت له کبله وځنډېد. د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مشرې پرون په کابل کې خبریالانو ته وویل چې دا پرېکړه یې له ټولو ټاکنیزو ډلو سره د موافقې پر اساس کړې ده.  

د ایران په اعتراضونو کې یو کس وژل شوی

د ایران په اعتراضونو کې یو کس وژل شوی

١ ورځ دازادې اروپا راډیو دازادې اروپا راډیو

د رپوټونو پر اساس، په ایران کې د دګاز د نرخ او تېلو د نرخ د لوړېدو پر ضد په اعتراضي مظاهرو کې یوتن وژل شوی دی. د ایران د سیرجان ولایت والي، پرون د نوامبر په ۱۶مه، ویلي چې د یوه اعتراض کونکي د وژل کېدو شرایط لا نه دی څرګند شوی خو یو شمېر نور وګړي زخمیان شوي دي. تردې وړاندې له ایرانه په رپوټونو کې وویل شول چې د سیرجان په ښار کې یو شمېر اعتراض کونکو د جمعې په ورځ هڅه کوله چې د تېلو یوې سترې زېرمې ته اور ور واچوي خو امنیتي ځواکونو یې د مخنیوي هڅه کوله. د ایران له نورو سیمو مشهد، اهواز او شیراز څخه هم د خلکو د اعتراضونو او د مظاهره چیانو او پولیسو ترمنځ د اخ و ډب خبرونه خپاره شوي دي. د ایران اقتصاد د امریکا د مالي بندیزونو له امله تر سخت فشار لاندی دی. په داسې حالت کې بیا د ایران حکومت ویلي چې د تېلو او ګاز نرخ لوړوي.  د حکومت د دې اعلان پر ضد د ایران په بېلابېلو ښارونو کې خلکو مظاهرې پېل کړې دي.  

سعادتي: د بیاشمېرنې بېرته پیلولو وړاندې باید د معتبرو رأیو شمېر معلوم شي

سعادتي: د بیاشمېرنې بېرته پیلولو وړاندې باید د معتبرو رأیو شمېر معلوم شي

٢٤ لړم ١٣٩٨ دازادې اروپا راډیو دازادې اروپا راډیو

د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ډله وايي، وړاندې تردې چې د ټاکنو کمېسیون د رأیو بیا شمېرنه او تفتیش بېرته پیل کړي، لومړی باید د هر محل د معتبرو رأیو شمېر معلوم او تقلبي رأیې باطلې اعلان شي.