بازتاب نیوز

د طبیعي، بشري او اسلامي علومو په برخه کې ۳۶ عنوانه علمي او څېړنیزې پروژې تایید او تصویب شوي دي

د طبیعي، بشري او اسلامي علومو په برخه کې ۳۶ عنوانه علمي او څېړنیزې پروژې تایید او تصویب شوي دي

٢٢ غويی ١٣٩٨ د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز

کابل، افغانستان: د افغانستان د علومو اکاډمۍ په بېلا بیلو علمي او څېړنیزو برخو کې د ټولنې اړتیاوو ته په پام سره لس کلن پلان جوړ کړی، چې په هغه کې د علومو په بېلابیلو څانګو کې د څېړنیزو مسایلو په طرحه کولو سره شاوخوا ۱۰۰۰ علمي او څېړنیزې پروژې تصویب او چارې یې پیل کړي دي. د دغې اکاډمۍ علمي مرستیال ډاکتراحمد شاه عمر وردګ، چې د چهارشنبې په ورځ یې "ملت ته د حکومت د حساب ورکولو" په پروګرام کې د ۱۳۹۷ مالي کال د لاسته راوړنو په اړه خبرې کولې زیاته کړه: د هیواد په کچه د علمي څېړنو لپاره لس کلن ستراتیژیک پلان یو ښه او روښانه لارښود دی، چې د علم، فرهنګ، اقتصاد او د هیواد د ټولنیز وضعیت د ښه والي او پراختیا په برخه کې کلیدي رول لوبولی شي. د علومو په بېلابیلو برخو کې د علمي څېړنو ترسره کول او د دغو څېړنو انسجام د ټولنیز وضعیت د ښه والي، فرهنګي بډاینې، اقتصادي ودې، د طبیعي سرچینو او زیرمو د ارزونې او له هغو نه د اغېزمنې ګټې اخیستنې، د علم او پوهې د کمي او کیفي کچې وده او په هیواد کې د دیني او اسلامي فرهنګ پیاوړتیا د علومو اکاډمۍ اساسي اهداف ګڼل کیږي. دغه راز د ۳۶ علمي او تحقیقي پروژو بشپړېدل او دفاع، د پوهانو لپاره د لس کلن ستراتیژیک پلان سره سم په دریوو ( بشري، طبیعي او اسلامي ) برخو کې د ۴۰ علمي او تحقیقي پروژو تایید او تصویب، د علومو په بېلابیلو برخو کې د ۴۰ عنوانونو علمي او څېړنیزو کتابونو چاپ او خپرول، په ملي او نړیواله کچه د ۸ علمي او څېړنیزو سیمینارونو ترسره کول، او په پرله پسې توګه د ۱۰ عنوانه علمي او څېړنیزو مجلو چاپ او خپرول په ۱۳۹۷ کال کې د علومو اکاډمۍ له لاسته راوړنو ګڼل کیږي. ښاغلي وردګ وویل: د طبیعي، بشري او اسلامي علومو په برخه کې د ۲۰۰ علمي او څېړنیزو پروژو د کار پیلول، د هیواد لپاره د مهمو او ګټورو موضوعاتو په اړه د ۸ علمي او څیړنیزو سیمینارونو ترسره کول، په بېلابیلو علمي برخو کې د ۹۵ علمي او څېړنیزو کنفرانسونو جوړول، د علومو په بېلابیلو برخو کې د علم د بډاینې لپاره د ۳۲ عنوانه کتابونو چاپول، د طبیعي، بشري او اسلامي څانګو په برخه کې د ۴۰ ګڼو علمي او څېړنیزو مجلو چاپول، د ۲۴ علمي او څېړنیزو جريدو چاپول او د ادبي ځانګړي دایره المعارف د کارپیلول په ۱۳۹۸ کال کې د علومو اکاډمۍ له مهمو پروګرامونو څخه شمېرل کیږي. د یادونۍ وړ ده، چې د علومو اکاډمۍ په تېر ۱۳۹۷ مالي کال کې خپله ۹۴ سلنه پراختیايي بودجه لګولې ده.###

تېر کال د سیمه ییزې حکومتولۍ کال وو

تېر کال د سیمه ییزې حکومتولۍ کال وو

٢٢ غويی ١٣٩٨ د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز

کابل، افغانستان: د سیمه ییزو ارګانونو دخپلواکې ادارې رییس، عبدالمتین بیک چې ملت ته د حکومت د ځواب ورکولو په پروګرام کې یې د خپلې ادارې د ۱۳۹۷ کال لاسته راوړنې بیانولې، وویل: د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې په تېر کال کې د قوانینو، خدمتونو د وړاندې کولو، د ښاري خدمتونو د ښه والي او پروسو د اسانه کولو په برخه کې مهم رول لوبولی دی. ښاغلي بیک دې ته په ټینګار سره چې تېر کال د سیمه ییزې حکومتولۍ کال وو، زیاته کړه: په تېر کال کې جمهور رییس ۲۵ سلنه وخت سیمه ییزو ادارو ته ځانګړی کړی وو، چې په دې برخه کې د جمهور رییس ولایتي سفرونه او په مرکز کې د ولایتي چارواکو حضور؛ یادولی شو. هغه چې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې یې خبرې کولې د حکومتولۍ د لارې د نقشې تصویب، د سیمه ییزو شوراګانو د قانون تصویب او د ښاروالیو د قانون توشیح کېدل؛ د قوانینو په برخه کې د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې د لاسته راوړنو په توګه یاد کړل. د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې رییس دې ته په ټینګار سره چې د ښاروالیو قانون د ښاروالیو ټاکنو ته زمینه برابره کړې ده، زیاته کړه: په راتلونکي کال کې د ښاروالیو ټاکنې د دغې ادارې له لومړیتوبونو څخه دي او هڅه به وشي چې یو یا دوه ښاروالان هم د ټاکنو له لارې وټاکل شي. بیک وویل: تېر کال کې د زیاتو غټو ښارونو، ښاروالان د آزادې سیالۍ له لارې ګومارل شوي چې په هغه ډله کې دوه تنه ښځې هم شاملې دي. نوموړي په تېر کال کې د ولسوالانو کنفرانس جوړېدو ته په اشارې سره وویل، په راتلونکي کال کې به د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې زیاته پاملرنه ولسوالیو ته وي او ولسوالانو ته د سرچینو او پروګرامونو په برابرولو سره به د هغوی د ځواب ورکولو کچه زیاته شي. په ورته وخت کې د هېواد په ۹۳ سلنه ولسوالیو کې د ولسوالانو شتون، د ولسوالانو د معاشونو یوشانوالی او هغوی ته د وسایطو وېشل اود سیمه ییزو ادارو په رهبرۍ کې د ښځو د شتون زیاتول؛ د سیمه ییزې ادارې د پیاوړې او اغېزمنې رهبرۍ په برخه کې د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې د نورو کړنو په توګه یاد کړل. ###

په څه باندې ۴۹۰ ادارو کې د قوانینو او مقرراتو د مراعتولو په اړه تفتیش تر سره شوی دی

په څه باندې ۴۹۰ ادارو کې د قوانینو او مقرراتو د مراعتولو په اړه تفتیش تر سره شوی دی

٢٢ غويی ١٣٩٨ د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز

کابل، افغانستان: د پلټنې عالي ادارې په ۱۳۹۷ کال کې د وزارتونو، خپلواکو ادارو، د مرکز او ولایتونو د ښاروالیو، تصدیانو، موسسو او په بهیر کې د افغانستان د سیاسي نمایندګیو په ګډون په ۴۹۲ ادارو کې د قوانینو او مقرراتو د مراعتولو په اړه تفتیش تر سره کړی دی. د دغې ادارې مسلکي مرستیال، سید محمد مهدي حسیني چې د پنجشنبې په ورځ یې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې ملت ته د حکومت د ځواب ورکولو په پروګرام کې د خپلې ادارې لاسته راوړنې بیانولې، زیاته کړه: د پلټنې په پایله کې د پلټنې د پایلو ۴۵۹ راپورونه تر تحلیل او ارزونې وروسته اړوندو مراجعو ته لېږل شوي چې له بېلابېلو مدارکو لکه د مالیې د نه ورکړې توپیر، د بیو توپیر، د ځنډونې(تاخیر) جریمې، اضافي ورکړې، ترانسپورټي کمېشن، د معتمدینو باقیات، ناسمې سنجونې، د صفایۍ محصول، کرایې، د ځمکې د بیې د نه ورکړې، حق الاجارې او د لوحو او نورو مدارکو له ټکس څخه د پیسو د توپیر په توګه د پلټنې د موندنو د شمېرو په یو ځای کولو سره په ټولیزه توګه ۴۴۷۲۲۰۱۹۳۱ افغانۍ- ۱۰۲۹۷۵۵۷ ډالر- ۳۳۸۴۸۴۰ یورو- ۲۸۹۹۷۲ سعودي ریال او ۹۷۰۰۷۶ روبل؛ بېرون او د دولت خزانې ته د ورګرځولو وړ بللې دي. هغه اندازه پیسې چې وړاندې د یادې ادارې د قوانینو او مقرراتو د مراعتولو د پلټنو په پایله کې تثبیت او اړوندو مراجعو ته ابلاغ شوې وې په ۱۳۹۷ مالي کال کې له پلټل شویو ادارو څخه د تر لاسه شویو اطمینانیو له مخې د مرکزي او سیمه ییزو بودجوي ادارو د دولتي او ودانیزو شرکتونو، ښاروالیو، تصدیانو او عوایدو څخه په ټولیزه توګه ۲۶۹۱۸۴۱۰۴۷ افغانۍ ۱۳۲۳۵۴ ډالر تصفیه او ۲۹۶۱۶۲۴۸۲ افغانۍ او ۹۵۳۵۲ ‌ډالر ترلاسه او د دولت خزانې ته سپارل شوي دي. دغه راز د پلټنې عالي ادارې په ۱۳۹۷ کال کې د افغانستان له بیارغونې سره د مرستې صندوق په ګډون د نړیوال بانک د ۴۰ پروژو پلټنه کړې چې د پلټنې د موندنو د پیسو ټولیزه اندازه یې ۱۸۵۸۳۷۳۷۰ افغانۍ او ۶۸۱۴۷۱ ډالره ده. د پروژو د پلټنې راپور نړیوال بانک سره شریک شوی دی. د ۱۳۹۶ مالي کال د قطعیې حساب پلټنه په ټاکل وخت بشپړه او راپور یې جمهوري ریاست او ولسي جرګې ته وړاندې شوی دی. د پلټنې عالي ادارې د ۱۳۹۷ مالي کال د پلټنو پر مهال په مرکز او ولایتونو کې د ټولګټو شتمنیو د حیف و میل پېښې تثبیت او په ۱۷ دوسیو کې ترتیب کړي چې اوښتې زیان یې ۸۰ میلیونه افغانۍ کېږي. یادې قضیې د څېړنو په موخه لویې څارنوالۍ ته لېږل شوې دي. د پلټنې عالي ادارې د معیاري تفتیشونو په ترسره کولو او د تفتیش د نړیوالوسټنډرډونو په مراعتولو سره په سیمه کې د افغانستان د بودجې د روڼتیا د دوهمې رتبې په ترلاسه کولو کې مهمه ونډه لرلې ده. حسیني دغه راز وویل د وزارتونو، خپلواکو ادارو، په بهر کې سیاسي نماینده ګیو، تصدیانو، موسسو او ښاروالیو په ۶۱۴ ادارو کې د قوانینو او مقررو د رعایت د پلټنې ترسره کول، د ښارجوړولو او ځمکو او لوړو زده کړو په وزارتونو، د عامې روغتیا وزارت د درملو د چارو ریاست، د پلازمېنې زون خپلواکې ادارې، د پوهنې وزارت د ښوونکي د روزنې ریاست او کابل ښاروالۍ کې د ۷ مشارکتي کړنو د تفتیش ترسره کول، د دولت د ۱۳۹۷ کال د قطعیې حساب پلټنه او جمهوري ریاست او ولسي جرګې ته د هغې د راپور وړاندې کول، په دولتي ادارو کې د نړیوال بانک د ۱۳۹۷ مالي کال د ۴۲ پراختیايي پروژو پلټل، په ۱۳۹۸ مالي کال کې د پلټنې د عالي ادارې له عمده پروګرامونو څخه دي. د پلټنې عالي اداره، په عامه سکتور کې د قوانینو او مقررو د رعایت تفتیش، مالي تفتیش، د کړنو تفتیش، د معلوماتي ټکنالوژۍ تفتیش، ځانګړي او مختلط تفتیشونه ترسره کوي. ###

۱۳۹۷ کال کې ۲۸ تقنیني سندونه توشیح شوي دي

۱۳۹۷ کال کې ۲۸ تقنیني سندونه توشیح شوي دي

٢٢ غويی ١٣٩٨ د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز

کابل، افغانستان: په پارلماني چارو کې د دولت وزارت وایي، چې په ۱۳۹۷ کال کې ۲۸ تقنیني سندونه چې ۱۲ نړیوال هوکړه لیکونه او ۱۶ نور تقنیني سندونه، د قانون طرحه او د قوانینو د تعدیل طرحه پکې شامل دي؛ ولسي جرګه کې د قانوني پړاوونه تر بشپړېدو او د دواړو مجلسونو تر تصویب وروسته؛ د جمهوري ریاست د عالي مقام لخوا توشیح شوي دي. په پارلماني چارو کې د دولت وزیر، ډاکټر فاروق وردګ، چې د یکشنې په ورځ یې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې ملت ته د حکومت د حساب ورکولو په پروګرام کې د خپلې ادارې د لاسته راوړنو او پروګرامونو په اړه مالومات ورکول؛ زیاته کړه: په پارلماني چارو کې د دولت وزارت د ۱۳۹۷ کال په ترڅ کې په ټولیزه توګه د ملي شورا له غړو سره د وزارتونو او خپلواکو ادارو د لومړۍ درجې مسوولینو ۱۳۹۶۰ ناستې تنظیم کړي چې له دې جملې ۱۱۱۰۹ یې په ولسي جرګې او ۲۰۸۹ نورې یې په مشرانو جرګې پورې اړه لري. په پارلماني چارو کې د دولت د وزارت د پنځه کلن ستراتیژیک پلان چمتو کول، په کورنیو سفرونو کې د ملي شورا د غړو د امنیت د خونديتوب په برخه کې همغږي کول او د ملي شورا د غړو د رسمي سفرونو تنظیمول؛ په ۱۳۹۷ کال کې د دغه وزارت له نورو فعالیتونو څخه دي. په پارلماني چارو کې د دولت وزارت د خپلو ستراتیژیکو پروګرامونو له مخې په پام کې لري چې په ۱۳۹۸ کال کې پر ورځنیو چارو سربېره، د دولت له درې ګونو قواوو سره سیستماټیکې پارلماني او دوامداره دوه اړخیزې اړیکې ولري. دغه چاره په هېواد کې د ملي ثبات د پیاوړتیا، د قانون د حاکمیت، د خلکو د ژوند د ښه والي، سولې او پرمختګ لامل کېږي. د ملي شورا له پرانیستنې سره سم له مجلس سره د وکیلانو د بلدتیا په موخه د پروګرامونو ترتیب، د ولسي جرګې غړو ته د باور رایې د اخیستو لپاره د وړاندیز شویو وزیرانو پېژندنه، د پارلماني اړیکو د قانون د تنظیم د طرحې طی مراحل، د هېواد د اساسي قانون پر اساس د وزیرانو د استجواب د پلي کېدو د زمینې برابرول او د ولسي جرګې د غړو د سلوکي سرغړونو د څېړنو د کمیسیون رامنځته کول، په ۱۳۹۸ کال کې په پارلماني چارو کې د دولت د وزارت له نورو پروګرامونو څخه دي. په پارلماني چارو کې د دولت وزارت، یواځنۍ اداره ده چې دافغانستان د اسلامي جمهوریت د درې ګونو قواوو ترمنځ د قواوو د تفکیک اصل ته په پام سره د پارلماني اړیکو د تنظیم، همغږۍ، ټینګښت او پراختیا دنده په غاړه لري او په دې توګه د ډېموکراسۍ د بنسټیز کېدو، قانوني او ځواب ویونکي نظام د پیاوړتیا په برخه کې خپل رول لوبوي. ###

تېر کال په هیواد کې ۴۲۰ روغتیايي مرکزونه رامنځته شوي دي

تېر کال په هیواد کې ۴۲۰ روغتیايي مرکزونه رامنځته شوي دي

٢٢ غويی ١٣٩٨ د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز

کابل، افغانستان: د روغتیا وزیر د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې ملت ته د حکومت د حساب ورکولو په پروګرام کې د دغه وزارت د ۱۳۹۷ کال د لاسته راوړنو او ۱۳۸۹ کال د پروګرامونو راپور رسنیو ته وړاندې کړ. روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي زیاتوالی، د روغتیايي مرکزونو رامنځته کیدل او ارتقا، د روغتیا یي خدمتونود وړاندې کولو په کیفیت کې ښه والی، د روغتیايي خدمتونو په سیستم کې پیاوړتیا، د روغتیا په سکټور کې د فساد پر وړاندې مبارزه او د روڼتیا او حساب ورکولو زیاتوالی، د روغتیا وزیر د راپور له مهمو موضوعاتو څخه وو. دوکتور فیروزالدین فیروز، چې د دوشنبې په ورځ یې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې خبرې کولې زیاته کړه: یاد وزارت توانېدلی په ۱۳۹۷ کال کې ۴۲۰ روغتیايي مرکزونه، د هیواد په کچه ۱۷۰ د واکسین ګرځنده ټیمونه، د کوچیانو لپاره ( ۱۵) ګرځنده روغتیايي ټیمونه، ۱۰۰عرادې امبولانسونه،د کندوز په روغتون کې سټلایټ کلینیک، د هرات په ولایت کې د روږدو ښځو او ماشومانو لپاره سل بستریزه معیاري مرکز، په ۲۱۱ فرعي روغتیايي مرکزونو کې د واکسین څانګې، د پکتیا حوزوي لابراتور او په مرکزي لابراتوارونو کې د هستوپتولوژي ډیپارټمنټ رامنځته کړي. نوموړي دغه راز وویل: د هیواد په بېلابیلو برخو کې څلور روغتونونه نوي پرانستل شوي او ګټې اخیستنې ته چمتو شوي او درې روغتونونه، د درملو د کیفیت د کنټرول څلور لابراتوارونه او د واکسین د یوه زیرمتون د جوړولو کار نوی پیل شوی دی. د روغتیا وزیر د کیفیت لرونکو روغتیا یی خد متونو د وړاندې کولو په اړه وویل، چې یاد وزارت توانېدلی د تیر کال په بهیر کې ۶۵ میلیونه کسانو ته لومړي او ثانوي روغتیا یی خدمتونه، ۱.۷ میلیونه مېرمنو ته د ولادت نه مخکي روغتیايي خدمتونه، ۹۳۰ زرو مېندو ته د ولادت مناسبه زمینه، ۶۵۹۸۳۸ مېندو ته د ولادي او نسايي جراحۍ زمینه، ۱.۵ میلیونه ماشومانو ته د پنتاسه واکسین، ۱.۴ میلیونه ماشومانو ته د سرخکانو واکسین، او تر پنځو کلونو کم ۲۰ میلیونه ماشومانو ته د پولیو واکسین، په خوارځواکۍ اخته د ۲۷۰ زرو ماشومانو تداوي، ۱۱۴۰ روږدو ته د تداوۍ د زمینې برابرول، په ایچ آی وي اخته د ۱۰۰۰ ناروغانو تداوي، د هیواد په کچه د تداوۍ د وړیا کمپونو له لارې ۱۵ زرو معلولو کسانو ته د اورتو پیدي خدمتونه او د سترګو د ناروغیو تداوي ترسره شوې ده. د روغتیا وزیر د انکشافي بود جې د لګښت په اړه وویل: یاد وزارت د ۱۳۹۷ کال په بهیر کې توانېدلی، چې څه د پاسه ۹۳ سلنه بودجه ولګوي. نوموړي په ۱۳۹۸ کال کې د روغتیا وزارت د پروګرامونو په اړه هم جزئیات ورکړه او زیاته یې کړه: په روان کال کې د نایب امین الله خان په روغتون، جناح روغتون، د سمنګانو په نسایي ولادي روغتون، د فاریاب د مور او ماشوم په روغتون، د جوزجان په ولایتي روغتون، د کندهار په عینومېنه روغتون، او د لغمان په ولایتي روغتون کې د روغتیا یي خدمتونو وړاندې کول پیل شوي دي. ۱۷۰ بستریز حوزوي روغتون ته د غزني د ولایتي روغتون ارتقا، د ارزګان په ولایت کې د روږدو کسانود تداوۍ د روغتون رامنځته کول، د سرطان د تشخیص او تداوۍ سل بستریزه روغتون، د هیواد په پنځو ولایتونو کې د ۳۵ روغتیايي اشیانو رامنځته کول، د روغتیايي مراقبتونو د اعتبار ورکولو د ملي ادارې رامنځته کول او روغتونونو ته د اعتبار ورکولو پیل او د قابلو او نرسانو د شورا رامنځته کول په ۱۳۹۸ کال کې د دغه وزارت له نورو پروګرامونو څخه ګڼل کیږي.###

تېرکال کې د طب ۴۹۰۰ ډاکټران ثبت او راجسټر شوي دي

تېرکال کې د طب ۴۹۰۰ ډاکټران ثبت او راجسټر شوي دي

٢٢ غويی ١٣٩٨ د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز

کابل، افغانستان: د افغانستان طبي شورا د یوه خپلواکه بنسټ په توګه دنده لري چې د طب او غاښونو د ډاکټرانو، ښوونیزو طبي پروګرامونو او  روغتیایي خدمتونو د کیفیت د لوړولو او ښه والي له لارې په هېواد کې د ناروغانو خوندیتوب یقیني کړي. د افغانستان د طبي شورا تخنیکي مرستیال، ډاکټر محمد اقبال امان، چې د سه شنبې په ورځ یې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې ملت ته د حکومت د حساب ورکولو په پروګرام کې ګډون کړی وو، وویل: په حقوقي برخه کې د افغانستان د طبي شورا د قانون تصویب، د طبابت د اخلاقو د ملي لارښود چمتو کول، طبي شکایتونو او سرغړونو ته د رسېدنې د وروستۍ مقررې د مسودې چمتو کول او طبي شکای تونو او سرغړونو ته د رسېدنې په موخه د حقوقي اسنادو د چمتو کولو لپاره د بین الوزارتي کاري کمېټې رامنځته کول؛ د دغې شورا لاسته راوړنې دي. د کابل، بلخ، هرات، ننګرهار، کونړ او لغمان په ولایتونو کې د طب د ۴۹۰۰ ډاکټرانو راجسټرول، د عامه پوهاوي د بروشرونو جوړول، د ډاکټرانو د پوهاوي په موخه؛ کابل، بلخ، هرات، کندهار، ننګرهار، لغمان او کونړ ولایتونو کې د پروګرامونو جوړول، د مرکز او ولایتونو په دولتي او خصوصي روغتونونو او کابل طبي پوهنتون کې د پوهاوي لوړولو د پروګرامونو جوړول؛ د ډاکټرانو د راجسټرېشن په برخه کې د افغانستان د طبي شورا لاسته راوړنې دي. طبي شکایتونو ته د رسېدنې په برخه کې کولای شو طبي شکایتونو او سرغړونو ته د رسېدنې د مقررې له جوړېدو، طبي شکایتونو او سرغړونو ته د رسېدنې د طرز الغمل له جوړېدو، له لویې څارنوالۍ او عامې روغتیا وزارت سره د درې اړخیزه تفاهم لیک له لاسلیکېدو، طبي شکایتونو او سرغړونو ته د رسېدنې د کمیسیون له رامنځته کېدو او د هېواد په رسمي ژبو د شکایتونو د ثبتولو د فورمو له چمتو کېدو څخه یادونه وکړو. ښاغلي امان زیاته کړه چې د افغانستان د طبي شورا د ستراتېژیک پلان وروستي کېدل او له اړوندو ادارو او کورنیو اوبهرنیو تمویلوونکو سره د هغه شریکول، د انګلستان له طبي شورا سره د همکاریو د تفاهم لیک لاسلیکول، د آسترلیا له طبي شورا سره د همکاریو د تفاهم لیک لاسلیکول او د طبي زده کړو له نړیوال فدراسیون سره د همکاریو د تفاهم لیک لاسلیکول؛ د ۱۳۹۸ کال لپاره د دغې شورا له پروګرامونو څخه دي. ټاکل شوې ده چې په ۱۳۹۸ کال کې به د کابل، کندهار، بدخشان، کندز، فراه، هلمند، نیمروز اوجوزجان په ولایتونو کې د طب ۱۲ زره ډاکټران ثبت او راجسټر شي. په مرکز کې طبي شکایتونو ته په منظمه او اغېزمنه توګه رسېدنه او په دې اړه د اړینو پرېکړو تر سره کول، د طبي شکایتونو اړوند د یو شمېر لوحو، پروتوکولونو او لارښودونو چمتو کول، په روغتونونو او روغتیایي مرکزونو کې ناسمو پېښو او شکایتونو ته د رسېدنې د طرز العمل چمتو کول، د طبي شکایتونو د پروګرام په اړه د مرکزي روغتونونو د ډاکټرانو د پوهاوي لوړول او طبي شکایتونو او سرغړونو ته د رسېدنې د بهیر په اړه د عامه پوهاوي زیاتول هم طبي شکایتونو او سرغړونو ته د رسېدو په برخه کې د افغانستان د طبي شورا د پروګرامونو برخه جوړوي. ###

د هېواد په کچه څه باندې ۳۰۰ تخنیکي او مسلکي انسټیټوټونه او ښوونځي جوړ شوي دي

٢٢ غويی ١٣٩٨ د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز

کابل، افغانستان: د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې؛ د تخنیکي او مسلکي زده کړو د کیفیت د ښه والي په موخه د تعلیمي نصاب د اصلاح، د ښوونکو د وړتیا لوړولو اوتجهیزاتو د برابرولو په برخه کې بنسټیز فعالیتونه ترسره کړي دي. د تخنیکي او مسلکي زده کړو د ادارې، رییسې، ندیمې سحر، چې د سه شنبې په ورځ یې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې ملت ته د حکومت د حساب ورکولو په پروګرام ګډون کړی وو، زیاته کړه: د بېلابېلو څانګو تعلیمي نصاب د کار د بازار له سټنډرډونو سره سم برابر شوی او د ښوونکو د وړتیاوو د ارزونې میکانیزم پراختیا موندلې ده. مېرمن سحر وویل، د تدریس د میتود په تړاو د اداري کارکوونکو او ښوونکو د وړیتا لوړولو په موخه د داخل خدمت لڼدمهاله زده کړې او د ټولګي د مدیریت او څارنې په برخه کې په ولایتونو کې ۲۸۵۰ ښوونکو ته ښوونیز پروګرامونه جوړ شوي دي. نوموړې وویل، چې د دولتي تخنیکي او مسلکي ښوونځیو شمېر له ۴۲ څخه ۳۰۱ ته لوړ شوی، د زده کوونکو شمېر له ۱۵ زره څخه څه باندې ۶۴ زره تنو ته ختلی او د ښوونکو شمېر له ۲۶۰۰ څخه څه باندې ۴ زره تنو ته رسېدلی دی. د تعلیمي نصاب د ټولو څانګو لپاره درسي توکي برابر شوي او په درې کلنو او دوه کلنو ښوونیزو پروګرامونو کې به تطبیق شي. دغه راز سحر وویل، چې د ولایتونو په ۳۳ مرکزونو کې ۱۲۹ انسټیټوټونه او ښوونځي او په ۱۵۶ ولسوالیو کې ۱۷۲ انسټیټوټونه او ښوونځي رامنځته شوي دي. هغې زیاته کړه، زیاتره تعلیمي مرکزونه ډېرې څانګې لري چې د ولایت او ولسوالۍ د بازار له اړتیاوو سره سمې څانګې هم پکې شاملې دي. دغه راز د ماشومانو لپاره ۱۰ ښوونځي د ځانګړو اړتیاوو په پام کې نیولو سره جوړ شوي چې له اول څخه تر دولسم ټولګي پورې ړندو او کڼو زده کوونکو ته زده کړه پکې ورکول کېږي. د تخنیکي او مسلکي زده کړو رییسې په ۱۳۹۸ کال کې د خپلې ادارې د پروګرامونو په اړه وویل، چې د تعلیمي نصاب د لسو څانګو بیاکتنه او پراختیا، د ۱۵۶ درسي کتابونو تالیف او د ۶۹ عنوانه کتابونو او د درسي کمکي توکو ډیزاین د ۱۳۹۸ کال په پلان کې شامل دي. همدارنګه د ۳۸۳۷۰۰ ټوګه په شمېر؛ ۷۸ عنوانه درسي کتابونه او د ښوونکي لارښود ۱۰۰۰ ټوکه کتابونه به چاپ او ووېشل شي. هغې وویل چې د ښوونکو د بستونو د ګومارنې پروسه به چټکه شي او د نوي طرز العمل پر بنسټ مسلکي او د عملي وړتیاوو لرونکي ښوونکي په دندو ګومارل کېږي ###

سږ کال به ۱۷۵ د درملو تاسیسات او ۴۵۵ د درملو د تاسیساتو فني مسوولین د فعالیت جوازونه تر لاسه کړي

سږ کال به ۱۷۵ د درملو تاسیسات او ۴۵۵ د درملو د تاسیساتو فني مسوولین د فعالیت جوازونه تر لاسه کړي

٢٢ غويی ١٣٩٨ د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز

کابل، افغانستان: د روغتیايي محصولاتو او درملو د تنظیم ملي اداره، د مارکیټ د ښه کنټرول په موخه د درملو د تاسیساتو پر منظم تفتیش باندې تمرکز لري.  دغې ادارې د شته امکاناتو په پام کې نیولو سره، په ۱۳۹۷ کال کې له ۱۶۹۳ درملتونونو، ۲۸۳ عمده پلورنځیو، ۳۲۵ وارداتي شرکتونو او ۲۵ تولیدي کارخانو څخه په مرکز او ولایتونو کې تفتیش کړی دی. ډاکتر غلام سعید راشد، د روغتیايي محصولاتو او درملو د تنظیم ملي ادارې رییس چې "ملت ته د حکومت د حساب ورکولو" په پروګرام کې یې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې خبرې کولې، زیاته کړه: په ۱۳۹۷ کال کې د درملو د تولید ۸ فابریکو، ۱۰۹ عمده پلورنځيو، ۱۲۷ وارداتي شرکتونو، ۶۷ درملتونونو، ۶۵ د وارداتي شرکتونو نماینده ګیو، د فعالیت جواز ترلاسه کړی دی او دغه راز د ۱۴۴۳ فني مسوولینو د فعالیت جواز نوی شوی دی. د روغتیايي محصولاتو او درملو د تنظیم ملي ادارې په ۱۳۹۶ او ۱۳۹۷ کلونو کې د هېواد د مجازو درملو ملي لست نوی کړی دی چې پر بنسټ یې د ملي او نړیوال ماخذ په پام کې نیولو سره ۱۲۶۶ قلمه درمل د هېواد د مجازو درملو په ملي لست که شامل شوي دي. له بې کیفیته درملو څخه د هېوادوالو د خوندیتوب په موخه د نړیوالو معتبرو ماخذونو په پام کې نیولو سره په تېرو دوه کلونو کې شاوخوا ۱۹۵۶۴ قلمه د درملو، خوړو او اوبو نمونې تر آزموینې لاندې نیول شوې دي. د کورنیو درملو د تولید د ودې او پر وارداتي درملو د اتکا د کمښت په موخه، د روغتیايي محصولاتو او درملو د تنظیم ملي ادارې د کورنیو درملو د تولید د کیفیت په برخه کې د ډاډ تر لاسه کولو په موخه څو فعالیتونه تر لاس لاندې نیولي دي، چې په هغو کې د نویو فابریکو له جوړېدو څخه ملاتړ، د کورنیو نوو اقلامو په ثبت کې د اسانتیا راوستل، د نوي تولید د څانګو د پیلولو لپاره د اسانیتا راوستل او د GMP ستندردونو سره سم د فابریکو معیاري کول شامل دي. په تېر یوه کال کې د درملو ۸ کورنۍ فابریکې نوې پرانیستل شوې، چې پدې سره په ټولیز ډول د هېواد په دننه کې د درملو د تولید د فابریکو شمیر ۵۶ ته رسیږي. راشد دغه راز وویل چې په ۱۳۹۸ کال کې به د قوانینو او مقررو په پام کې نیولو سره ۱۷۵ د درملو تاسیساتو ته د فعالیت جواز ورکړل شي او دغه راز به ۴۵۵ د درملو د تاسیساتو فني مسوولین د فعالیت جواز ترلاسه کړي او د هېواد په کچه به د ۳۰۰۰ پرچون درملتونونو جوازونه د اړوندو لارښوونو په پام کې نیولو سره نوي شي. ۱۴۹۸ قلمه روغتیايي محصولاتو او درملو ته د واردولو اجازه ورکول، د نرخونو د کنټرول په موخه له ۶۸۰۰ څخه د زیاتو وارداتي او تولیدي درملو د نرخ ټاکل، هېواد ته د اخلېدو پر مهال د ۱۲۷۳۱ قلمه وارداتي درملو او روغتیایي محصولاتو د نمونې اخیستل او د کیفیت د تثبیت په موخه د کیفیت د کنټرول د لابراتوارونو ریاست ته د هغو استول، په ۱۳۹۸ کال کې د روغتیايي محصولاتو او درملو د تنظیم د ملي ادارې له پروګرامونو څخه ګڼل کیږي. دغه راز په روان کال کې په پام کې ده چې له ۲۴۰۰ درملتونونو، ۳۰۰ عمده پلورنځیو، ۲۰۰ وارداتي شرکتونو او په کابل کې له ۵۶ تولیدي کارخانو څخه څارنه او پلټنه وشي. ###

ولایتونو کې د ۱۰۰۶ پروژو پلي کېدو، ۱۴ میلیونه کاري ورځې رامنځته کړې دي

ولایتونو کې د ۱۰۰۶ پروژو پلي کېدو، ۱۴ میلیونه کاري ورځې رامنځته کړې دي

٢٢ غويی ١٣٩٨ د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز

کابل، افغانستان: د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر، مجیب الرحمن کریمي، چې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې یې ملت ته د حکومت د حساب ورکولو په پروګرام کې د دغه وزارت د لاسته راوړنو او پروګرامونو په اړه راپور ورکاوه، زیاته کړه، تېر کال په ټولیزه توګه د بېوزلۍ د کمولو په برخه کې په ۳۴ ولایتونو، ۲۴۹ ولسوالیو او ۷۸۷ کلیو کې ۱۰۰۶ پروژې بشپړې شوې دي. له یادو پروژو څخه کابو ۳ میلیونه کلیوالو ګټه پورته کړې او د هغوی لپاره یې ۱۴ میلیونه کاري ورځې رامنځته کړې دي. ښاغلي کریمي د ښوونځیو د جوړېدو په برخه کې وویل چې په ۱۳۹۷ کال کې د ۲۶۴۷ ښوونځیو د ډیزاین، سروې او پروپوزل جوړولو بهیر پیل او د جوړولو عملي چارې یې په ۱۳۹۸ کال کې پیل شوې دي. د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت په ۱۳۹۷ کال کې د ولسي تړون د پروګرام په چوکاټ کې د څه باندې ۶ زره پراختیایي پروژو چارې پیل کړي چې له یادې ډلې څخه ۶۰۹ یې په همدې کال کې بشپړې شوې دي او پاتې نور یې ۱۳۹۸ کال ته لېږدول شوې دي. د کليوالي اقتصاد د پراخیتا پروګرام د ۲۰۱۸ زېږدیز کال په جولای میاشت کې پیل شوی او تمه ده چې د پنځو کلونو په ترڅ کې د ۳۴ ولایتونو په ۷۶ ولسوالیو کې ۶۲۵۰ انکشافي شوراګانې تر پوښښ لاندې راولي. دغه راز یاد پروګرام به په دې موده کې د کلیوالو لپاره ۵۰۰ زره کاري فرصتونه هم رامنځته کړي. د کلیو بیارغونې او پراختیا وزیر، کوچیانو ته د اسانتیاوو د برابرولو په برخه کې وویل، چې په ۱۳۹۸ کال کې به د کوچیانو لپاره کابو ۱۰۰۰ انکشافي شوراګانې رامنځته شي او د هغوی لپاره د پراختیایي پروژو د پلي کېدو په موخه هم ۳۰ میلیونه ډالر په پام کې نیول شوي دي. په ۱۳۹۷ کال کې د ساحوي انسجام د پروګرام په چوکاټ کې د هېواد په کلیو او بانډو کې د ۳۰ چک ډیمونو په ګډون ۵۳۹۵۹ متره کارېزونه، ۲۱۳۸۸ متره استنادي او ګبیوني دېوالونه او ۱۵۴۲۲ متره کانالونه جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي. ټاکل شوې ده چې په ۱۳۹۸ کال کې به د هېواد په کلیو او بانډو کې د ساحوي انسجام د پروګرام له لارې؛ ۴۸۴۹۰ متره کارېزونه، ۲۸۷۰۰ متره کانالونه او د اوبو لګولو واړه بندونه، ۴۰۱۶۷ متره استنادي، ساتندویه او ګبیوني دېوالونه جوړ شي. په ۱۳۹۷ کال کې د ۵۹۶ کیلو متره سړکونو او ۱۲۷۱ پلونو په جوړېدو سره د لومړنیو خدمتونو مرکزونو ته د کلیوالو د لاسرسي کچه له ۶۰ سلنې څخه ۸۲ سلنې ته لوړه او بازارونو ته د سلګونه هکټاره ځمکې د محصولاتو د رسېدو زمینه برابره شوې ده. تېرکال کې ۸۲۶۶۳۷ کلیوال د اوبو رسونې له پروژو څخه ګټه اخیستې، چې د احصایې او معلوماتو د ملي ادارې د راپور له مخې اوسمهال ۵۵.۳ سلنه کلیوال د څښاک اوبو ته لاسرسی لري. د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت له طبیعي پېښو سره د مبارزې په برخه کې وکولای شول خلکو ته د سېلابونو له کبله د زیاتو منفي اغېزو له رسېدو څخه مخنیوی وکړي او د هېواد سېلاب ځپلو سره د خوراکي توکو، طبي موادو، د ژوند د وسایلو او د زرګونو خېمو او کمپلو په وېشلو سره هغوی ته د ژوند د وضعیت د ښه کېدو ښه زمینه برابره کړي. د یادونې وړ ده چې د کليو بیارغونې او پراختیا وزارت د ۱۳۹۸ کال لپاره د اوبو رسونې، د تجدید وړ انرژۍ، اوبو لګولو، ترانسپورټ، اقتصادي پراختیا، ښوونې او روزنې او د عامه تاسیساتو په برخو کې د ۱۸ میلیارډه او ۳۴۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۸۴۳۵ پروژو د پلي کېدو لپاره پروګرام جوړونه کړې ده. دغه پروژې به ۱۱۲ میلیونه کاري ورځې رامنځته کړي او ۹.۴ میلیونه خلک به ترې ګټه پورته کړي. ###

د افغانستان د تجارتي توکو لومړۍ جوپه د لاجوردو له لارې سبا لیږدول کیږي

د افغانستان د تجارتي توکو لومړۍ جوپه د لاجوردو له لارې سبا لیږدول کیږي

٢١ ليندی ١٣٩٧ د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز

کابل، افغانستان: د لاجوردو لار سبا د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رییس په حضور سره په هرات کې پرانیستل کیږي. د جمهوری ریاست د ویاند مرستیال، شاه حسین مرتضوي، چې نن يې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې په یوه ګډ خبري کنفرانس کې د لاجوردو د لارې د پرانیستلو د څرنګوالي په اړه خبرې کولې وویل: دغه لار مرسته کوي، چې د افغانستان سوداګریز توکي د تورغندۍ او آقینې له بندرونو څخه د ترکمنستان، اذربایجان، ګرجستان او ترکیې له لارو د اروپا ازادو اوبو ته ورسیږي.   د لاجوردو له لارې څخه په ګټه اخیستلو به سوداګریز او ترانزیتي لګښتونه ټیټوالی ومومي، او د سوداګرو مالونو ته به زیات بازارونه وموندل شي، ترانزیتي عواید به زیات شي او د سوداګرۍ او ترانزیت په برخه کې به شریکان زیات شي.   مرتضوي دې ته په ټینګار سره، چې د لاجوردو لار به په اقتصادي برخه کې د سیمې د هېوادونو ګټې سره وتړي، هیله څرګنده کړه چې د سیمې هېوادونو چلند به هم د افغانستان پر وړاندې اقتصادي چلند وي. دغه راز د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال اجمل عبدالرحیمزي وویل چې د افغانستان سوداګریز توکي لکه د مالوچو مزي، کشمش، د هندواڼې او کنجدو زړي به سبا د ۹ بار وړونکو لاریو په وسیله د TIR له سیسټم څخه په ګتې اخیستو د لاجوردو له لارې ترکيې ته ولیږدول شي.  د ترانسپورټ وزارت مرستیال امام محمد وریماچ وویل: په پام کې ده هغه خصوصي شرکتونه چې د TIR جواز ولري، خپل فعالیتونه دې د لاجوردو د لارې په اوږدو کې رسمي کړي تر څو د افغانستان د خصوصي سکتور استازیتوب ولري. د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې د لاجوردو له لارې د افغانستان د صادراتي توکو د لومړۍ جوپې له لیږد څخه هرکلی وکړ. د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې د عامل پلاوي رییس عتیق الله نصرت د افغانستان د صادراتي توکو په لیږد او سوداګرۍ کې د لاجوردو لاره ډیر ارزښتناکه وبلله او ویې ویل چې له دغې لارې د سوداګرو د مالونو لیږد کم وخت او لږ لګښت غواړي.  د لاجوردو له لارې افغانستان کولای شي چې پدغه لاره او همدغه راز په اروپا او د مدیترانې په حوزه کې زیاتو او پراخو بازارونو ته لاسرسی ومومي. دغه ترانزیتي دهلیز له کورنیو تولید کوونکو سره مرسته کوي چې مناسب، زیات او نوي بازارونه په هوکړه لیک کې په شاملو او د دغه مسیر نه بهر هېوادونو کې ومومي.   د لاجوردو د لارې هوکړه لیک د افغانستان، ترکمنستان، ګرجستان د وزیرانو او د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال او د اذربایجان د اوسپنې د پټلۍ د سهامي شرکت د لومړي مرستیال لخوا د افغانستان په اړه د سیمه ییزو اقتصادي همکاريو د اووم کنفرانس RECCA په څڼډه کې د ۱۳۹۶ کال د لړم په ۲۴مه نېټه لاسلیک شوی دی. ###

د افغانستان د کرنې د لارې نقشه تایید شوه

د افغانستان د کرنې د لارې نقشه تایید شوه

٢٠ ليندی ١٣٩٧ د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز

کابل، افغانستان: د کرنې د لارې نقشه پدې وروستیو کې د اقتصاد د عالي شورا لخوا تایید شوې ده. د کرنیزو محصولاتو ځنځیره ای ارزښت لوړیدل، بازار ته د کروندګرو د محصولاتو د رسولو څرنګوالی، د قوانینو بیا کتنه او د خوړو مصؤنیت د هېواد د کرنې د لارې د نقشې له اساسي موضوعاتو څخه دي. د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مسلکي مرستیال حمدالله همدرد چې نن یې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې په یوه ګډ خبري کنفرانس کې د دغه وزارت له ویاند سره ګډون کړی ؤ وویل:د کرنیزو تولیداتو اولویت بندي، غذايي مصؤنیت او د کرنیزو او پروسس ملي اتحادیو جوړول، د کرنیزو محصولاتو پر وضعیت مثبت اغیز کوي.  دغه راز د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي وویل، په هېواد کې په روان کال کې د زعفرانو د تولید کچه له ۱۳ ټنو څخه پورته ده، او د تیر کال په پرتله ۲۲ سلنه ډیروالی ښيي. نوموړي زیاته کړه چې د زعفران کروندګرو لپاره د اسانتیاو د رامنځته کولو لپاره، د هېواد په ۳۳ ولایتونو کې د زعفرانو د وچولو ۱۰۰ دستګاوې نصب شوې دي، او تر اوسه د زعفرانو د پروسس ۶ مرکزونه هم جوړ شوي دي. په روان کال کې د زعفرانو د خرڅلاو له کبله د کروندګرو عاید په سیمه ییزو بازارونو کې ۱۷ملیونو ډالرو ته رسیږي. دا په داسې حال کې ده چې د زعفرانو د سږني تولید ۹۰ سلنه د آسیایي او اروپايي هېوادونو ۱۷ بازارونو ته لیږدول شوي دي.  چین ته د هوايي دهلیز له لارې د جلغوزو صادرات له یوې میاشتې راپدیخوا پیل شوي دي، او تر اوسه د دغه دهلیز له لارې ۶۰۰ ټڼه جلغوزه چین ته صادره شوې ده، او په پام کې ده چې د روانې میلادي میاشتې تر پایه د جلغوزو د صادراتو کچه دغه هېواد ته تر ۱۰۰۰ ټنو ورسیږي. په هېواد کې د ځنګلونو وده، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له اساسي دنده څخه ده . ###

د پیسو نړیوال صندوق په افغانستان کې د خپل فعالیت موده د ۱۳۹۸مالي کال تر پایه تمدید کړه

د پیسو نړیوال صندوق په افغانستان کې د خپل فعالیت موده د ۱۳۹۸مالي کال تر پایه تمدید کړه

١٩ ليندی ١٣٩٧ د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز

کابل، افغانستان: د پیسو دنړیوال صندوق اجرائیوي بورډ یا (آی، ایم، ایف ) د افغانستان د حکومت د ژمنو د ارزونې وروسته د افغانستان د اقتصادي او مالي اصلاحاتو څلورمه دوره بریالي  ارزولې ده.د ملي عوایدو د راټولولوشاخصونه، د ملي بودجې په جوړولو کې اصلاحات، د مالي ثبات ټینګښت او اقتصادي وده، دتورم نرخ، د هیواد د اسعارو ذخایر، د فساد پروړاندې مبارزه او د افغانستان مالي استحکام، په دغه دوره کې تر ارزونې لاندې نیول شوي دي.داکتر محمد همایون قیومي د مالیې وزارت سرپرست او په زیربنايي چارو کې د ولسمشر سترسلاکار، او خلیل صدیق د افغانستان بانک رئیس چې د دوشنبې په ورځ یې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې په یوه ګډه خبري ناسته کې ګډون کړی ول، د افغانستان د حکومت د اقتصادي او مالي اصلاحاتو په اړه یې د پیسو د نړیوال صندوق د ارزونې د څلورمې دورې د پایلو راپور رسنیو ته وړاندې کړ.د مالیې وزارت سرپرست په افغانستان کې د پیسو د نړیوال صندوق د فعالیت له دوام څخه خوښي وکړه او ویې ویل: د پیسو د نړیوال صندوق اجرائیوي بورډ د افغانستان حکومت د ژمنو له ارزونې وروسته  د افغانستان د اقتصادي او مالي اصلاحاتوڅلورمه دوره بریالۍ ارزولې او ددغه صندوق فعالیتونه یې د ۱۳۹۸ مالي کال ترپایه تمدید کړي دي.همدا راز، د افغانستان بانک رئیس د خوښۍ په څرګندولو؛ پروخت د افغانستان د ژمنو ترسره کول، د اقتصادي ثبات په ټینګښت کې د پیسو د نړیوال صندوق له لوري د افغانستان د هڅو ستاینه، په کښته کچه د تورم ساتل، او د هېواد اوسنیو حالاتو ته په کتو د مالي نظام ټینګتیا او د اسعارو د ذ خیرې زیاتوالی د حکومت ستر بریالیتوب وګاڼه.نوموړي د پیسو د نړیوال صندوق راپور ته په کتو وویل: "د سیمې هیوادونو د پیسو د ارزښت د زیات رالوېدو سربېره،  د ۲۰۱۸ کال د اکتوبر په میاشت کې د افغاني پیسو اسمي ارزښت شاوخوا ( ۹) سلنه ټیټوالی موندلی چې دا د سیمې د هېوادونو د پیسو د ارزښت د رالویدو په پرتله ډیر کم دی". 

د لوړو زده کړو او پوهنې وزارتونو نوې ګډه طرحه هیڅکله د کانکور د آزموینې د سهمیه بندۍ په مانا نده

د لوړو زده کړو او پوهنې وزارتونو نوې ګډه طرحه هیڅکله د کانکور د آزموینې د سهمیه بندۍ په مانا نده

١٧ ليندی ١٣٩٧ د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز

کابل، افغانستان: لوړو زده کړو او پوهنې وزارتونو د لوړو زده کړو په برخه کې د متوازن پرمختګ او په لږ پرمختګ لرونکو سیمو کې د ځایي کادرونو د روزنې به موخه، د کانکور د آزموینې په ډګر کې نوې طرحه کابینې ته وړاندې کړې، چې د کابینې لخوا تایید شوې ده.د دې طرحې له مخې د سږني کانکور ۷۵ سیټونه د تېر په څېر عمومي او ۲۵ سلنه نور یې د زونونو په کچه سیالۍ ته وړاندې کېږي. دا طرحه هیڅکله هم د سهمیه بندۍ په مانا نده او په شفاف ډول د کانکور پروسې ته د وړ کسانو د لار پیداکولو زمینه برابروي.د لوړو زده کړو وزارت ویاند، فیصل امین د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوه خبري کفنرانس په مهال وویل:" د دې پروګرام موخه د ځایي کادرونو روزنه او د هیواد په بېلابېلو سیمو کې د هغو ځوانانو وړتیاوو او ظرفیتونو ته وده ورکول دي، چې د کانکور له لارې ندي بریالي شوي."د پوهنې وزارت ویاندې، نوریې نزهت هم په دې کفنرانس کې وویل، چې د دې طرحې هدف د قوم او ملیت په اساس تقسیم بندي نه، بلکې د افغانستان د ټولو ځوانانو لپاره د متوازن تحصیل د زمینې برابرول دي.د کانکور سږنۍ آزموینه هم لکه د تېر په څېر عمومي تر سره کېږي، خو د طب، انجنیرۍ، حقوقو، اقتصاد، کرنې او کمپوتر ساینس په څانګو کې د کانکور ۲۵ سلنه سیټونه د هر زون په کچه سیالۍ ته وړاندې کېږي.د دې پروګرام پر بنسټ، د پلازمینې په ګډون ټول هیواد د اړتیاوړ څانګو له مخې پر اتو زونونو وېشل شوی دی او د اړتیا وړ څانګو سهمیه د کانکور د لوړې نمرې په اساس په پام کې نیول شوې ده.د کانکور تازه طرحه چې د لوړو زده کړو او پوهنې وزارتونو لخوا په ګډه توګه کابینې ته وړاندې شوې، تېره اوونې د کابینې لخوا تایید شوې ده.###

لوړو زده کړو وزارت ۱۶۵ تحصیلي څانګې د بیاکتنې په پلان کې شاملې کړې دي

لوړو زده کړو وزارت ۱۶۵ تحصیلي څانګې د بیاکتنې په پلان کې شاملې کړې دي

١٤ ليندی ١٣٩٧ د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز

کابل، افغانستان: لوړو زده کړو وزارت د لوړو زده کړو د ملي ستراتیژیک پلان له مخې په ۱۳۹۷ مالي کال کې د افغانستان د لوړو زده کړو د نظام د پرمختګ او پیاوړتیا لپاره اقدامات تر سره کړي دي.د دغه وزارت ویاند، فیصل امین، چې د چهارشنبې په ورځ یې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال د دغه وزارت د لاسته راړونو راپور وړاندې کاوه، زیاته کړه" لوړو زده کړو وزارت د تحصیلي نصاب د پرمختګ او بیاکتنې په برخه کې، ۱۶۵ تحصیلي څانګې د بیاکتنې په پلان کې شاملې کړې دي، چې له دې جملې د دوو کلسترونو(حقوق او کرنې) بیا کتنه بشپړه شوې او تمه ده، چې د روان کال تر پایه به د ۶۵ نورو کلسترونو بیا کتنه هم بشپړه شي." د ټولنې او اوسنې بازار له غوښتنو سره سم د درسي نصاب بیاکتنه او معیاري کول د لوړو زده کړو وزارت له بنسټیزو موخو څخه ده.همدارنګه د لوړو زده کړو وزارت، د بورسونو د عادلانه وېش او په دې برخه کې د روڼتیا د رامنځته کولو هڅه کوي. د روان مالي کال له پیل څخه تر دې مهاله د لوړو زده کړو وزارت پراختیایي بودجه څه باندې ۷۰ سلنه په شفاف ډول لګول شوې او تمه ده، چې د همدې مالي کال تر پایه به دا کچه له ۹۰ سلنې څخه زیاته شي."د مثبت تبعیض په پام کې نیولو سره د ۱۳۹۷ کال په کانکور کې ۶۸۵۰ سیټونه نجونو ته ځانګړي شوي دي. دغه راز د هیواد په پوهنتونونو کې د رهبرۍ په کچه د ښځو د ګمارنې لپاره هر اړخیزه طرحه چمتو شوې، چې په پلي کېدو سره به یې د لوړو زده کړو په بنسټونو کې د ښځو حضور پراخ شي.همدارنګه لوړو زده کړو وزارت په ۱۳۹۷ مالي کال کې ۱۷ دولتي او خصوصي تحصیلي بنسټونه د اعتبار ورکولو په بېلابېلو پړاونو کې شامل کړي دي. د ۱۲ تحصیلي بنسټونو په اړه یې هر اړخیزه څېړنه کړې او په مرکز او ولایتونو کې یې د لوړو زده کړو د ۴۵ طبي خصوصي موسسو د ارزونې پروسه هم بشپړه کړې ده.۱۵۹۰ تنه محصلین د مسلکي زده کړو په موخه له هیواد څخه بهر استول شوي دي. دغه راز ۱۷۰ استادان په کور دننه د ماسټرۍ پروګرام کې شامل شوي، ۴۸۴ استادان او کارکوونکي د ماسټرۍ او ۳۸ نور د دکتورا په پروګرامونو کې بهر ته لېږل شوي دي.لوړو زده کړو وزارت د لوړو زده کړو د عالي موسسو په چوګاټ کې ۲۲ شپني تحصیلي پروګرامونه تایید کړي، همدارنګه د کابل، هرات او کندهار په پوهنتونونو کې یې د ماسټرۍ ۷ پروګرامونه رامنځته کړي دي.ویل کېږي، چې د ځانګړې کمېټې په رامنځته کېدو سره د دغه وزارت له اداري فساد سره د مبارزې د عمل پلان ترتیب او تطبیق شوی دی.###

د مدیریت په کچه د پولیسو مسوولین له ۳ کلونو زیات په یوه ولایت کې نشي پاتې کیدلای

د مدیریت په کچه د پولیسو مسوولین له ۳ کلونو زیات په یوه ولایت کې نشي پاتې کیدلای

١٢ ليندی ١٣٩٧ د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز

کابل، افغانستان: د کورنیو چارو وزارت د روتیشن د نوي پروګرام پر بنسټ د پولیسو هغه مسوولین چې له ۳ کلونو زیات یې په یوه ولایت کې دنده ترسره کړي وي بل ولایت ته تبدیلیږي. د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش چې د دوشنبې په ورځ یې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې په یوه ګډ خبري کنفرانس کې خبرې کولې وویل، دغه پروګرام د لومړي ځل لپاره په ۸ ولایتونو کې پیل او له ۲ میاشتو وروسته به په ټول هېواد کې پلی شي. نوموړي د دغه پروګرام د پلې کیدو موخه له اداري فساد سره مبارزه د شفافیت رامینځته کول او سیمه ییز پولیس په ملي او مسلکي پولیسو بدلول په ګوته کړل.د کورنیو چارو وزارت ویاند دغه راز ولایتونو ته د امنیتي بنسټونو د ګډ پلاوي د سفرونو په اړه چې د امنیتي وضعیت د ارزونې په موخه تر سره کیږي یادونه وکړه او زیاته یې کړه چې د ولایتونو د امنیتي وضعیت د ارزونې په بشپریدو سره به د مرغومي د میاشتې له پیل څخه په ناامنه سیمو کې د تصفیې په موخه ژمني عملیات پیل شي. هغه په ټینګار سره چې هیڅوک له قانون څخه پورته نه دي وویل، د غیر مسوولو وسله والو افرادو نیول  چې عامه نظم اخلالوي په اکثرو سیمو کې دوام لري.

د لومړي ځل لپاره نړیوالې ټولنې په یوه نړیواله ناسته کې د افغانستان د حکومت له پروګرامونو او ژمنو پوره کولو څخه ستاینه وکړه

د لومړي ځل لپاره نړیوالې ټولنې په یوه نړیواله ناسته کې د افغانستان د حکومت له پروګرامونو او ژمنو پوره کولو څخه ستاینه وکړه

١٢ ليندی ١٣٩٧ د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز

کابل، افغانستان: د ولسمشر د ویاند مرستیال، شاه حسین مرتضوي، چې د مالیې وزارت له ویاند، شمعروز خان مسجدي سره یې په یوه ګډ خبري کنفرانس کې د جنیوا د ناستې پایلې بیانولې، وویل، چې نړیوالې ټولنې په لومړي ځل د افغانستان د حکومت له پراختیایي او اصلاحي پرواګرام څخه ستاینه وکړه.مرتضوي زیاته کړه، چې د جنیوا په ناسته کې د افغانستان د پلاوي اساسي پیغام دا وو، چې له دې وروسته به افغانستان د یوه تړلي (وابسته) هیواد په توګه نه، بلکې د یوه موثر شریک په توګه د نړیوالې ټولنې تر څنګ ولاړ وي.دغه راز د افغانستان د پلاوي دوهم پیغام داوو، چې د بدلون لسیزې په دوهم فصل کې به مرسته کوونکي هیوادونه او نړیوال همکاران له افغانستان سره د سیمه ییز اتصال، پانګه اچونې او د افغانستان د محصولاتو لپاره د بازار موندنې په برخه کې همکاري وکړي تر څو افغانستان په سیمه کې په یوه موثر شریک بدل شي.همدارنګه د مالیې وزارت ویاند، شمعروز خان مسجدي هم د جنیوا په ناسته کې د حکومت لخوا د وړاندې شویو پروګرامونو په اړه وضاحت ورکړ او ویې ویل، چې اروپایي ټولنې له افغانستان سره د ۴۷۴ میلیونه یورو د مرستې تړون لاسلیک کړ، چې له دې جملې څخه ۳۱۱ میلیونه د ښې حکومتولۍ، ۸۰ میلیونه په روغتیایي پروګرامونو، ۱۵.۵ میلیونه د ټاکنو پروسې او ۳۷ میلیونه به یې له بې ځایه شویو سره د مرستې په پروګرامونو کې لګول کېږي. د نوموړي په خبره، د آلمان حکومت د KFW بانک له لارې د افغانستان له حکومت سره د ۵.۴ میلیارډه افغانیو مرسته وکړه.نومړي دغه راز زیاته کړه، چې د جنیوا تر ناستې دوه ورځې مخکې مونږ د IMF مالي ټارګېټ، چې افغانستان ته یې ټاکلی وو، تر لاسه کړ.دغه راز د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي، پدې ناسته کې د حکومت د سولې طرحې ته په اشارې سره وویل، د ولسمشر لخوا د مذاکره کوونکي پلاوي د فهرست په اعلام سره حکومت له طالبانو سره د سولې خبرو اترو ته باوري او اراده لري.مرتضوي له طالبانو وغوښتل چې که چیرې هغوی سولې او مذاکرې ته اراده لري، د خبرو اترو لپاره دې خپل پلاوی معرفي کړي.ده څرګنده کړه، چې د افغانستان حکومت د خبرو اترو لپاره هیڅ ډول مخ شرط نلري، خو د اساسي قانون ارزښتونه به د خبرو اترو په بهیر کې په هیڅ ډول معامله نکړي.د ولسمشر مرستیال ویاند زیاته کړه: د افغانستان د حکومت په مشرۍ د سولې د خبرو اترو په موخه ملي او نړیواله اجماع وجود لري، د سیمې هېوادونه او نړیوال د دغو خبرو اترو د تسهیل کوونکو مسوولیت لري.د ولسمشر مرستیال ویاند د حکومت لخوا د ځینو غیر مسوولو قوماندانانو نیولو ته په اشارې سره وویل، قانون پر ټولو یو ډول تطبیقیږي او هیڅوک له قانون څخه پورته نه دي.مرتضوي دغه راز وویل، چې د ولسمشر د لارښوونې پر بنسټ لويه څارنوالي د کورنیو چارو وزارت سره په ګډه د هېواد د ښځو د فوتبال د ملي ټیم پر غړو باندې د جنسي او جسمي ځورونې د تورونو په اړوند کار کوي، او د هغو کړنو په اړه به، چې زموږ د اسلامي او فرهنګي ارزښتونو خلاف وي، قانوني او جدي چلند ورسره وشي.###

د TAP د برېښنا د لېږد پر مزي د پانګه اچونې تفاهم لیک لاسلیک شو

د TAP د برېښنا د لېږد پر مزي د پانګه اچونې تفاهم لیک لاسلیک شو

١٦ لړم ١٣٩٧ د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز

کابل، افغانستان: د ترکمنستان- افغانستان او پاکستان (TAP) د ۵۰۰ کیلوولټه د برېښنا د لېږد د مزي پر پروژه د پانګه اچونې تفاهم لیک نن په ارګ کې د جمهور رییس په حضور سره د اوبو او انرژۍ وزارت او د ترکي پانګه اچونکي شرکت " چالیک هولډینګ" ترمنځ لاسلیک شو.د دغې پروژې درې اړخیزه تفاهم لیک د ۲۰۱۵ میلادي کال په ډسمبر میاشت کې د درېواړو هیوادونو(ترکمنستان، افغانستان او پاکستان) د مشرانو ترمنځ په عشق آباد کې لاسلیک شوی وو.د دغه تفاهم لیک پر بنسټ، چې نن لاسلیک شو، چالیک هولډینګ شرکت په لومړیو شپږو میاشتو کې د دغې پروژې مالي اوتخنیکي پروپوزل چمتو او د اوبو او انرژۍ وزارت ته به یې وسپاري.د چالیک هولډینک شرکت پانګونه، چې د افغانستان او ترکمنستان په خاوره کې د ۲۰۰۰ میګاواټو په ظرفیت سره په دوو سرکټونو کې د ۵۰۰ کیلو ولټه برېښنا د مزي غځول او د ترکمنستان او افغانستان ۵۰۰ کیلو ولټه سب سټېشنونه په کې شامل دي، د درې کلونو په ترڅ کې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.د اوبو او انرژۍ وزارت د انرژۍ مرستیال او سرپرست، انجنیر محمد ګل خلمي، چې د چهارشنبې په ورځ یې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د چالیک هولډینګ شرکت له رییس سره په یوه ګډ خبري کنفرانس کې په دې اړه خبرې کولې، زیاته کړه: د افغانستان په خاوره کې د ترکمنستان د ۵۰۰ کیلو ولټه برېښنا د لېږد د مزي اوږدوالی ۷۵۰ کیلومتره دی، چې د تورغونډۍ له بندر څخه پیل او د لویې لارې په اوږدو کې د هرات، فراه، کندهار له ښارونو څخه تېر او په پای کې سپین بولدک ته رسېږي. نوموړي د یادې پروژې کورني او سیمه ییز اقتصادي اهمیت ته په ټینګار سره وویل:" د TAP د پروژې پلي کېدل به په افغانستان کې د سولې او امنیت په ټینګښت کې مثبت اغیز وکړي." په ټولیز ډول د ترکمنستان- افغانستان او پاکستان د ۵۰۰ کیلو ولټه برېښنا د لېږد د مزي پر پروژه ۱،۶ میلیارډه ډالر پانګونه کېږي.د دغه مزي له لارې به له ترکمنستان څخه پاکستان ته د ۱۰۰۰ میګاواټو په شاوخوا کې برېښنا ولېږدول شي.افغانستان به د دې مزي له لارې د ۱۰۰۰ میګاواټه برېښنا پر ګټې اخیستنې سربېره، په کال کې شاوخوا ۱۰۰ میلیون ډالره د ترانزیت حق هم تر لاسه کوي.###

له افغانستان سره د نړیوال بانک د ۴۰۳ میلیونه ډالره مرستې هوکړه لیک لاسلیک شو

له افغانستان سره د نړیوال بانک د ۴۰۳ میلیونه ډالره مرستې هوکړه لیک لاسلیک شو

١ لړم ١٣٩٧ د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز

کابل، افغانستان: د مالیې وزارت سرپرست، ډاکټر محمد همایون قیومي او په افغانستان کې د نړیوال بانک رییس، شبهام چوهدري د سه شنبې په ورځ د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوه ګډ خبري کنفرانس پر مهال له افغانستان سره د دې بانک لخوا د ۴۰۳ میلیونه ډالره مرستې هوکړه لیک، لاسلیک کړ.د دغه هوکړه لیک د لاسلیک پر مهال د کلیو بیارغونې او پراختیا او لوړو زده کړو وزیرانو، د پوهنې وزارت سرپرست او د ښځو چارو وزارت مرستیالې حضور درلود.  د مالیې وزارت سرپرست او به زیربنایي چارو کې د ولسمشر ستر سلاکار زیاته کړه، چې دغه مرسته به په لومړنیو او منځنیو ښوونځیو کې د زده کړو د زمینې د ښه کولو، د لوړو زده کړو په برخه کې د ظرفیت لوړولو او په کلیوالي سیمو کې د ښځو د اقتصادي او ټولنیزو شرایطو د ښه کولو لپاره لګول کېږي.هغه وویل، چې په دې برخه کې پانګونه کوي څو د ښځو د وړتیاو په لوړلو، د فقر په له منځه وړلو د اقتصادي سیستم په پیاوړتیا او د عوایدو په ډیرولو کې مرسته وکړي .هغه دا هم وویل، چې د نړیوال بانګ د ۴۰۳ میلیونه ډالرو له جملې به ۲۹۸ میلیونه د پوهنې د کچې په لوړولو، او ۱۰۰ میلیونه نور به یې د ښځو لپاره د زده کړو او سوداګرۍ په برخه کې په یو شمېر غټو او وړو پروژو کې ولګول شي.همدارنګه ۵ میلیونه ډالر د لوړو زده کړو وزارت پراختیايي برخې ته  ځانګړي شویدي، چې د تدریسي سیستم په ښه والي  کې به ورڅخه ګټه پورته شي. په افغانستان کې د نړیوال بانک مشر شبهام چوهدري وویل، دوي ژمن دي، چې په افغانستان کې د نوي او ځوان نسل د روزلو په برخه کې ډیره پانګونه وکړي، ترڅو نجونې او هلکان وهڅوي، چې ښوونیزو مرکزونو ته لاړشي او له دې لارې خپل هیواد ته خدمت و کړي .هغه وویل دوي ژمن دي، چې په افغانستان کې د ښځو د ټولنیز وضعیت د ښه والي  لپاره یو شمیر وړې او غټې تشویقي پروژې په لار واچوي ترڅو ښځو لپاره د تعلیم او کاري فرصتونو زمینه برابره شي.